د نړۍ نفوس

د سرشمېرنې له پلوه، د نړۍ نفوس د ټولو ژونديو انسانانو شمېر دی، د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې يې شمېر اوه اعشاريه نهه ميليارده اټکل شوی و.

له تاريخ مخکې او بيا د تاريخ له پيل نه دوه ميلونه کاله وخت ولګېد چې د انسانانو شمېر يو ميليارد تنو ته ورسېږي او بیا په دوه سوه کلونو کې اووه ميليارده کسانو ته ورسېد.

د ۱۳۱۵-۱۳۱۷ز کلونو له سترې لوږې (قحطۍ) او په ۱۳۵۰ز کال کې د تور مرګ له پای ته رسېدو وروسته، د نړۍ د وګړو شمېر په پرله پسې ډول په زياتېدو شو، هغه مهال د نړۍ نفوس نږدې درې سوه اويا ميلیونه وګړي و. د نړيوال نفوس تر ټولو لوړه وده چې په يو کال کې يې يواعشاريه اته سلنه وده کړې وه، د ۱۹۵۵ او ۱۹۷۵ز کلونو تر منځ وه، د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۰ز تر منځ کلونو کې د نفوس وده خپل اوج ته ورسېده. د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ز تر منځ کلونو کې د وګړو شمېر يو اعشاريه دوه سلنه کم شو او وړانديز کېږي چې په روانه يو وېشتمه پېړۍ کې به نور هم کم شي. اوس هم نړۍ د وګړو شمېر مخ پر زياتېدو دی، خو د زېږد او مړينې اندازې ته په کتنې سره په اوږدو مهال کې يې په اړوند زيات ابهام موجود دی. د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنيزو چارو ادارې په ۲۰۵۰ز کال کې د وګړو شمېر د نهو او لسو ميلياردو ترمنځ اټکل کړی او د يووېشتمې پېړۍ تر پايه پورې د ۱۰-۱۲ ميليارده نفوس په اړوند د اتيا سلنه باور څرګندونه کوي. نور سرشمېرونکي وړاندويزنه کوي چې، د يووېشتمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې به د نړۍ د وګړو شمېر مخ په کمېدو شي.

د ۱۹۸۰ز کلونو په وروستيو کې د زېږد اندازه خورا زياته او نږدې ۱۳۹ميليونه وه او له ۲۰۱۱ز کال نه تمه کېده چې،  د ۱۳۵ ميليونو په کچه به ثابته پاتې شي، په داسې حال کې چې په يوه کال کې د مرګ اندازه ۵۶ ميلیونه وه او اټکل شوی و چې، تر ۲۰۴۰ز کال پورې به دا شمېره اتيا ميليونو ته لوړه شي. تر ۲۰۲۰ز کال پورې د يوه انسان منځنی عمر يو دېرش کاله دی.

د سيمې پر بنسټ د وګړو شمېر

د ځمکې له اووه لويو وچو نه په شپږو کې په دايمي توګه پراخه استوګنه شته. د اسيا د وګړو شمېر تر ټولو زيات دی، چې څلور اعشاريه څلور شپېته ميليارده اوسېدونکي لري او د ټولې نړۍ شپېته سلنه نفوس د اسيا په لويه وچه کې مېشت دی. د نړۍ دوه تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېوادونه هر يو چين او هندوستان په شريکه سره د نړۍ شپږ دېرش سلنه نفوس جوړوي. افريقا دويم تر ټولو پرنفوسه لويه وچه ده چې د وګړو شمېر يې نږدې يو اعشاريه څلورد ېرش ميليارده خلکو ته رسېږي، دا د ټولې نړۍ د نفوسو اولس سلنه برخه ده. د اروپا د وګړو شمېر اووه سوه او اووه څلوېښت ميليونه او په ۲۰۲۰ز کال کې دا د نړۍ د ټول نفوس لس سلنه و، په داسې حال کې چې د لاتينې امريکا او کرابيين سيمې د شپږ سوه او درې پنځوس ميلیونه انسانانو کور دی (اته سلنه). شمالي امريکا چې تر ډېره بريده، له متحده ايالاتو او کاناډا نه جوړه ده، درې سوه او اته شپېته ميليونه وګړي لري (پنځه سلنه)، اوقيانوسيه تر ټولو لږ نفوس لرونکې سيمه ده او دوه څلوېښت ميليونه استوګن لري (صفر اعشاريه پنځه سلنه).انترکتيکا ډېر کم او نامنظم نفوس لري چې شمېر يې دولس سوه کسانو ته رسېدلی او په عمده توګه د قطبي علومو په مرکزونو کې مېشت دي.

