الاسکا

الاسکا د شمالي امريکا په شمال لويديځه وروستۍ څنډه کې پروت د لوېديځو متحده ايالاتو يو ايالت دی.

د متحده ايالاتو نيمه ګوښه سيمه ده چې ختيځ لور ته د برتانوي کولمبيا د کاناډايي ولايت او د يوکون سيمې سره پوله لري، دا سيمه همدا راز په لوېديځ کې د روسيې فدراسيون د «چوکوټاکا خپلواکې اوکرګ» سيمې سره سمندري پوله لري چې د «بيرنګ» تنګي سره مخامخ مقابل لورې ته ده. شمال لور ته يې د شمالي منجمد بحر «چکچي» او بيفورټ سمندرونه پراته دي، ارام بحر يې سويل او سول لويديځ ته موقعيت لري.

الاسکا د مساحت له پلوه تر اوسه د متحده ايالاتو تر ټولو ستر ايالت دی چې د نورو درې سترو ايالتونو (ټيکساس، کلفورنيا او مونټانا) درېواړو له شريک مساحت څخه زيات مساحت لري. دا په نړۍ کې د اوم تر ټولو ستر فرعي وېش معنا لري. الاسکا درېیم د کم نفوس لرونکی او تر ټولو کم خپور نفوس لرونکی ايالت دی، خو تر اوسه د دې لويې وچې تر ټولو زيات نفوس لرونکې سيمه ده چې ډېره برخه يې د شپېتم متوازي خط په شمال کې موقعيت لري، په ۲۰۲۰ز کال کې يې د وګړو شمېر ۷۳۶۰۸۱ و – د شمالي کاناډا او ګرين لینډ له شريک نفوس څخه څلور ځلې زيات. د الاسکا نږدې نيمايي اوسېدونکي د «انکوريج» په ښاري سیمه کې ژوند کوي. د دې ايالت مرکز «جوناو» په متحده ايالاتو کې د مساحت له اړخه دويم ستر ښار دی چې له رهوډ ايلينډ او ډيلاوير ايالتونو څخه يې مساحت زيات دی. د الاسکا پخوانی مرکز «سيټکا» په متحده ايالاتو کې د ځمکې له اړخه تر ټولو ستر ښار دی.

هغه سيمه چې اوس د الاسکا په نوم پېژندل کېږي د زرګونو کلونو لپاره د مختلفو اصلي اوسېدونکو  خلکو (ار اوسېدونکي) استوګنځای و؛ دا پراخه باور شته چې دې سيمې د «بيرينګ لینډ» پل له لارې شمالي امريکا ته د لومړيو استوګنو د ننوتلو د نقطې په توګه کار کړی. تر ټولو لومړی په اتلسمه پېړۍ کې روسي سترواکۍ دا سيمه په عملي ډول اشغال کړه او په دې ډول يې روسي امريکا جوړه کړه، کومه سيمه چې اوس د دې ايالت په ډېره برخه خپره ده. د دې لرې پرتې نيول شوې سيمې د ساتنې د لګښتونو او ورته د رسېدو په مخ کې پرتو ستونزو په ۱۸۶۷ز کال کې روسيه اړ کړه چې د اوه اعشاریه دوه ميلیونه امریکايي ډالرو (په ۲۰۲۱ز کال کې له ۱۴۰ ميليونه امريکايي ډالرو معادل)، يا شا اوخوا يو هکتار د دوه سينټو (هر کيلو متر مربع په څلور اعشاريه څلور اويا امريکايي ډالرو) په بدل کې په متحده ايالاتو وپلوري. د ۱۹۱۲ز کال د مۍ په يوولسمه نېټه د يوې منظمې سيمې له جوړېدو مخکې دا سيمه له ګڼو اداري بدلونونو څخه تېره شوه. د ۱۹۵۹ز کال د جنورۍ په درېيمه نېټه دا سيمه د متحده ايالاتو د ۴۹م ايالت په توګه ومنل شوه.

په داسې حال کې چې الاسکا په هېواد کې تر ټولو کوچنی ايالتي اقتصاد لري، د سړي سر عايد يې يو له لوړو عايداتو څخه دی، لامل يې د کب نيولو، طبيعي ګاز او تيلو پياوړی متنوع اقتصاد دی، دا ټول په دې ايالت کې په زیاته اندازه موجود دي. د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ مرکزونه او سياحت هم د اقتصاد يوه مهمه برخه ده؛ د دې ايالت له نيمايي څخه زياته برخه په فدرالي ملکيت کې دولتي ځمکه ده، په کومو کې چې یو شمېر ملي ځنګلونه، ملي پارکونه او د وحشي ژويو استوګنځايونه شامل دي.

