د هند-چین په شمالي او مرکزي لوړو کې د عصري انسانانو د شتون د شواهد و تاریخ، چې د عصري لائوسي ولس-دولت سیمې دي، لومړۍ ډبریزې دورې ته رسېږي.
دا لومړني انساني کډوال آسټرالیایي-میلانیزي دي — چې د هوابینیان کلتور سره تړاو لري — او تر نن ورځې پورې د لائوس او ټولې سوېل ختیځې آسیا په لوړو او داخلي او د لږ لاسرسي وړ سیمو کې مېشت شوي دي. ورپسې د آسترو-آسیايي او آستري-نزیایي سمندري کډوالو څپو د لائوس وچه یوازې لږ څه اغېزمنه کړه او مستقیم چینایي او هندي کلتوري اړیکو په دې هېواد باندې ژورې اغېز درلود.
د لائوس اوسني ولسي هېواد په ۱۹۵۳ کال کې د فرانسې له استعماري سترواکۍ څخه د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. لائوس د دیارلسمې پېرۍ د لان ژانګ د لائو سلطنت راهیسي په نیمګړې شکل شتون لري. لان ژانګ له ۱۳۵۷ کال څخه تر ۱۷۰۷ کال پورې د یو متحد سلطنت په بڼه شتون درلود او د ۱۷۰۷ کال څخه تر ۱۷۷۹ کال پورې په دریو سیالو سلطنتونو، کله لوانګ پرابنګ، ویینتیان او چمپاساک ووېشل شو. له ۱۷۷۹ کال څخه تر ۱۸۹۳ کال پورې د سیام (تایلنډ) مطلقه حاکمیت تر واک لاندې راغی او په ۱۸۹۳ کال کې د فرانسوي تحت الحمایه لائوس تر واک لاندې بېر ته متحد شوی. د لائوس د اوسني دولت پولې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د فرانسې د استعماري حکومت له لوري وټاکل شوې.
په لائوس کې د لرغونو اثارو سپېړنه د سختې او لرې توپوګرافي، د شلمې پېړۍ د شخړو چې په ټول هېواد کې دوه میلیونه ټنه ناچاوده توکي پر ځای پریښې، تاریخ ته د سیمه ایز کمونیستي حکومت د حساسیتونو، د کلیوالو چارواکو او کلیوالي بېوزلۍ له امله له محدودیتونو سره مخ شوې ده. د لائوس د لرغون پېژندنې لومړنۍ سپړنې د فرانسوي پلټونکو له لورې پیل شوې چې د لرې ختیځ فرانسوي مرکز تر څارنې لاندې وې. خو د لائوس د کورنۍ جګړې له امله، د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې په لائوس کې دا یوازې د لرغون پېژندنې جدي هڅې ګڼل کېږي. له ۲۰۰۵ کال راهیسې، د دې ډول هڅو یوه د The Middle Mekong Archaeological Project (MMAP) (د منځني میکونګ د لرغون پېژندنې پروژه) ده چې په شمالي لائوس کې د لوانګ پرابنګ په شاوخوا کې د میکونګ سیند او د هغې د څنډو په اوږدو کې یې زیات سایټونه کیندلي او سروې یې کړي، چې موخه یې د میکونګ سیند د درې او د هغې په څنډو کې د انسانانو د لومړنیو استوګنځایونو څېړنه ده.
له اناتوميک اړخه، سوېل ختیځې آسیا ته د عصري انسانانو ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې ډله ییزې-ښکاري کډوالۍ د سیمې د فوسیلي ریکارډ پر بنسټ تایید شوې دي. تر یوې ټاکلې کچې، لکه څنګه چې د تام پا لینګ په غار کې د ۲۰۰۹ کال کشف فوسیل وړاندیز کوي، دا کډوال ښایي د هومو ایرکتس د لرغوني نفوس له غړو سره یوځای شوي او بیا د نسل تولید کړی وي. دا فوسیل چې د ۴۶۰۰۰ کلونو څخه تر ۶۳۰۰۰ کلونو تاریخ لري، په سیمه کې تر ټولو زوړ موندل شوی فوسیل دی چې د عصري انسان مورفولوژیکي ځانګړتیاوې لري. همدارنګه، وروستنۍ څېړنې د لومړنیو انسانانو، چې په پرله پسې څپو کې د ساحلونو په اوږدو له لوېدیځ نه ختیځ ته خوځېدلي دي، د کډوالی د ځانګړتیاوو په اړه د لا کره پوهې ملاتړ کوي، خو د پخوانۍ تیوري په پرتله نور داخلي او شمال لور ته د سیندونو د درو معلومات هم کارولي دي.
