د افغانستان هوایي ځواک د افغانستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي .
د افغانستان هوایي ځواک نیروی هوایی افغانستان | |
---|---|
بنسټ | ۱۹۲۴ |
هېواد | افغانستان |
بولندوی | جنرال عبدالوهاب وردگ |
جگړې |
د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږيز کال کې جوړ شو . په ۱۹۸۰زېږيز کال کې چې کله د افغانستان د خلق /پرچم ډيموکراتيک جمهوريت د روس په ملاتړ جوړ شو، نو روسيې خپل عصري وسلې او الوتکې د افغانستان حکومت ملاتړ لپاره ورکړې . په دې وخت کې د افغانستان په جگړه يیزو درندو وسلو کې د مېگ ۱۵،مېگ ۲۱، سوخوی سو-۷، سوخوی سو-۱۷، سوخوی سو-۲۰ الوتکې او د ميل می ۸ چورلکې شاملې وې . په ۱۹۷۶ زېږيزکال کې د بگرام په ښار کې پوځي هوایي ډگر جوړ شو. د ۱۹۷۹زېږيز کال په ډسمبر کې روسي پوځ پر افغانستان برید وکړ او مهم ډگرونه یې ونیول. تر جگړې وروسته د افغانستان ډېرې الوتکې ړنگې شوې. په ۲۰۰۶ زېږيزکال کې د افغانستان هوایي ځواک د امریکایي اشغالگر پوځ او د ناټو د هېوادونو په مرسته بیا جوړ شو.
د افغانستان هوایی ځواک په ۱۹۲۴ زېږيزکال کې د امير امان الله خان لخوا جوړ شو . دغه هوايي ځواک او الوتکې د کورنۍ جگړې په وخت د بچه سقا لخوا په کال ۱۹۲۸زېږيز کې ويجاړ شو . په ۱۹۶۰ زېږيز کال کې دمېگ ۱۵ الوتکې افغانستان ته ولېږدول شوې او په ۱۹۷۷ زېږيز کال کې چکسلواکیا د اېرو ال-۳۹ الباتروس الوتکې د افغانستان هوایی ځواک ته ورکړې. په ۱۹۸۰ کال کی د افغانستان د پوځی الوتکو شمیر ۴۰۰ ته ورسېدلې. د افغانستان د جگړې په وخت کې روسي پوځ افغانستان ته عصري بریدگرې چورلکې ولېږلې. روسي پوځ د میل می- ۲۴ چورلکو څخه د مجاهدینو له منځه وړلو لپاره کار اخیست. روسي پوځ په دې جگړې کې ۳۳۳ چورلکې له لاسه ورکړې.
د افغانستان هوایي ځواک په ۲۰۰۸ کال کې بیا جوړ شو.
د افغانستان هوایي ځواک په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیرته لمنځه ولاړې او ځینې روزل شوې پیلوټانو هیواد پرېښودی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د افغانستان هوايي ځواک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.