تاريخچه

د طبيعيت له پلوه د نړۍ د وګړو د شمېر اټکل د عصريت يو اړخ دی او يوازې د اختراع له عصر نه ممکن دی. تر ټولو لومړی د نړۍ د وګړو شمېر په اولسمه پېړۍ کې اټکل شوی و: په ۱۶۸۲ز کال کې ويليام پيټي د نړۍ د وګړو شمېر درې سوه او شل ميليونه اټکل کړی و (اوسني اټکلونه وايي چې: دا شمېر نږدې د دې دوه برابره و). د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې، اټکل نږدې يو ميليارد ته ورسېد (له اوسنيو اټکلونو سره برابرښت لري). تر دې زيات کره اټکلونه چې د لويو وچو پر سر وېشل شوي وو، د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې خپاره شول، د ۱۸۰۰ز کالونو په لومړيو کې اټکل له شپږ سوه ميليونو نه تر يو ميليارد او د ۱۸۴۰ز کلونو پر مهال له اته سوه تر يو ميليارد وګړو پورې اټکل شوی و.

د اټکلونو لپاره له تخميني نږديوالي نه غوره اټکل ستونزمن دی، ان دا چې اوسني اټکلونه هم، له درې نه تر پنځه سلنه پورې د ناکره والي لرونکي دي.

لرغونې او له کلاسيک وروسته تاريخچه

د کروندې په عصر کې سل زره کاله له مېلاد نه مخکې د نړۍ د وګړو شمېر د يو ميليون او پنځلس ميليونه تر منځ اټکل شوی و.  له دې نه مخکې جينتيکي شواهد ښيي چې، د توبا ناورين ته په کتنې سره، له میلاد اويا زره کاله مخکې د انسانانو شمېر د زر او لس زره تنو له خورا کمې اندازې نه تېر شوی وي. له بله پلوه، داسې اټکل شوی و چې، له میلاد وروسته په څلورمه پېړۍ کې په ختيځه او لوېديځه رومي سترواکۍ کې نږدې له پنځوسو نه نېولې تر شپېته ميليونه پورې وګړو ژوند کاوه. 

د جسټانين وبا، کومه چې په لومړي ځل د رومي سترواک جسټانين د واکمنۍ پر مهال خپره شوه، د شپږمې او اتمې زېږديزې پېړۍ په منځ کې د اروپا د پنځوس سلنه نفوس د کمېدو لامل شوه. په ۱۳۴۰ز کال کې د اروپا د وګړو شمېرله اويا ميلیونه نه زيات و. په څوارلسمه پېړۍ کې د تور مرګ وبا شونې ده چې په ۱۴۰۰ز کال کې يې د نړۍ د وګړو شمېر په اټکليز ډول له څلور سوه او پنځوس ميليونه نه درې سوه او پنځوس ميليونه او درې سوه او پنځه اويا ميليونو ته راټيټ کړی وي. د وګړو د دې شمېر بېرته پوره کېدو دوه سوه کلونه وخت واخېست. د چين د وګړو شمېر چې په ۱۲۰۰ز کال کې ۱۲۳ ميليونه و، په ۱۳۹۳ز کال کې پنځه شپېته ميليونه ته راښکته شو، اټکل کېږي چې د دې کمښت علت د مغولو بريدونه، لوږه او وبا وه.

