د پارکېنسون ناروغي (په انگرېزي: Parkinson disease) د مرکزي عصبي غونډال يوه ډيجنېرېټيفه ناروغي ده چې اکثراً د ناروغ خوځنده وړتياوې، کلام او نور عملونه اغېزمن کوي.
دغه ناروغي د ماغزو په مرکزي برخې سبسټېنشيا نېگرا کې د ډوپامين-لرونکو ژونکو د مړينې په سبب راپېښېږي. د دغې ناروغۍ په پيل کې د خوځښت اړونده رامېنځ ته شوې څرگندې نښې نښانې، د لاسونو رېږدېدنه، د عضلو شخوالی، د خوځښت او حرکت سستي او پڅتوب او په تگ او توازن کې ستونزې دي. د ناروغۍ وروستنۍ نښې نښانې فکري او د کړو وړو ستونزې دي چې د عقلي زوال نښه د عمر په ډېرېدو سره لويه ستونزه رامېنځ ته کوي. د دغې ناروغۍ نورو نښو کې حسي نښې، د خوب او احساساتو ورانښت شامل دي. د پارکېنسون ناروغۍ په هغو پوخ عمره خلکو کې پېښېږي چې عمرونه يې اکثراً له ۵۰ کالونو نه ډېر وي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د پارکېنسون ناروغي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.