د ځمکې قشر له ځمکې څخه بهر یو نازک ډبرین پوښ دی چې د ځمکې څه کم ۱ سلنه شعاع او حجم جوړوي.
دا د لیټوسفیر پورتنۍ برخه ده. لیټوسفیر د ځمکې د لایو وېش دی چې قشر او د پوښ پورتنۍ برخه په کې شاملېږي. لیټوسفیر پر هغو ټکټونیکي تختو ماتېږي چې د حرکت له لارې یې تودوخه د ځمکې له داخل څخه فضا ته لېږدي.
د ځمکې قشر د پوښ پر سر واقع دی او یو پایدار جوړښت دی، ځکه چې پورتنی پوښ له پريډوټيټ څخه جوړ دی او له همدې امله د قشر په پرتله ډېر کلک دی. د قشر او پوښ تر منځ سرحد معمولاً د « موهورویچیچ» په ناپیوستګۍ کې واقع وي او دا هغه سرحد دی چې له لزلیز سرعت سره په تضاد کې تعریفېږي.
د قشر تودوخه له ژوروالي سره زیاتېږي او معمولاً د لاندېني قشر په سرحد کې د ۱۰۰ سانتي ګراد (۲۱۲ فارنهایټ) او ۶۰۰ سانتي ګراد (۱۱۱۲ فارنهایټ) محدودې ته رسېږي. د قشر په پورتنۍ برخه کې په ځايي ډول د هر کیلومتر لپاره د تودوخې درجه تر ۳۰ سانتي ګراد (۵۴ فارنهایټ) درجو پورې زیاتېږي.
د ځمکې قشر دوه جلا جلا ډولونه لري:
د قشر متوسط ډبلوالی له شاوخوا ۱۵ کیلومترو (۹ مایلونو) څخه تر ۲۰ کیلومترو (۱۲ مایلو) پورې دی.
دا چې د قارهيي او سمندري دواړو قشرونو ټینګوالی د ځمکې د لاندېني پوښ په پرتله کم دی، له دې امله دواړه ډوله قشرونه د لاندېني پوښ پر مخ لبمېږي یا ښویېږي. د قارهيي قشر سطحه د سمندري قشر تر سطحې ډېره لوړه ده چې دلیل یې د ډبلوالي او کلک قشر له امله ښویېدل دي. بالاخره قارې هغه لوړې ځمکې جوړوي چې د سمندر د ژورو حوضو په مرسته احاطه شوې وي.
د قارهيي قشر متوسط جوړښت انډزیټ ته ورته دی، که څه هم چې دا جوړښت یواړخیز نه دی او د پورتني قشر متوسط جوړښت فلسیک دی چې تر ډېره ډاسیټ ته ورته دی، همدا راز د لاندېني قشر متوسط جوړښت بازالټ ته ورته دی. د ځمکې په قارهيي قشر کې تر ټولو ډېر منرالونه فلډسپاټونه دي چې د قشر ۴۱ سلنه وزن جوړوي او تر هغه وروسته کوارټز دي چې ۱۲ سلنه کېږي او پیروکسنونه هم ۱۱ سلنه دي.
ځمکه کابو ۴.۶ میلیارده کاله مخکې د دوړو او ګاز له هغې دایرې څخه جوړه شوه چې د نوي رامنځته شوي لمر پر شاوخوا څرخېده. دا سیاره د تدریجي ودې له لارې جوړه شوه چې په دې تدریجي وده کې کوچنیو سیارو او نورو کوچنیو ډبرینو اجرامو له یو بل سره ټکرونه وکړل او په تدریج سره پر یوه سیاره بدل شول. دغې پروسې ډېره اندازه تودوخه تولید کړه چې له امله یې لومړنۍ ځمکه په بشپړ ډول ذوب یا ویلې شوه. د سیاروي ودې په کمېدو سره ځمکه سړه شوه او خپل لومړی قشر یې جوړ کړ چې لومړنی قشر بلل کېږي. دغه قشر څو څو ځله د لویو ټکرونو په پایله کې له منځه تللی دی، خو وروسته بیا د هغه مګمايي سمندر په مرسته بیا جوړ شوی چې د دغو اغېزو په پایله کې رامنځته شوی و. د ځمکې هېڅ کوم لومړنی قشر تر دې مهاله باقي نه دی پاتې. ټول لومړني قشرونه د څو میلیارد کلونو په جریان کې د توږنې او ټکټونیکي تختو د اغېزو په پایله کې له منځه تللي دي.
د ځمکې د اوسني قارهيي قشر متوسط عمر شاوخوا ۲ میلیارده کاله اټکل شوی دی. ډېری هغه قشري ډبرې چې تر ۲.۵ میلیارده کاله مخکې جوړې شوې دي، په کراتونونو کې دي. دغه ډول لرغونی قارهيي قشر او د لاندېني پوښ استینوسفیر د ځمکې د نورو ځایونو په پرتله کم غلظت لري او له همدې امله تر نورو قطعاتو لاندې د راتلو په صورت کې له منځه نه ځي. د نوي قارهيي قشر جوړښت د غرونو د رامنځته کېدو له دورو سره اړیکه لري؛ دا دورې د روډینیا، پانګیا او ګنډوانا په څېر قارو له رامنځته کېدو سره هممهالې دي. قشر تر یوه حده د ګرانیټ په څېر د جزیرهيي لیندیو او تاو راتاو کمربندونو په راټولېدو سره جوړېږي او تر یوه حده هم په لاندېني قشر کې پاتې کېږي تر څو لیټوسفیري قشر جوړ کړي. په قارو کې د قشر حرکت یا خوځښت ښايي د زلزلې لامل شي، په داسې حال کې چې د سمندر تر تل لاندې یې حرکت بیا د جزر او مدي څپو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ځمکې قشر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.