مېوه د گل د تشکیل څخه ورسته په نبات کی جوړیږی.
هغه علم چی میوی مطاله کوی د Pomology په نامه سره یادیږی. دا کلمه د لاتین د pomum یا میوی ته وایی او logy یا پوهی او مطالعی ته وایی، اخستل شوی ده.
په نړۍ کې په سلهاوو میوی شتون لری چې هم په خام او هم په پاخه ډول خوړل کیږی. ځینی میوی د انتقال، ساتنی او یا غذایی ارزښت د علاوه کولو په مناسبت پروسس کیږی، مربا او یا جوس ورڅخه جوړیږی. په میوه کې په عمومی شکل سره ډیره بوره وی، مګر ډیری میوی صحی ګټی لری. میوی د پروټین، ویټامینونو، پولیفینولونو او فایبر ښه منبع ده.
غوښینی میوی: د میوو ته pome fruit هم وایی او د ګل څخه منځ ته رازی. دا ډول میوی ډیری خستی یا مندکی لری. مثال یی مڼه ده.
سخت زړی میوی: دا میوی د drupe fruit په نامه سره یادیږی. معمولا بیرونی برخه یی غوښینه او یوه مندکه لری. مثال یی شفتالو دی.
دانه لرونکی میوی: دا میوی د berry fruit په نامه سره یادیږی. ډیر خستی لری او ښه مثال یی رومی بانجان دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د میوو روزنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.