د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (UNHRC) د ملګرو ملتونو سازمان ته اړوند بنسټ دی چې دنده یې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو ترویج او له هغو ملاتړ دی.

دغه شورا ۴۷ غړي لري چې د درې کلنې دورې لپاره د هغو له اړوندو سیمه ییزو ګروپونو څخه ټاکل کېږي. د دغې شورا عمومي مرکز د سویس هېواد په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دی.

دغه شورا د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعاوې ارزوي او په هغو کې د بشري حقونو موضوعي مسایل لکه د شورا ګانو او ټولنو د جوړولو آزادي، د بیان آزادي، د عقیدې او مذهب آزادي، د ښځو حقونه، د همجنسګرایانو حقونه او د نژادي او قومي لږکیو حقونه څېړي.

دغه شورا د ۲۰۰۶ زکال د مارچ په ۱۵ مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تاسیس شوه څو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون (UNCHR) ځای ناستې شي. دغه شورا د بشري حقونو د عالي کمیشنر له دفتر سره همکاري لري او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې لارې چارې همغږې کوي. دغه شورا د هغو هېوادونو د غړیتوب له امله چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي تر شدیدو نیوکو لاندې ده.

جوړښت

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۴۷ څوکیو لپاره غړي ټاکي. د ټاکل شوو غړو کاري دوره درې کاله ده او هېڅ غړی نه شي کولای له دوه پرله پسې دورو څخه زیات دغه څوکۍ په واک کې ولري. پخواني د بشري حقونو کمیسیون (CHR) ۵۳ غړي لرل چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا د حاضرو رایو ورکوونکو غړو د اکثریت رایو پر مټ ټاکل کېدل.

غونډې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په منظم ډول په کال کې درې ځله غونډه کوي چې غونډې یې د مارچ، جون او سپټمبر په میاشتو کې دي. دغه شورا همدارنګه د غړو هېوادونو د یو په دریمې برخې په غوښتنه کولای شي د بشري حقونو څخه د سرغړونې جدی مواردو ته د رسېدګي په موخه ځانګړې غونډه جوړه کړي. یادې شورا د ۲۰۲۰ زکال له مۍ میاشتې وروسته ۲۸ ځانګړې غونډې کړې دي.

غړي

شورا ۴۷ غړي لري چې په کلني ډول د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. غړي یې د عادلانه جفرافیايي بدلون له لارې د ملګرو ملتونو د منطقوي ډل بندۍ له سیسټم څخه په ګټنې ټاکل کېږي. غړي د یوې بلې کاري دورې لپاره هم په شرایطو برابر دي او باید له هغو وروسته خپلې څوکۍ پرېږدي.

څوکۍ په لاندې ترتیب سره وېشل کېږي:

  • ۱۳ څوکۍ د افریقايي هېوادونو د ډلې لپاره
  • ۱۳ څوکۍ د آسیا – پاسفیک هېوادونو د ډلې لپاره
  • ۶ څوکۍ د ختیځو اروپايي هېوادونو د ډلې لپاره
  • ۸ څوکۍ د لاتیني امریکا او کارابین هېوادونو د ډلې لپاره
  • ۷ څوکۍ د لویدیځې اروپا او نورو هېوادونو د ډلې لپاره

د غړیتوب ځنډونې

عمومي اسمبلۍ کولای شي د دغې شورا د هر غړي حقوق او امتیازات په داسې حالت کې چې اړوند هېواد یې په شورا کې د غړیتوب پر مهال د بشري حقونو څرګندې او سیستماتیکې سرغړونې ترسره کړي، وځنډوي. د تعلیق پروسه د عمومي اسمبلۍ د رایو دوه پر درې اکثریت ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د تاسیس په پرېکړه لیک کې راغلي چې «د شورا د غړو د ټاکلو پر مهال، غړي هېوادونه باید د بشري حقونو د ودې او ملاتړ په موخه د نوماندانو ونډه او د هغوی هغه دواطلبانه ژمنې په پام کې ونیسي چې دوی یې د بشري حقونو اړوند لري»، همدارنګه دا چې «شورا ته ټاکل شوي غړي باید د بشري حقونو د ترویج او ملاتړ په برخه کې تر ټولو غوره معیارونه رعایت کړي».

