د آيفون عامل سيستم

د آيفون عامل سيستم ( پخوانی د ايفون عملياتي سیستیم) د موبايل يو عملياتي سيستيم دی چې په ځانګړي ډول د هارډوير لپاره د اپل انک کمپنۍ له خوا رامنځ ته شوی دی.

دا هغه عملیاتي سیسټم دی چې د آی فون او آی پاډ ټچ په ګډون د شرکت د موبايل ډېرو وسیلو ته ځواک ورکوي. په دی دوره کی د اي پډس نمونې هم شاملې وی، تر هغه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې ايپډوس معرفي شو. دا د انډرايد عملياتي سيستم څخه وروسته، د نړۍ دویم ترټولو پراخ نصب شوی د موبايل عملیاتي سیسټم دی. دا د درې نورو عملیاتي سیسټمونو بنسټ دی چې د ايپل کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی: ايپډوس، تيوي اوس او واچ ایس دي. دا خصوصي سافټویر دی، په داسې حال کې چې  ځینې برخې یې د ایپل عامه سرچینې جواز او د نورو جوازونو لاندې آزادې سرچینې دي.

د آيفون د عامل سيستم د آیفون د لومړي نسل لپاره په ۲۰۰۷ ز کال کې پرانستل شو. د آيفون عامل سيستم ته د ايپل د نورو وسيلو د ملاتړ لپاره، لکه ايپد تج (چې د ۲۰۰۷ز کال  په سپتمبر کې معرفي شو) او د ايپډ (چې ۲۰۱۰ ز کال په جنوري کې معرفي او په ۲۰۱۰ ز کال په اپريل کې لاسرسي ته وړاندې شو) پرمختګ ورکړ شو. د ۲۰۱۸ ز کال مارچ پورې ايپل اپليکشن ستور، له ۲.۱ څخه ډېر د آيفون د عامل سيستم اپليکشنونه لرل، چې ۱ ميليون يې د آيفون عامل سيستم  لپاره اصلي دي. دا د موبايل اپليکيشنونه په ټولنيز ډول له ۱۳۰ ميليارد څخه ډير ځله ډاونلوډ شوي دي.  

د آيفون عامل سيستم لویې نمونې هر کال خپريږي چې د ۱۵ آيفون عامل سيستم اوسنۍ با ثباته نمونه، د ۲۰۲۱ ز کال په سپتمبر کې خلکو ته خپره شوه.

هارډوير

د آيفون عامل سيستم لپاره د‌ اصلي هارډویر برنامه د‌ اي ار ام جوړښت دی (د اي ار ام ۷، اي ار ام  ۸-ای، اي ار ام ۸.۲-ای، اي ار ام۸.۳-ای). د ۷ آيفون له عامل سيستم څخه دمخه د آيفون د عامل سيستم خپرول یوازې د ۳۲-بايت اي ار ام پروسیسرونو سره د آيفون د عامل سيستم وسیلو کې پرمخ وړل کیدی شي. (ای ار ام ۶ او ای ار ام ۷-ای جوړښتونه) په ۲۰۱۳ ز کال کې، ۷ اي ار ام د بشپړ ۶۴- بايت په ملاتړ سره خپور شو(چې په کې اصلي ۶۴-بايت کرنل، کتابتونونه، ډرایورونه او همدارنګه ټول جوړ شوي اپليکشنونه شامل دي)، وروسته له دې د ایپل کمپنۍ اعلان وکړ چې دوی د ۷ ايپل چپ معرفي کولو سره پروسيسرونه له ۶۴-بايت اي ار ام ۸-ای ای ار ام ته بدلوي. په آپ ستور کې د ټولو اپليکشنونو لپاره د ۶۴-بايت ملاتړ هم پلي شوی و. ټول نوي اپليکشنونه د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري کې آپ ستور ته سپارل شوي دي او ټول اپليکشنونه له تازه معلوماتو سره د ۲۰۱۵ ز کال د جون په اولې نيټې سره اپ ستور ته سپارل شوي دي. د ۱۱ آيفون د عامل سيستم له ټولو آيفون د عامل سيستم وسیلو څخه د ۳۲-بايت ای ار ام پروسیسرونو او ۳۲-بايت اپليکشنونو سره ملاتړ کوي ، چې یوازې د‌ آيفون عامل سيستم ۶۴-بايت جوړوي.

منل او قبلول(پذیرش)

د بازار ونډه

وروسته له انډرايد څخه په نړۍ کې دویم مشهورسیستم د موبايل د عامل سيستم دی. په وروستيو کلونو کې د ايپدس پلورهم د انډرايد له پلور څخه وروسته پاتی دی. په داسې حال کې چې د ويب کارولو ( يو نماينده د ټولو کارولو لپاره) او ايپدس (چې د آيفون د عامل سيستم کاروي) لا هم مشهور دی.

د ۲۰۱۲ ز کال په منځ کې ۴۱۰ ميليونه وسايل فعال شوي دي. د ډبليو ډبليو ډي سي ۲۰۱۴ ز کال کې  تيم کوک وويل چې:  د ۲۰۱۴ ز کال تر جون پورې ۸۰۰ ميليونه وسايل پلورل شوي دي.

د ۲۰۱۵ ز کال په جنوري کې د ایپل د درې میاشتنۍ عاید کال په جریان کې، شرکت يې اعلان  وکړ چې له ۲۰۰۷ ز کال راهيسې، د دوی د آيفون د عامل سيستم يو بيليون څخه ډېرې وسيلې پلورل شوي دي.

د ۲۰۱۱ ز کال په وروستيو کې آيفون د عامل سيستم د هوشمندو موبايلونو او ټابليټونو په برخه کې بازار کې ۶۰٪ ونډه درلوده.

