سي. وي. رامن

سر چندر شیکر وينکټا رامن FRS (د شاهي ټولنې همکار) (7 نومبر 1888 – 21 نومبر 1970) يو هندوستانی فيزيک پوه و، چې د رڼا د خپرېدو په ډګر کې د خپل فعاليت له امله شهرت لري.

د يو سپيکټروګراف (د رڼا د اندازه کولو يوه ځآنګړې اله ده) په کارولو سره چې هغه جوړ کړی و، نوموړي او د هغه زده کونکي «کی. ايس. کريشنن» وموندله چې کله رڼايي له کومې رڼې مادې څخه تېرېږي، نو منحرفه رڼا د خپلې څپې اوږدوالی او تعدد بدلوي. دا ښکارنده (پديده)، کومه چې د رڼا د خپرېدو تر اوسه يو ناڅرګند ډول دی، کوم ته چې دوی بدل شوي خپرېدل ويل، وروسته د «رامن اغېز» يا د «رامن خپرېدلو» نوم ورکړل شو. «رامن» ته د همدې کشف له امله په فيزيک کې د 1930ز کال د نوبل جايزه ورکړل شوه، او هغه لومړی اسيايي و، چې د ساينس په کومه څانګه کې يې په لومړي ځل د نوبل جايزه تر لاسه کړې وه.

رامن د تاميل برهمن مور او پلار کره زېږېدلی و، يو ځيرک ماشوم و، په يوولس کلنۍ او ديارلس کلنۍ کې يې په ترتيب سره له سينټ الوسيس د اينګلو انډين عالي ليسې څخه خپلې ثانوي او لوړې ثانوي زده کړې بشپړې کړې وې. نوموړی په شپاړس کلنۍ کې له د مدراس پوهنتون د «پريسيډنسي کالج» څخه په فزيک کې له وياړ سره د لسانس د سند لپاره په ازموينه کې لومړی لمبر راغلی و. د رڼا د خپرېدو په اړه د هغه لومړۍ څېړنيزه رسال په 1906ز کال کې خپره شوه، په داسې حال کې چې هغه لا د هم فوق لسانس دورې زده کونکی و. راتلونکی کال هغه د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. نوموړي په نولس کلنۍ کې په کلکته کې د هندوستان د مالي خدمتاتو له ادارې سره د مرستيال عمومي محاسب په توګه دنده پيل کړه. په دې ځای کې هغه د ساينس د ودې لپاره د هندوستان له ټولنې (IACS) سره بلدتيا پیدا کړه، کوم چې په هندوستان کې لومړنی څيړنيز انستيتيوت و، کوم چې له نوموړي سره مرسته وکړه، تر څو خپلواکې څېړنې پر مخ يوسي، او چېرته چې هغه په صوتياتو او بصرياتو کې خپله زياته ونډه درلوده.

په 1917ز کال کې، نوموړی د «اشوتوش مکرجي» له خوا د کلکتې پوهنتون لاندې د راجا بازار په ساينس کالج کې د فيزيک د لومړي «پالت» پروفيسر په توګه وګومارل شو. اروپا ته په خپل لومړي سفر کې، د مديترانې سمندر په ليدلو سره هغه وهڅول شو، چې هغه مهال د سمندر د اسماني رنګ لپاره مروجه تشریح، کومه چې له اسمان څخه د Rayleigh-خپرې شوې رڼا په نوم وه، د ناسمې تشریح په توګه وپېژني. هغه په 1926ز کال کې د هندوستان د فيزيک د ژورنال بنسټ کېښود. نوموړی په 1933ز کال کې بینګلور ته ولاړ، تر څو د هندوستان د ساينس د انستيتيتوت لومړی هندوستانی رئيس شي. په همدې کال يې د هندوستان د ساينسي علومو د اکاډمۍ بنسټ کېښود. هغه په 1948ز کال کې د رامن څيړنيز انستيتيتوب جوړ کړ، چېرته چې هغه تر خپلو وروستيو ورځو کار وکړ.