یو پخوانی دود په هوابینیایي سایټ کې د تشخیص وړ دی، دا نوم د ډبریزو وسایلو او سنګفرش لایو د اثارو د دود تسلسل ته ورکړل شوی چې نږدې ۱۰۰۰۰ کاله له اوسه مخکې په غارونو او ډبریزو جونګړو کې څرګندېږي چې لومړی یې د ویتنام په هوا بین کې او وروسته په لائوس کې په تشرېح شوی دی.
د لائوس تر ټولو لومړني اوسیدونکي - آسټرالو - میلانیزي - د آسټرو آسیایی ژبې د کورنۍ غړو له لوري تعقیب شوي. دې لومړنیو ټولنو د لائوس په لوړو کې توکمونو د پلرونو د جین په تولګه کې برخه اخیستې چې په ټولیز ډول د "لاو تیونګ" په نوم یادېږي، چې ترټولو لوی توکمونه یې د شمالي لائوس خامو او په سوېل کې براو او کاتانګ دي.
ورپسې د نوې ډبریزې دورې د کډوالۍ څپې متحرکې، خورا پیچلې او تر ژوره بحث لاندې انګېرل کیږي. څېړونکي د ډلو د پېژندنې او ډلبندي لپاره ژبني اصطلاحات او استدلال کاروي.
د وریجو او ارزن (ږدن) د کرنې تخنیکونه ۲۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه، د سوېلي چین کې د یانګزي سیند له درې څخه دې سیمې راوړل شوي دي. ښکار او راټولول، په ځانګړې توګه په ځنګلونو او لوړو غرنیو سیمو کې، د خوړو د چمتوالي یو مهم اړخ پاتې شوی دی. په سوېل ختیځه آسیا کې د مسو او برونزو لومړنی پیژندل شوی تولید ۲۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه د اوسني شمال ختیځ تایلنډ او د شمالي ویتنام د فونګ نګوین (Phung Nguyen) د تمدن تر منځ د بان چیانګ په سایټ کې تایید شوی.
له میلاد نه مخکې له ۸ پېړۍ څخه د ۲ پېړۍ تر پای پورې د ژینګ خوانګ په جلګه کې، د میګالیتیک سایټ شاوخوا شاوخوا چې د مرتبان هواره نومېږي، یوه کورنۍ سوداګریزې ټولنې ظهور وکړ. دا هواره چې په ۱۹۹۲ کال کې د یونیسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې راغله، له ۱۹۹۸ کال راهیسې تر اوسه د ناچاودو توکو څخه د پاکېد په حال کې ده. دا مرتبانونه د ډبرو لوښي یا د تابوتونه دي، چې د اوسپنې تر دورې (۵۰۰ کال مخکې له میلاد نه څخه تر ۸۰۰ میلادي کال) پورې تاریخ لري او د انسانانو د پاتې شونو شواهد، د خښولو وسایل او خاورین لوښي پکې موجود دي. ځینې سایټونه له ۲۵۰ څخه زیات ځانګړي متربانونه لري. تر ټولو لوړ مرتبانونه له ۳ متره (۹.۸ فوټه) څخه لوړو دي. د هغه دود په اړه چې دا مرتبانونه یې جوړ کړي او کارولي دي، لږ معلومات ترلاسه شوي دي. مرتبانونه او په سیمه کې د اوسپنې د ډبرو شتون دا ښیي چې د دې سایټ وګړو په ځمکنۍ ګټوره سوداګرۍ کې بوخت وو.
په هند-چین کې لومړنۍ را څرګند شوی بومي سلطنت د چین په تاریخ کې د فونان سلطنت په نوم یادېږي او له لومړۍ پېړۍ څخه یې د اوسنۍ کمبوډیا یوه برخه او د سوېلي ویتنام او سوېلي تایلنډ ساحلونه تر پوښښ لاندې درلودل. فونان د هندی دود د خپرېدو یو سلطنت و، چې د هندي بنسټونو اساسي ځانګړتیاوو، دین، دولتوالۍ، ادارې، دود، لوست او معمارۍ په کې ګډون درلود او د هند سمندر په ګټوره سوداګرۍ کې ښکېل و.
