سوله ییز انقلاب (په جرمني ژبه کې: Friedliche Revolution) د ټولنیز سیاسي بدلون هغه بهیر و چې د ختیځ او لویدیځ جرمني ترمنځ د پولې د پرانیستو لامل وګرځېد، چې له امله یې د جرمني په دیموکراتیک جمهوریت (GDR یا ختیځ جرمني) کې د جرمني سوسیالیستي یووالي ډله له منځه لاړه او په ۱۹۹۰ کال کې یې د پارلماني دیموکراسي پربنسټ د جرمني د یووالي شونتیا رامنځته کړه.
دغه کار د تشدد پرته هڅو پر بنسټ ترسره شو. په جرمني ژبه کې دغه بدلون ته Die Wende یا د عطف نقطه ویل کېږي.
دغو مواردو د شوري مشر میخایل ګورباچوف له پرېکړې سره نږدې اړیکه لرله چې په ختیځه اروپا کې له برترۍ غوښتلو لاس پر سر شوی و او همدارنګه په ختیځ بلاک هېوادونو کې اصلاح غوښتونکو خوځښتونونو ته اړونده وه. له دې سربېره د شوري اتحاد په بهرنۍ پالیسي کې بدلون، د نړیوال بازار له سیالۍ د ختیځ جرمني وتل چې د ملي پور کچه یې ورځ تر بلې زیاتېده د یو ګوندي حکومت د بې ثباتۍ لامل وګرځېدل.
په ختیځ جرمني کې د اصلاحاتو هڅې د یو شمېر روڼ اندو او د کلیسا د مشرانو له خوا رهبري کېدلې، چې کلونه یې په پټه د اپوزیسیون مشري کوله. دا هغه کسان وو چې هڅه یې کوله له هېواده وتښتي او هغو چې سوله ییز لاریونونه یې کول نور یې تاوتریخوالي ته د تسلیم کېدو هوډ نه درلود.
وړاندې له دې چې د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۹ مه د برلین د دیوال د له منځه وړلو اجازه ورکړل شي په "سوسیالیستي وروڼو ځمکو" کې د اصلاحاتو پر وړاندې د دوی دښمنانه چلن د SED مشرتابه پلاوی په شرقي بلاک کې په مخ پر ودې ډول منزوي کړی و. د SED په مشرتابه کې د بدلون او خبرو کولو ته په لیوالتیا ښوولو، دوی هڅه کوله چې سیاسي ابتکار په لاس کې واخلي خو تر ډېره بریده د اوضاع کنترول د لومړي وزیر هلمت کوهل تر مشرۍ لاندې لویدیځ جرمني په لاس کې و.
د ۱۹۸۹ کال له ډسمبر میاشتې وروسته د ختیځ جرمني دولت لومړی وزیر هانس مادرو د مرکزي شورا تر اغیز لاندې و، چې د سټاسي د انحلال او ازادو ټاکنو لپاره یې ګام واخیست. په ټاکنو کې له بریا وروسته په ختیځ جرمني کې هغو ایتلافي ګوندونو ته چې د جرمني د یو ځای کېدلو ملاتړ یې کاوه، سیاسي تګلوری روښانه شو.
مهمې پېښې:
وروسته له هغه چې هنګري او چکسلواکیا ختیځ جرمنانو ته اجازه ورکړه څو لویدیځ ته د دوی د پولو له لارې واوړي، ختیځ جرمني د دوی د نه وتلو پر وړاندې هېڅ هم نشو کولای. د نومبر د ۴-۵ پورې، د اونۍ په پای کې وړاندې له هغې چې د برلېن دیوال پرانیستل شي، له ۵۰ زره کسانو زیات وتلي وو. د ګوند مشر ګونتر شبوسکي د ۱۹۸۹ کال د نومبر د ۹ مې پر ماښام د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې د برلین دیوال د تلاشۍ پوستونه د ختیځ جرمنانو پر مخ د تګ راتګ په موخه په ازادانه توګه خلاص دي.
له لومړنیو ګډوډیو وروسته، نږدې ۲۰ زره کسان د Bornholmer Straße پولې ته د شپې تر ۱۱:۳۰ دقیقو رسېدلي وو، دوی شعار ورکاوه چې "دروازه خلاصه کړئ"، د پولې یو مسئول هارلډ جاګر اجازه ورکړه څو لویدیځ برلین ته خلک ننوزي. په راتلونکو څو ورځو کې د برلین دیوال ته څېرمه د موټرو کاروان راغونډ شو څو له پولې په اوښتو لویدیځ جرمني ته ننوزي.
د نومبر له ۱۰ مې وروسته، د ختیځ جرمني ګڼ شمېر وګړي د لویدیځ جرمني د بانکونو مخې ته په لیکه ولاړ وو څو د ("ښه راغلاست پیسې") ترلاسه کړي. دا هغه پیسې وې کوم چې د لویدیځ جرمني دولت د ختیځ جرمني وګړو ته په ۱۹۷۰ کال کې د ورتګ په موخه ورکولې. په ۱۹۸۹ کال کې ددغو پیسو کچه په کال کې ۱۰۰ جرمني مارکه وه. له دې امله چې د ختیځ جرمني وګړي لویدیځ ته له تلو په کلکه منع وو، د ۱۹۸۰ مې لسیزې تر نیمایي پورې ۶۰ زره کسانو د ښه راغلاست پیسې ترلاسه کړې وې. پداسې حال چې یوازې د نومبر له ۹ مې څخه ۲۲ مې پورې د ختیځ جرمني له ۱۱ میلیونه څخه زیات کسان لویدیځ جرمني ته اوښتي وو. په نومبر او ډسمبر میاشتو کې له څلور میلیارده جرمني مارکو زیات وېشل شوي وو، چې دغه چاره د ۱۹۸۹ کال د ډسمبر په ۲۹ مه ودرېده.
د برلېن دیوال نړېدو او د جرمني ترمنځ د پولې له منځه تلو په ختیځ جرمني کې دولت او اپوزیسیون او همدارنګه د فدرال جرمني جمهوریت مخ ته ستونزې رامنځته کړې. عمومي باور پر دې وو چې د دیموکراتیک جرمني یا ختیځ جرمني برخلیک د شوروي اتحاد له لید سره تړاو لري. د لویدیځ جرمني لومړي وزیر هلمت کوهل په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې، هغه د ۱۹۸۹ کال په جون میاشت کې له ګورباچوف سره ددغه نظر په لرلو مخ شو چې د جرمني یووالی له بحر سره د راین د یوځای کېدو په څېر دی، چې ګورباچوف هم ورسره مخالفت و نه ښود.
د نومبر له ۹ مې وروسته نه یوازې په دیموکراتیک جرمني کې لاریونونه پیل شول، بلکې د حل لار موندلو په موخه په پراخه کچه نظریات هم رامنځته شول. ددې شعار پر ځای چې "موږ خلک یو"، دا شعار رامنځته شو"موږ یو خلک یو! " ستونزه هم ختیځ او هم لویدیځ ته دا پاتې شوه چې په زیاته کچه د ختیځ جرمني وګړي په لویدیځ کې میشت شول، کوم چې ډېر زیات بې ثباته کوونکی اغیز یې درلود ورته مهال ددغه ډول لویې کچې وګړو بیا ځای پرځای کولو د فدرال جرمني پر اوږو لوی بار کېښود.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سوله ییز انقلاب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.