د دغو مفاداتو پر بنسټ او همدارنګه د شورا د غړو د لارښوونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې د معمر القذافي د دولت له خوا «په له تاوتریخوالي ډک ډول د دولت ضد اعتراضاتو د ځپلو له امله» په دغه شورا کې د لیبیا غړیتوب وځنډاوه، خو د ۲۰۱۱ زکال د نومبر په ۱۸ مه بېرته د دغه شورا غړی هېواد وګرځېد.

د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د بوچا د عام وژنې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۷مې ځانګړې بېړنۍ غونډې په دغه شورا کې د روسیې غړیتوب په ۲۰۲۲ زکال کې په اوکراین باندې د روسیې په برید کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله وځنډاوه. په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر ګینادي کوزمین (Gennady Kuzmin) وویل چې روسیه د همدغې ورځې په لومړیو کې د رایو ورکولو وړاندې له دغې شورا وتلې وه. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنی غړی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو له هر جوړښت څخه ویستل شوی.

په مستقیمه بڼه مسئول فرعي بنسټونه

په نړیواله کچه دوره یي ارزونکی کاري ګروپ

د دغې شورا یو له مهمو چارو څخه د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو بشپړه دوره یي ارزونه ده چې د نړیوالې دوره یي ارزونې په نوم (UPR) یادېږي. د دغې ارزونې د ترسره کولو کړنلار د هغو راپورونو پر مټ ده چې له مختلفو سرچینو ترلاسه کېږي او یوه برخه یې هم د غیردولتي سازمانونو (NGOs) په همکارۍ برابرېږي. د هر هېواد وضعیت د یو درې نیم ساعته بحث په ترڅ کې ارزول کېږي.

د دغې ارزونې لومړنۍ پړاو له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال او دویم پړاو یې له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې بشپړ شو. دریم پړاو یې په ۲۰۱۷ زکال کې پیل شو او تمه کېده چې په ۲۰۲۱ زکال کې به پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پرېکړه لیک د دغې شورا اړوند ټاکلې چې «شورا باید خپلې چارې او فعالیتونه د هغو له تاسیس ۵ کاله وروسته و ارزوي». د ارزونې اصلي چارې د یو بین الدولتي کاري ټیم له خوا چې د ۲۰۰۹ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د یادې شورا د ۱۲/۱ پرېکړه لیک پر مټ رامنځته شو، ترسره شوې. دغه ارزونه د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې وروستۍ شوه او د یوې «پایلې» په توګه د شورا د شپاړلسمې غونډې له تصویب وروسته په ۱۶/۲۱ ګڼه پریکړه لیک کې ضم شوه.

لومړنی پړاو: د ارزونې لپاره لاندې شرایط او کړنلارې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا په ۶۰/۲۵۱ پرېکړه لیک کې وټاکل شوې:

  • ارزونې باید د یوې څلور کلنې دورې په ترڅ کې (په کال کې ۴۸ هېوادونه) ترسره شي. پر دې بنسټ د ملګرو ملتونو غړي ۱۹۳ هېوادونه باید په عادي ډول له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال پورې دغه ډول و ارزول شي؛
  • د ارزونې اصول باید د نړیوال توب او برابر چلن له اصولو پیروي وکړي؛
  • د شورا ټول غړي هېوادونه هغه مهال چې د شورا غړیتوب لري ارزول کېږي او همدارنګه د شورا مخکښ هېوادونه باید له ټولو وړاندې و ارزول شي؛
  • د ارزونې لپاره ټاکل کېدونکي هېوادونه باید د عادلانه جغرافیايي تخصیص اصولو ته درناوی ولري؛
  • په هره جفرافیايي ډله کې لومړنی ارزول کېدونکی هېواد او ارزونه کوونکی هېواد په تصادفي ډول ټاکل کېږي څو عادلانه جغرافیايي تخصیص ډاډمن شي. د نورو هېوادونو ارزونه د الفبا له مخې ترسره کېږي.

