کونټ ولاډ ډراکول چي په دریم ولاډ هم مشهوره دی په ۱۴۳۱زیږدیزکال کي درومانیا هیواد په ټرانسلوانیا کي پیداسوی دی اوپه ۱۴۷۶ز کال کي دعثماني ترکانوسره په یوه جګړه کي ووژل سو .
| ||||
---|---|---|---|---|
(رومانیائی: Vlad al III-lea Țepeș) | ||||
Voivode of Wallachia | ||||
دوره | ۱۴۴۸ زیږدیزکال | |||
فعاليت | له ۱۴۵۶ز څخه تر۱۴۶۳ ز پوري | |||
الفترة | December 1476 or January 1477 | |||
د شخص معلومات | ||||
پيدايښت | ۱۴۳۱ او ۳۰ نومبر ۱۴۳۱ | |||
مړینه | ۱۴۷۶ ز ډیسمبرمیاشت بخارست | |||
تابعیت | P27 | |||
مذهب | Roman Catholic prev. Eastern Orthodox | |||
مور | Eupraxia of Moldavia (?) | |||
کورنۍ | بساراب ډراکولا | |||
ځايناستی | Mihnea | |||
آخري معلومات | ||||
کاروونکي ژبه(ي) | رومانيايي ژبه | |||
لاسليک | ||||
سمول |
دولاډ ډراکول پلار چي دویم ولاډ ډراکول نومېدی په پنځلسمه میلادي پېړۍ کي دعثماني سلطنت سره په جګړه کي ښکیل سو اودوخت عثماني واکمن دویم مرادخان نوموړي عثماني سلطنت ته په جزیه ورکولو باندي اړ ایستی . عثماني واکمن دویم مرادخان له دویم ولاډ څخه وغوښتل چي خپل دوه زامن چي یوهمدغه ولاډ ډراکول اوبل راډول نومېدی په عثماني دربارکي دضمانت په توګه پریږدي اوعثماني خلافت هم ددوی پالنه څوکاله په غاړه واخیسته څوچي په اخرکي ولاډ مړسو اوپرځای یې ولاډ ډراکول د ویووده په نامه واک ته ورسېدی .
ولاډ پرخپل هیواد باندي څوځله واکمني وکړه خو ترټولو خونړۍ هغه یې له ۱۴۵۶زیږدیز څخه پیل اوتر۱۴۶۲ز پوري یې دوام وکړ . په دغه موده کي ولاډ دوالاچیا په هیوادکي بې خرته ظلمونه وکړه اودومره انسانان یې دخپل حکومت لپاره قرباني وګرځول چي خلک یې حیران کړه . دنوموړي ظلمونه په سیمه کي دعثماني ترکانو سربېره له عیسایانو سره هم په لویه پیمانه وه اوهغوی یې په ډېر وحشت سره له منځه وړل . عثماني ترکان چي کله دولاډ له ظلمونوڅخه خبرسول سمدستي یې خپل قومندانان ورپسې ولېږل خو ولاډ پرځای ددې چي له خپل عمل څخه توبه ګاره سي نوریې هم ظلمونوته لاس واچاوه اودهنګریې او رومي پاپ په مرسته یې ترکانوته ماته ورکړه . ترماتي وروسته ولاډ نژدې ۲۰۰۰۰ شل زره هغه ترکان له منځه یووړه کوم چي دده فوځ وژلي او وروسته یې دهغوی بدنونه په میخ باندي ورټک وهل . دوخت عثماني واکمن سلطان محمدفاتح دولاډ په دې وحشت سره ډېرسخت ودردېدی اوداځل یې خپله دفوځ مشرتوب په لاس کي واخیست ترڅو ولاډ له والاچیا هیوادڅخه ورک کړي . ولاډچي دسلطان فاتح په راتګ خبرسو شاتګ یې پیل کړ اوپه تیښته یې ځان ترهنګریې پوري ورساوه .
ترتیښتي څوکاله وروسته ولاډ ډارکول بیرته له هنګریې څخه راغلی خوداځل یې دژوند اخره سول اوپه ۱۴۷۴ز کال کي دترکانوسره په مخامخ جګړه کي ووژل سو .
د ولاډ دظمونو په اړه بېلابېل تاریخونه وايي چي نوموړي دخپلي زمانې ډېرسخت وحشي اوپه زړه بې رحمه انسان وو، ویل کیږي چي نوموړي یوازي په اووه کاله کي شاوخوا سل زره کسان ووژل . په بدنونوکي میخونه ټک وهل، ژوندي انسانان اورته اچول، کوچنیان دخپلو میندوپه وړاندي وژل اوځیني نورهغه ظلمونه وه چي ولاډ ډېرپه ویاړسره ترسره کول . ویل کیږي چي یوځل نوموړي دڅو ښځو څخه تیان پرې کړه اوبیایې دهغوی له کوچنیانوڅخه سرونه هم پرې کړه . تردغه عمل وروسته یې ښځوته امر وکړچي دتیانو پرځای دخپلو زامنو سرونه پربدن باندي مېخ کړي، دادنوموړي یوازينئ ظلم وو چي دبیلګي په توګه دلته ذکرسو .
دنړۍ تاریخي سل شیطانان ۴۴ او۴۵مخونه
تاریخ امپراطوري عثمانی /لیکوال/ هامر
This article uses material from the Wikipedia پښتو article دریم ولاډ (ډراکول), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.