د رامن اغېز د 1928ز کال د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه کشف شوی و. همدا ورځ هر کال د هندوستان د حکومت له خوا د ساينس د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي. په 1954ز کال کې، د هندوستان حکومت هغه په لومړي بهارت رتن ونازولو، دا يو تر ټولو لوړ ملکي وياړ دی. وروسته هغه د لومړي وزير جواهر لال نهرو د ساينسي څېړنې د تګلارو پر ضد د احتجاج په توګه دا نښان مات کړ.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

سي. وي رامن د برتانوي هند د مدراس (اوسنی تروچيراپالي، تامل ناډو، هندوستان) کې د «تروچيراپالي» د تامل برهمن مور او پلار، «چندر شیکر رامناتن اير» او «پاروتي امل» په کور کې زېږېدلی و. هغه په اتو خوېندو وروڼو کې دويم لمبر و. پلار يې په يوه سیمه ييزه عالي ليسه کې ښوونکی و، او ډېر کم عايد يې درلود. هغه يادونه کړې چې: زه په خوله کې د مسو له کاشوغې سره زېږېدلی يم (يوه اصطلاح ده چې په خوله کې د سرو سپينو يا مسو کاشوغې سره زېږېدل د کورنۍ بې وزلۍ يا شتمنۍ ته اشاره کوي). د زېږېدو پر مهال زما پلار په مياشتيني ډول لس روپۍ په زړه پورې معاش درلود». په 1892ز کال کې، د هغه کورنۍ د اندراپرديش وشاکاپټنم (هغه مهال ويزاګاپټم يا ويزاګ) ته وکوچېده، ځکه چې د هغه پلار « Mrs A.V. Narasimha Rao College» د فيزيک په پوهنځي کې په دنده ګومارل شوی و.

رامن د وشاکاپټنم په سينټ الوسيس اينګلو انډين عالي ليسه کې زده کړې وکړې. هغه په يوولس کلنۍ کې د ثانوي دوره او د هنر لومړۍ ازموينه (اوس د ثانوي دورې د ازموينې سره برابر، او له پوهنتون مخکې زده کړه ده) په ديارلس کلنۍ کې له بورسيې سره بريالی شو، او په دې ډول يې د اندرا پرديش ښوونځيو په دفتر کې (چې اوس د اندراپرديش د ثانوي زده کړو بورډ دی) په دواړو کې لومړی مقام خپل کړ.

په 1902ز کال کې، رامن د مدراس (اوس چنايي) په پريزيډنسي کالج کې داخله واخيسته، چېرته چې د هغه د پلار تبادله شوې وه، تر څو د فيزیک درسونه ورکړي. په 1904ز کال کې، نوموړي د مدراس له پوهنتون څخه د لسانس سند تر لاسه کړ، چېرته چې هغه لومړی مقام خپل کړ، او په فيزيک او انګلسي کې يې د سرو زرو نښانونه وګټل. په اتلس کلنۍ کې، کله چې لا هم د لوړو زده کړو محصل و، نوموړي په 1906ز کال کې په برتانوي مجله «فلاوفيکل جريده» کې د « Unsymmetrical diffraction bands due to a rectangular aperture» په عنوان خپله لومړۍ علمي مقاله خپره کړه. نوموړي له همدې پوهنتون څخه په 1907ز کال کې د لوړ امتياز سره د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. همدا کال په همدې جريده کې د هغه خپره شوې دويمه مقاله د مايعاتو د سطحې د کشش په اړه وه. دا د غوږونو د اواز د حساسيت په اړه د «لارډ ريلي» د مقالې سره په يو وخت کې وه، او د کوم له امله چې «لارډ ريلي» له «رامن» سره اړيکې پيل کړې، او هغه يې په مهربانۍ سره «پروفيسر» باله.

د رامن د فيزيک استاد «ريشارډ ليولين جونز» چې د هغه له وړتياوو څخه خبر و، ټينګار وکړ چې هغه په انګلتسان کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي. جونز له «ډګروال (سر جيرالډ) ګفرډ» سره د رامن د فيزيکي معاينې لپاره شرايط برابر کړل. رامن به ډېری وخت له ناوړه روغتيا ځورېدو او هغه کمزوری بلل کېدو. له معاينې روښانه شوه چې هغه د انګلستان د ناوړه موسمونو مقابله نه شي کولای، دا هغه پېښه وه چې وروسته به يې هغه يادونه کوله او ويې ويل «[ګفرډ] زه معاينه کړم او تاييد يې کړه چې زه به له نري رنځ څخه مړ شم...که زه چېرې انګلستان ته ولاړ شم».