د ۲۰۱۴ ز کال په پای کې يو په دوه بازار کې آيفون، د عامل سيستم په هوشمند موبايل کې ۱۴.۸٪ ونډه درلوده او په ټابليټ کې يې ۲۷.۶٪ ونډه درلوده. د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري کې د دولتي حساب راپور له مخې: په ټوله نړۍ کې آيفون د عامل سيستم په هوشمندو موبايلونو کې ۲۳.۱۸٪ او په ټابليټونو کې ۶۶.۲۵٪ کارول کيږي چې د پلور پر ځای د انترنت د کارولو له خوا شمېرل شوي دي.

د ۲۰۱۵ ز کال په درېیمه ربع کې، د ستراتیژۍ تحلیلونو څیړنې ښودلې ده چې د نړۍ په کچه د هوشمند موبايل بازار کې د آيفون د عامل سيستم د قبلولو په ۱۲.۱٪ کې ریکارډ ټیټ و، چې په چین او افریقا کې د کمزوري فعالیت له امله منسوب شوی دی.

انډرايد د بازار ۸۷.۵٪ ونډه لري، تر څنګ يي د وینډوز موبايل او بلیک بیري د بازار پاتې ونډه جوړوي.

د ډیجیټل حقونو مدیریت

د آيفون عامل سيستم خصوصي او تړلي خصوصيت په اړوند، په ځانګړي ډول د ډیجیټل حقونو مدافعینو، لکه: د بریښنایی فرنټیر ټولنه، د کمپیوټر انجینر او فعال بریوسټر کاهل، د انټرنیټ د قانون متخصص جانتن زیټرین او د وړیا سافټویر ټولنې چې ايپد يي سره له کمپاین په نښه کړ(د ډيزاين له خوا نيمګړتیا) نیوکې راپارولې دي چې د ايپد د ابتدايي پیښې په اړه یې اعتراض کړی او لري یې. سیالي کوونکي مایکروسافټ، د عامه اړیکو ویاند له لارې، په خپلې برنامې باندې د ایپل د کنټرول نیوکه وکړه.

د بحث وړ مسئله، د آيفون د عامل سيستم د ډیزاین له خوا لګول شوي محدودیتونه دي، د بیلګې په توګه: د ډیجیټل حقونو مدیریت د ایپل برنامې ته د پیرود شوي میډیا د بندولو په هدف ، پراختیایی ماډل (د آيفون د عامل سيستم لپاره رامینځته شوي اپليکشنونه توزیع کولو لپاره کلني ګډون ته اړتیا لري)، د اپليکشنونو لپاره د مرکزي تصویب پروسه او همدارنګه د ایپل عمومي کنټرول او په خپله برنامې بندول دي. په ځانګړې توګه د بحث وړ مسئله د ایپل وړتیا ده چې په خپله خوښه اپليکشنونه غیر فعال اوحذف کړي.

په تخنیکي ټولنه کې ځینو اندیښنه څرګنده کړې ده چې د بند شوی آيفون د عامل سيستم کمپیوټر ته د ایپل په چلند کې د مخ په زیاتیدونکي تمایل استازیتوب کوي، په ځانګړې توګه د ایپل له ماشینونو څخه د دې سيستم لری کول دي، چې شوقین کولی شي، د سافټویر نوښت د مخنیوي لپاره د دې ډول محدودیتونو احتمال سره اړیکه ونیسي او یادونه وکړي. جو هیویټ د ایپل له خوا د دې هارډویر کنټرول په وړاندې د "ویرېدونکي مثال" په توګه احتجاج وکړ، مګر د آيفون د عامل سيستم د اپليکشنونو د سینډ باکسینګ ستاینه یې وکړه.

سرچينې

Tags:

د آيفون عامل سيستم هارډويرد آيفون عامل سيستم منل او قبلول(پذیرش)د آيفون عامل سيستم د ډیجیټل حقونو مدیریتد آيفون عامل سيستم سرچينېد آيفون عامل سيستم

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کلا، ارغندابد چين د خلکو جمهوريت ولسمشرمړینهابن سينا بلخيبټي کوټ ولسوالۍد انګستان درېیم ویلیامغني خانچندړعبدالله بختانی خدمتگارحکومتد دوهم ګروپ عناصرد لمانځه وختونهسوريبست کلاد کمپیوټر ارزښتناټوختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)زنک (جست/کوټ)اموي خلافتد انځوریزې خبريالي تاریخپوهنهجنسي ناوړه ګټه اخيستنهامیر شیر علی خانککړتیالېزراضطرابچيليله مذهبي ټولنې څخه شړلابو حنيفه (امام اعظم)صدیق الله رښتیناقتصادي ستونزهجنتیکمالیهآی اېس او ۳۱۶۶-۱رېږدلهچاپیریالی روغتيا ساتنهد انګليستان د بېوزلۍ قوانيند درود شريف ځانګړتیا او ګټيلېږد ۴۵اجارهاسلامي دولت – خراسان ولایتجو بایډند بکارت پردهپښتو ټولنهخوشال خان خټکانډرايد (د عامل سيستم)تکبرغنمښوونځیکټرينا کیفزکاتد بشري منابعو مديريتهيموګلوبينجنرال عبدالرازقسوېل ختيځه اسيانسيم حجازيامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )محمد عثمان نژندهايډروجنهايتياردو ژبهاسحاق ننگيالبانکوالی په افغانستان کېکيمياوي تعاملونهدوچکالۍ په وړاندې تدابیرعامه افکار څه ته وايي؟عبدالحميد محتاطسردار محمد يوسف خانمحمد (ص) په اسلام کېخټکجودی لین اوکیف🡆 More