سره گيدړه یا معمولي گيدړ (په لاتين:Vulpes vulpes) د گيدړانو څخه ده چی په اروپا، امريکا، افريقا، آسيا او آسټراليا کی ژوند کوي.
Vulpes vulpes سره گيدړه | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخ | شمزۍ لرونکي ژوي |
ټبر | تی لرونکي ځناوران |
ډله | د اړونکي ځناوران |
تېره | گيدړان |
سره گيدړه په ۱۷۵۸ کال کی د یو مشهور سويډني ځناور پوه کارل فون لينې لخوا توصیف شوه. سره گيدړه د سپی ځناورانو د ډلو څخه تر ټولو مشهوره او پراخه شوي ځناور ده چی په ځانگړي ډول په شپه کی ښکار کوي. نوموړي ځناور موږکان ، مرغان، سویان، د خاورو چينجي، زرکې، کورنی چرگان او هوسیان ښکار کوي خو د تنگلاسي په صورت کی مېوه هم خوړي. اوږدوالي یی ۱۰۰ سانترمتر دی او وزن یی ۱۰ کيلوگرامو ته رسېدلای سی. سره گيدړه ۴۲ غاښونه لري. سره گيدړه په جنگل کی په غار کی ژوند کوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سره گيدړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.