په دوهمه پېړۍ کې، د آسترونیزیایي کډوالو د اوسني مرکزي ویتنام په اوږدو کې د چمپا په نوم یو د هندي دود سلطنت تاسیس کړ. چام وګړي د لائوس اوسني چمپاسک ته نږدې لومړني استوګن ځایونه جوړ کړل. په شپږمه پېړۍ کې فونان د چمپاسک سیمه پراخ او متحده کړه. په دې وخت د چنلا حکومت د هغې ځایناستی شو. چنلا د اوسني لائوس لویې سیمې چې په لائوسي خاوره کې د لومړنیو سلطنتونو خاورې وې، ونیولې.
د پخواني چنلا پلازمینه شریستاپورا وه چې چمپاسک او د یونیسکو نړیوال میراث د واټ فو سایټ ته نږدې پرته وه. واټ فو په سوېلي لائوس کې د معبدونو یوه پراخه ټولګه ده چې طبیعي چاپېریال یې د نګار شوو ډبرو له جوړښتونو سره یوځای کړی، چې تر ۹۰۰ پېړۍ پورې د چنلا وګړو له لوري ساتل شوي او مزین شوي دي، او وروسته په ۱۰ پېړۍ کې د خمر سلطنت له لوري بیا کشف او سینګار شو.
په اتمه پېړۍ کې چنلا په دوه برخو ووېشل شو چې یو یې "ځمکنی چنلا" و چې په لائوس کې یې موقعیت درلود او بل یې "سمندري چنلا" و چې د کمبوډیا سمبوور پري کوک ته نږدې د مهندراورمن په لاس تاسیس شو. ځمکنی چنلا د چینایانو له لوري د "پو لو" یا "وین ډان" په نوم یادېده او په ۷۱۷ کال کې یې د تانګ سلطنت دربار ته د سوداګرۍ پلاوی ولېږ. سمندري چنلا د چمپا، په جاوا کې میشته د اندونیزیا د میډنګ د سمندري سلطنتونو او په پای کې د سمندري غلو له خوا تر پرله پسې بریدونو راغله. له بې ثباتۍ څخه خمر سلطنت راڅرګند شو.
د دوهم پاچا جایاورمان تر واکمنۍ لاندې د خمر سترواکۍ په ۹مه پېړۍ کې را څرګنده شوه.
په هغه سیمه کې چې اوسنی شمالي او مرکزي لائوس او شمال ختیځ تایلنډ دي، مون وګړو د ۸ پېړۍ په اوږدو کې د چنلا سلطنتونو له قلمرو بهر خپل سلطنتونه را منځ ته کړل. مون وګړو په شپږمه پېړۍ کې د چاو فرایا سیند په دره کې یوځای شول او د دراواتي سلطنتونه یې تاسیس کړل. په شمال کې، هریپونجایا (لامفون) د دراواتي پروړاندې د سیال ځواک په توګه راڅرګند شو. په اتمه پېړۍ کې مون وګړو د شمال په لور زور وکړ ترڅو ښاري دولتونه تاسیس کړي چې د "موانګ" په نوم یادېدل. دا دولتونه په فا دایت (شمال ختیځ تایلنډ)، د لائویس اوسني تاکیک ته نږدې په سری ګوتاپورا (سیخوتابونګ)، موانګ سوا (لوانګ پرابنګ)، او چانتابوري (وینتیان) کې وو. په اتمه پېړۍ کې، سری ګوتاپورا (سیکوتابونګ) د دې لومړیو ښاري دولتونو تر ټولو ځواکمن و او د منځنۍ میکونګ سیمې په اوږدو کې یې سوداګري تر کنټرول لاندې درلوده. له سیاسي پلوه دې ښار دولتونو سستې اړیکې درلودې، خو له کلتوري اړخه یې ورتوالی زیات و او په ټوله سیمه کې د سریلانکایې مذهبي تلبغیانو له خوا یې د تیریوادا بوداییزم معرفي کړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د لائوس تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.