د لرغوني چين هان واکمنۍ چې له زېږد وروسته په دويم کال کې پيل شوې وه، له دې امله يې د کورنۍ کره اسناد ساتل، تر څو د هرې کورنۍ د سړي سر مالياتو او د خدماتو مسئولينو سمه ارزونه وکړای شي. هغه کال د لوېديځې هان واکمنۍ د وګړو شمېر په ۱۲۳۶۶۴۷۰ کورنيو کې ۵۷۶۷۱۴۰۰ تنه ثبت شوی و، له زېږد وروسته په ۱۴۶ز کال د هان واکمنۍ په وروستيو کې د وګړو  شمېر ۴۷۵۶۶۷۷۲ او دکورنيو شمېر ۹۳۴۸۲۷۷ ته راټيټ شو. په ۱۳۶۸ز کال کې د مينګ واکمنۍ د رامنځ ته کېدو پر مهال د چين د وګړو شمېر شپېته ميلیونه اټکل شوی و، ممکنه ده چې په ۱۶۴۴ز کال کې د دې واکمنۍ د پای ته رسېدو پر مهال د چين د وګړو شمېر يو سل او پنځوس ميلیونه تنو ته نژدې شوی و. په ۱۶۵۰ز کال کې د انګلستان د وګړو شمېر پنځه اعشاريه شپږ ميلیونه اټکل شوی، دا شمېره په ۱۵۰۰ز کال کې دوه اعشاريه شپږ ميلیونه تنه وه. باور کېږي چې په شپاړسمه پېړۍ کې د پرتګالي او اسپانيايي مستعمرو له خوا له امريکا نه اسيا او اروپا لويې وچې ته راوړل شوو نويو کرنيزو توليداتو د نفوسو له زیاتېدو سره مرسته وکړه. په شپاړسمه پېړۍ کې د پرتګالي سوداګرو له خوا په افريقا کې د جوارو او کاساوا (يو ډول نشايسته) خپريدلو نه وروسته، دې کرنيزو تولیداتو په افريقا کې د مهمو خوراکي کرل کېدونکو توکو په توګه د دوديزو توليداتو ځای ونيو.

له کولمبيايي پير نه مخکې، د امریکایانو د وګړو شمېر څرګند نه دی، تاريخ پوه ډيويډ هنيګ هغه: «په نړۍ کې تر ټولو ستره بې ځوابه پاتې پوښتنه» بولي. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې، پوهانو په اټکليز ډول په نږدې پنځه پنځوس ميليونه خلکو موافقه وکړه، خو د بېلا بېلو سرچينو شمېرې له لسو نه تر سل ميليونو پورې مختلفې وې. د اروپايي څېړونکو او د نړۍ په نورو برخو کې د خلکو تر منځ مخامخ کېدنه د سختو ناروغيو له امله د سيمه یيزو وباګانو لامل ګرځېده. د ډېرو علمي ادعاوو پر بنسټ، د نوې نړۍ د اصلي امریکا د وګړو له نوي سلنه نه زيات يې، د ننکيو، سري او انفلوينزا په څېر د زړې نړۍ د ناروغيو له امله مړه شول. د پېړيو په اوږدو کې، په اروپايانو کې د دې ناروغيو په وړاندې د مدافعې ځواک وده کړې وه، په داسې حال کې چې اصلي اوسېدونکو هومره خونديتوب نه درلود.

سرچینې

Tags:

د نړۍ نفوس د سيمې پر بنسټ د وګړو شمېرد نړۍ نفوس تاريخچهد نړۍ نفوس سرچینېد نړۍ نفوس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د ډيورنډ کرښهد دوحې تړونهلمند ولايتزده کړهاکسايديوني ماشينجېنومڅوکری، پښۍ (رواش)محمدشوروي اتحادد متحده ایالاتو سیاسي نظامتوره غاړهامام بدر الدین عینيد هند نيمه لويه وچهمومنداډولف هټلرطلوع نيوز تلويزيونرونډانېلسن مانډېلاښځهرنبیر کپورد ونې پیوندونهمينهمالايا-پرتګالي نښتېتامبهميدان ښار ولسوالۍصحيح بخاريد افغانستان سيندونهپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېسويسلغمان ولايتلنده بل ځمکېبازارموندنهسردار پاینده محمد خانمحاسبهتکړښتد بروکسل (ښار)دوتنهامير کروړ سوريجنرال عبدالرازقعبدالروف بېنوابست کلاسره زرناروغيزلمی هېوادملد وړانګو روغتيايي اغيزيويکيخونديځصالح محمد هوتكوردګ ولايتنور محمد ترکیمحمد (ص) په اسلام کېسلمان خانجنسي تېرید افغانستان ملي اردوعلي مرغینانيسپين بازلونګويکيډېټاپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديمصنوعي القاحقاموسونه ټکی کامد کابل کندهار لویه لارد کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسینشين ټاغی (ناول)کوتانلونگد افغانستان لرغونی تاریخنا خالص داخلي تولیدذوالقرنين🡆 More