دویم پړاو: د بشري حقونو د شورا ۱۶/۲۱ پرېکړه لیک لاندې بدلونونه په ارزونه کې راوړل:

  • ارزونې باید د یوې څلور نیم کلنې دورې په ترڅ کې (په کال کې ۴۲ هېوادونه) ترسره شي. پر دې بنسټ د ملګرو ملتونو غړي ۱۹۳ هېوادونه باید په عادي ډول له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې و ارزول شي؛
  • د ارزونې اصول د لومړي پړاو په ډول دي؛
  • د هرې ارزونې لپاره ټاکل شوی مهال له دریو ساعتونو څخه درې نیمو ساعتونو ته زیاتوالی مومي؛
  • د ارزونې په دویم پړاو او له هغو وروسته پړاوونو کې باید د نورو مواردو په خوا کې د لارښوونو په ترسره کېدو تمرکز وشي.

ورته کړنلارې په نورو سازمانونو لکه د اټومي انرژۍ په نړیوال آژانس، اروپايي شورا، د پیسو په نړیوال صندوق، د امریکايي هېوادونو په سازمان او د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان کې هم کارول کېږي.

مشورتي کمېټه

د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب فرعي کمیسیون د بشري حقونو د شورا اصلي برخه جوړه کړه. دغه فرعي کمیسیون د بشري حقونو په برخه کې د منتخبو ۲۶ کارپوهانو څخه جوړ و چې دنده یې د تبعیض لرونکو چارو اړوند څېړنې او د داسې وړاندیزونو وړاندې کول و څو ډاډ ترلاسه شي چې د نژادي، ملي، مذهبي او ژبنیو لږکیو حقونه د قانون پر مټ خوندي دي.

په ۲۰۰۶ زکال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوې رامنځته شوې شورا د فرعي کمیسیون مسئولیت پر غاړه واخیست. د دغه فرعي کمیسیون ماموریت د یوه کال لپاره (د ۲۰۰۷ زکال تر جون میاشتې) تمدید شو، خو وروستۍ غونډه یې د ۲۰۰۶ زکال په اګست میاشت کې وکړه. دغه کمیسیون په خپله وروستۍ غونډه کې وړاندیز وکړ چې د بشري حقونو شورا ته د مشورې ورکولو په موخه باید یوه مشورتي کمېټه رامنځته شي.

د ۲۰۰۷ زکال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه وکړه څو د مشورو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۸ غړو په لرلو یوه تخصصي مشورتي کمېټه رامنځته کړي او د هغو د غړو ترتیب یې په داسې توګه وړاندې کړ چې پنځه غړي له افریقايي هېوادونو؛ پنځه غړي له آسیایي هېوادونو، درې غړي د لاتین امریکا او کارابین له هېوادونو، درې له لویدیځو اروپايي او نورو هېوادونو او دوه نور له ختیځو اروپايي هېوادونو وټاکل شي.

سرچينې

Tags:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا جوړښتد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سرچينېد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هیوادد حضرت عمر فاروق رض عدالتعربي ژبهناټود قسطنطنیې ايالت ( فتحه)د واده شپههډوکید انځوریزې خبريالي تاریخهايډروجناموي خلافتميرويس هوتکلعل پاچا ازمون5 نومبرافغانستان ته د اسلام راتگمنرالزوکړهارواپوهنهسرطانپير بابافدرالي قبايلي سيمېمصنوعي ځيرکتیاغرمیلانکابل بانکعنايت الله عنايتتلاسېمیاسويسملاريابوټپوهنهامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )پاکستاني طالبانلېزرد بکارت پردهسل سوالونهختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)اوهایوحیاتي کیمیارونډاپاړسي ژبهسوريد بدر غزاهندي هنرجرمنيبدخشان ولايتهيموګلوبينCaliforniumبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)زنکاکسيجنتلويزونمعلوماتکابل ولايتدويمه نړېواله جګړهعبدالله مقریښځهنغمهسترواک ژولیانحقوقمړینهروندي ژبهپرمخ (جنسي عمل)غازي محمد جان خان وردگگل پاچا الفتکرنهلومړنۍ نړېواله جگړهتاج بېګ ماڼۍتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟بانکد خاورې ککړتياپښتو نومځري او د هغو کارونهد اوبو آس🡆 More