مسلک (په کار کې)

د رامن مشر ورور «چندرا شيکر سبرامانيا اير» د هندوستان په مالي خدماتو (اوس د هندوستان د تفتيش او محاسباتو خدمات) کې دنده اخيستې وه، کوم چې په هندوستان کې تر ټولو باوقاره دولتي دنده وه. په داسې حال کې چې له هېواده بهر کې زده کړو لپاره برابر نه و، رامن هم د هغه پيروي وکړه او د 1907ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د اخلې په ازموينه کې د لومړي مقام په خپلولو سره د هندوستان د مالي خدماتو لپاره وړ وګرځول شو. هغه په 1907ز کال کې په کلکته کې د مرستيال عمومي محاسب په توګه وګومارل شو. دا هغه ځای و چېرته چې نوموړی د ساينس د ودې لپاره د هندوستان له ټولنې (IACS) څخه متاثره شو، کومه چې لومړنی هغه انستيتيوت و چې به هندوستان کې په 1876ز کال کې جوړ شوی و. په سملاسي ډول يې له «Asutosh Dey » ملګرتيا پیدا شوه، څوک چې په پايله کې د هغه د ټول ژوند همکار شو، همدا راز له «Amrita Lal Sircar» چې د IACS بنسټ اېښودونکی او منشي و، او «Ashutosh Mukherjee» سره ملګری شو څوک چې د کلکتې د پوهنتون مرستيال رئيس او د دې انستيتيتوت اجرائيوي غړی و. د دوی په ملاتړ سره، هغه په IACS کې په خپل وخت سره د څېړنو اجازه تر لاسه کړه، او لکه چې رامن يې وروسته يادونه وکړه، هغه ان په غېر عادي ساعتونو کې هم د څېړنې اجازه درلوده. تر دې وخته دې انستيتيتوت رسمي څېړونکي نه وو ګومارلي، او نه يې کومه څېړنيزه مقاله وړاندې کړې وه. د «Newton's rings in polarised light» په نوم د رامن مقاله په 1907ز کال کې په «Nature» کې خپره شوه، او دا له دې انستيتيتوت څخه لومړۍ مقاله وه. دې اثر IACS ته الهام ورکړ چې په 1909ز کال کې د « Bulletin of Indian Association for the Cultivation of Science » په عنوان يو ژورنال خپور کړي، په کوم کې چې رامن تر ټولو مهمه ونډه درلوده.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان سيندونهنړيوال غزېدلی جالکرواسیایي ژبهعبدالرحمان باباتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟د اقليمي بدلون اغېزېمالېزياعامه افکار څه ته وايي؟د ښکلا کاریال راښکته کولد حضرت عمر فاروق رض عدالتپاکستاني طالبانامير حمزه شينوارید افغانستان جمهوريتجو بایډنخوست ولايتد افغانستان اسلامي امارتاندونيزياآسياکابلانټرنېټپښتو اوسنى شعرنیوتروني ستوریرېږدلهد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهتوېریوهانس ورمیرآی اېس او ۳۱۶۶-۱سردار محمد يحيا خانزړه نابریNihoniumجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)جلغوزهميوند بانکسويسد شهیدانو چوککازانموټرنثرمحمد عثمان نژندتودوخه بدلونکیسیمهامیر شیر علی خانپرمخ (جنسي عمل)بودجهپوتاشیمامازون باراني ځنګلد داود جمهوري افغانستانلوګر ولایتجودی لین اوکیفارواپوهنهاورګاسمککړتیادپښتو اصل او ريښهعمر بن خطابسیډنيقرآن کریمپښتو نومځري او د هغو کارونهاجارهد لویې بریتانیا ملکه، آند لمانځه وختونهحیاتي کیمیااوهایوکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)لومړی مخ🡆 More