جېمز کوک FRS ( زوکړه د ۱۷۲۸م کال د نومبر ۷مه – مړینه د ۱۷۷۹م کال د فبرورۍ ۱۴مه) د بریټانیا په شاهي سمندري ځواک کې یو بریټانوی کاشف، سمندري افسر، نقشه جوړونکی او کاپیټان وو چې د ۱۷۶۸م او ۱۷۷۹ کلونو ترمنځ په آرام سمندر په ځانګړې توګه نیوزیلنډ او آسټرالیا ته د خپلو درې سفرونو له امله نامتو وو.
هغه آرام سمندر ته له درې سفرونو څخه مخکې، له نیوفونډلنډ څخه دقیقې نقشې جوړې کړې، چې د هغه په لړ کې د آسټرالیا ختیځې ساحلي کرښې او د هاوایي ټاپوګانو سره لومړنۍ اروپایي اړیکه او د نیوزیلنډ له شاوخوا څخه لومړنۍ ګرځېدنه ثبت شوه.
جېمز کوک | |
---|---|
(انګلیسي: James Cook) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ اکتوبر ۱۷۲۸ |
مړینه | 14 فبروري 1779 (51 کاله) |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي فرانسوي |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
کوک په نوې ځواني کې د بریټانیا سوداګریز سمندري ځواک سره یوځای شو او په ۱۷۵۵م کال کې شاهي سمندري ځواک سره یوځای شو. هغه په اوه کلنه جګړه کې د ځینو کړنو شاهد وو او ورپسې یې د کوبک محاصرې په اوږدو کې سنټ لارنس سیند ته د ننوتلو ډېری لارې وڅېړلې او نقشه یې ترې واخیسته، چې د شاهي او سمندري چارواکو پام یې ځان ته راواړوه. دا ستاینه په مهمه شېبه کې د بریټانیا بهرنۍ سپړنې لارښوونې لپاره لاس ته راغله او په ۱۷۸۸م کال کې د HMS endeavor قومندان په توګه آرام سمندر ته له درې سفرونو څخه د هغه د لومړي سفر لامل شو.
په دې سفرونو کې، کوک په زرګونو مایله په عمده ډول د نړۍ په ناپېژندل شویو سیمو کې مخته لاړ. هغه په آرام سمندر کې له نیوزیلنډ څخه تر هاوایي پورې سیمې له لا ډېرو جزیاتو سره په هغه مقیاس کې رسم کړې چې پخوا د لوېدیځو کاشفانو لخوا نه وې ترسیم شوې. هغه د لومړي ځل لپاره د ځانګړتیاوو څېړنې او نومونې باندې پیل وکړ او د اروپا پر نقشې یې ساحلي کرښې او ټاپوګانې ثبت کړې. هغه د سمندري افسر، لوړو څېړنیزو او نقشه جوړولو مهارتونو، فزیکي زړورتیا او په ناوړه حالت کې د سړیو د رهبرۍ وړتیا یو ترکیب له ځانه وښوده.
کوک په ۱۷۷۹م کال کې آرام سمندر ته د خپل دریم څېړنیز سفر په لړ کې کله چې غوښتل یې د هاوایي ټاپو رئیس، کالاني اوپوو (Kalaniʻōpuʻu) برمته کړي، تر برید لاندې ونیول شو او ووژل شو، پس له هغه چې د هغه خدمې له یوې هدیرې څخه لرګی راواخیست او کله چې هغه غوښتل هغه کټر بېرته لاسته راوړي چې د هغه له یوې کښتۍ څخه اخیستل شوی وو. د «استعمار رامنځته کوونکي» په توګه او له ځایي خلکو سره د هغه د اړیکو په تړاو د تاوتریخوالي ترسره کولو کې د نظر اختلاف شتون لري. هغه د ساینسي او جغرافیوي علم داسې میراث پرځای پرېښود چې تر شلمې پېړۍ یې هم پر ځای ناستو اغېز پرېښود او په ټوله نړۍ کې ډېر یادګارونه هغه ته تقدیم شوي دي.
جېمز کوک د ۱۷۲۸م کال د نومبر په ۷مه (NS) د یورکشایر شمالي رایډینګ په مارټون کلي کې وزېږېد او د نومبر په ۱۴مه د سنټ کاټبرټ په ځایي کلیسا کې ورته د سپېڅلتیا یا تمعید غسل ورکړل شو، چېرته چې د کلیسا په لړلیک کې د هغه نوم لیدل کېږي. هغه د جېمز کوک (زوکړه ۱۶۹۳ – مړینه ۱۷۷۹)، په راکسبورګشېر کې له اډنام څخه په کرونده کې یو سکاټلنډی کارګر، او له ټورنای-آن-ټیس څخه د هغه ځایي مېرمنې ګریس پېس (زوکړه ۱۷۰۲ – مړینه ۱۷۶۵) له اتو ماشومانو څخه دوهم ماشوم وو. په ۱۷۳۶م کال کې، د هغه کورنۍ په ګرېټ آیټون کې د آیري هولم کروندې ته کډه وکړه، چېرته چې د هغه د پلار ګمارونکي، ټوماس اسکوټو، په ځایي ښوونځي کې د هغه د زدهکړې لګښت ورکړ. په ۱۷۴۱م کال کې، په ښوونځي کې له پنځو کلونو زدهکړو وروسته، هغه د خپل پلار لپاره چې د کروندې د مدیر په توګه ګومارل شوی وو، په کار پیل وکړ. سربېره پر دې چې هغه په رسمي توګه زدهکړې نه وې کړې، د خپل سفر په وخت کې هغه په ریاضیاتو، ستورپوهنې او نقشه جوړونه کې تکړه شو. د وزګاري وخت تېرولو لپاره، د روزبري ټاپنګ په نوم نږدې تپې ته به پورته کېده او د یوازېتوب له فرصت څخه به یې خوند اخیست. د کوک کلبه، د هغه د مور او پلار وروستنی کور، چې په لوړ ګومان ده هم لیدلی دی، اوس د آسټرالیا په ملبورن کې ده، چې له انګلسټان څخه لېږدول شوی او په ۱۹۳۴م کال کې خښته په خښته بیاځلې رغول شوی دی.
