سوخوی سو-۲۴ (په روسي کې:Су-24) د جټ برید کونکی او څارونکی شوروی (روسی) الوتکه ده چې د حرکت وړ وزرونه لری.
سوخوی سو-۲۴ Су-24 | |
---|---|
د الوتکې ډول | برید کونکی الوتکه |
هېواد | شوروي اتحاد |
د الوتکې تولیدونکی | OKB Sukhoi |
د الوتکې استعمالونکی | اوکرایین سوریه ایران روسیه |
لمړی الوتنه | ۲.۷.۱۹۶۷ |
د الوتکې ډولونه | سو-۲۴ سو-۲۴ ام کا سو-۲۴ام ار سو-۲۴ ام |
دغه الوتکې څخه د مځکنې هدفونو د منځه وړولو لپاره کار اخیستل کېږي.
د سوخوی سو-۲۴ برید کونکی الوتکه په ۶۰ کلو کې طرح شوه. لمړی الوتنه یی په ۲.۷.۱۹۶۷ کې ترسره شوه او په ۱۹۷۱ کال کې شوروی پوځ د دغی الوتکې څخه په رسمی په ډول د ۱۹۷۲ کال کې کار واخیست. په ۸۰ کلو کې د سوخوی سو-۲۴ الوتکه د نژدې ختیځ او افریکایی هېوادونو ته صادر شوه. په اوس وخت کې دغه الوتکې د روسیې، سوریې، ایران، اوکرایین او لیبیا په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی. شوری اتحاد تقریبًا ۱۴۰۰ د سو-۲۴ الونکې جوړې کړې. دغه الوتکې په ځانگړی ډول د شوروی پوځ لخوا کارېدلې. د ایران – عراق د جگړې په وخت کی شوروی اتحاد ۳۰ الوتکې عراق ته صادرې کړې. په ۱۹۹۱ کال کی کله چي د خلیج لمړنی جگړه پېل شوه نو عراق خپل الوتکې ایران ته ولېږل او ایرانی پوځ دغه عراقی الوتکې ضبط کړې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سوخوی سو-۲۴, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.