په ۱۷۴۵م کال کې، کله چې کوک ۱۶ کلن وو، د Staithes کب نیونې کلي ته یې ۲۰ مایله (۳۲ کیلومټره) ځای بدل کړ ترڅو د ویلیام سانډرسون، خوراکي توکو خرڅوونکي او دوکان دار، سره د شاګرد په توګه کار وکړي. تاریخ لیکونکي اټکل کوي چې په دې ځای کې کوک د لومړي ځل لپاره د دوکان له ویټرین څخه باندې منظرې ته ځیر شو، او د سمندر جذابیت یې احساس کړ.
له ۱۸ میاشتو وروسته، کوک په مغازه کې د کار لپاره مناسب نه وو، ویټبي ته نږدې بندري ښار ته یې سفر وکړ ترڅو د سانډرسون له ملګرو، جان او هنري واکر، سره معرفي شي. واکران چې کوېکران وو، د سکرو ډبرو په سوداګرۍ کې د لویې ځایي بېړۍ مالکان وو. د هغوی کور اوس د کاپیټان کوک یادګاري موزیم دی. کوک د سوداګریز سمندري ځواک شاګرد په توګه د هغوی په کوچنۍ بېړۍ کې وګومارل شو او د انګلیس سواحلو په دوام به یې د سکرو ډبرې لېږدولې. د هغه لومړنۍ دنده د فريلاو په بېړۍ کې وه، او هغه څو کلونه په همدې او ځینو نورو ساحلونو کې تېر کړل او د ټاین او لنډن ترمنځ یې سمندري سفرونه وکړل. د شاګردۍ یوې برخې په توګه، کوک خپل ځان د الجبر، هندسې، مثلثاتو، جهت یابۍ او ستورپوهنې زدهکړې ته اړ کړ – ټول هغه مهارتونه چې د خپلې بېړۍ قومندې لپاره هغه یوه ورځ ورته اړتیا پیدا کوله.
کوک چې خپله د شاګردۍ درې کلنه دوره یې پای ته ورسوله، په بالتیک سمندر کې یې د سوداګریزو بېړیو پر سر کار پیل کړ. په ۱۷۵۲م کال کې په خپلو آزموینو کې له بریا وروسته، هغه ډېر ژر د سوداګریز سمندري ځواک په درجو کې پرمختګ وکړ او له خپل پرمختګ سره یوځای یې په هماغه کال کې د کولیر بریګ ملګرتیا بېړۍ کې په یوځای کېدا پیل وکړ. په ۱۷۵۵م کال کې، د دې بېړۍ د قوماندانۍ له سپارښتنې څخه یوه میاشت وروسته په اوږدو کې، هغه د شاهي سمندري ځواک خدمت لپاره داوطلب شو، کله چې بریټانیا د اوه کلنې جګړې لپاره د بیا وسله وال کېدو په حال کې وه. سربېره پر دې چې اړ وو د سمندري سلسله مراتبو له کښته ځایه یې باید بیا پیل کړي وای، د کوک پام شو چې د هغه مسلک د سرتېري په خدمت کې په چټکۍ سره مخته ځي او د ۱۷۵۵م کال د جون په ۱۷مه په Wapping کې سمندري ځواک ته د ننه شو.
کوک په واپنګ کې د بېل سرائي ساتونکي او د هغه یو له لارښودانو، ساموېل باټز له لور، الیزابت باټز سره د ۱۷۶۲م کال د ډسمبر په ۲۱مه د بارکینګ په سنټ مارګارټ کلیسا کې واده وکړ. دې جوړې شپږ ماشومان لرل: جېمز (زوکړه ۱۷۶۳ – مړینه ۱۷۹۴)، ناټانیل (زوکړه ۱۷۶۴ – په ۱۷۸۰م کال کې د HMS Thunderer په کښتۍ کې له خپلو ټولو ملګرو سره د لوېدیځ هند په توپان کې ورک شو)، الیزابټ (زوکړه ۱۷۶۷ – مړینه ۱۷۷۱)، جوزف (زوکړه ۱۷۶۸ – مړینه ۱۷۶۸)، جورج (زوکړه ۱۷۷۲ – مړینه ۱۷۷۲) او هوګ (زوکړه ۱۷۷۶ – مړینه ۱۷۹۳، هغه چې کله د کمبریج د کریسټ کالج کې زدهکوونکی وو د مخملک تبې له امله ومړ). کله چې کوک په سمندر کې نه وو، د لندن په ختیځ پای کې یې ژوند کاوه. هغه د شاډول په سنټ پاول کلیسا کې ګډون وکړ، چېرته چې د هغه زوی جېمز ته د تعمید غسل ورکړل شو. کوک هیڅ مستقیم نسل نه لري – د هغه ټول اولادونه مخکې له دې چې خپله اولاد پیدا کړي له نړۍ تللي دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جېمز کوک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.