د الاسکا د اصلي اوسېدونکو شمېر په متناسب ډول د متحده ايالاتو د بل هر ايالت په پرتله پنځلس سلنه زيات دی. په دې ايالت کې په نږدې دوه درجنه ژبو خبرې کېږي او د الاسکا آر اوسېدونکي په سيمه يیز او رياستي سياست کې د پام وړ اغېز لري.

آرپوهنه

الاسکا نوم (په روسي ژبه کې Аля́ска) د روسيې استعمال په پړاو کې هغه مهال مشهور شوی و، کله چې دا نوم د الاسکا ټاپووزمې لپاره کارېدو. دا د «الیوت» ژبې له « alaxsxaq» اصطلاح څخه اخيستل شوی دی چې معنا يې ده «اصلي ځمکه» او ټکي په ټکي معنا يې د ه «هغه شی چې د سمندر فعاليت د هغې پر لور وي». دا ايالت همدا راز د « Alyeska» په ډول هم پېژندل کېږي چې معنا يې ده «ستره ځمکه»، دا هم د اليوټ ژبې يو ټکی دی چې همدا جرړې لري.

تاريخ

له نېواک مخکې

دې سیمې ته د اروپايانو له راتګ مخکې، الاسکا د زرګونو کلونو لپاره بېلا بېلو اصلي اوسېدونکو نيولې وه. په دې سيمه کې د DNA او ژبې څېړنو داسې شواهد وړاندې کړي چې د «بيرنګ لينډ» پول له لارې شمالي امريکا اباده شوې ده. د الاسکا د «تانانا» په دره کې پر «اپوارډ سن ريور» سيمه، د شپږو اونیو عمر لرونکي ماشوم پاتې شوني موندل شوي دي. د ماشوم ډي اين ای وښودله چې هغه د يو داسې نفوس اړوند وه چې د «پلايسټوسين» په پای ته رسېدو سره په نوې نړۍ کې د شته نورو اصلي اوسېدونکو ډلو سره په جنياتي ډول جلا و. د الاسکا فيربينکس پوهنتون لرغونپوه «بين پوټر» په ۲۰۱۳ز کال کې په «اپورارډ سن ريور» سيمه کې پاتې شوني رالوڅ کړل او د دې نوې ډلې نوم يې لرغوني « Beringians» کېښود.

«ټيلينګيټ» خلکو د برتانوي کولمبيا او «يوکون» د ځينو برخو سره په شريکه ، په اوسنۍ سويل ختيځه الاسکا کې د شتمنۍ د وراثت او مورنۍ خپلولۍ په سيستم کې يوه ټولنه جوړه کړه. همدا راز په سويل ختيځ کې «هايډا» وو، څوک چې اوس مهال د بې ساري هنرونو له امله شهرت لري. «تسمشين» خلک په ۱۸۸۷ز کال کې له برتانوي کولمبيا څخه هغه مهال الاسکا ته راغلي وو، کله چې ولسمشر «ګروور کليولینډ» او وروسته د متحده ايالاتو کانګريس هغوی ته په «اينيټ» ټاپو د مېشتېدو اجازه ورکړه او د «ميټلاکاتلا» ښارګوټي بنسټ يې کېښود. دې درې ډوله ټولو خلکو او تر څنګ يې په ارام شمال لوېديځ ساحل کې نورو اصلي اوسېدونکو د اتلسمې پېړۍ له وروستيو څخه د نولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې د ننکیو خپرېدل تجربه کړل، کومې چې په ۱۸۳۰ او ۱۸۶۰ز لسيزو کې تر ټولو زياتې ويجاړونکې وباګانې وې، په پايله کې يې ډېر خلک مړه او ټولنيزې ستونزې پیدا شوې.

«اليوټي» ټاپوګان اوس هم د اليوټي خلکو د سمندري ماڼوګانو د ټولنې استوګنځايونه دي، که څه هم دوی لومړي اصلي الاسکايي اوسېدونکي وو چې روسانو ايستلي و. لويديځه او سويل لويديځه الاسکا د « Yup'ik» استوګنځای دی، په داسې حال کې چې د دوی تربوران « Alutiiq ~ Sugpiaq» په هغه سيمه کې ژوند کوي چې اوسمهال د سويل مرکزي الاسکا په نوم پېژندل کېږي. د شمالي داخلي سيمې « Gwich'in» اوسېدونکي «اتاباسکان» دي او اوسمهال په شمالي قطب ملي وحشي ژويو په خوندي ځای کې چې د ډېرې سيالۍ سيمه ده، په بنسټيز ډول په کارابيو (ګوزه) د اتکاء له امله شهرت لري. په شمالي پېچومي او «لټل ډيوميډ» ټاپو د انوپيټ خلک پراخه تسلط لري.

نېواک

ځينې څېړونکي باور لري چې په الاسکا کې لومړی مېشت ځای په اولسمه پېړۍ کې جوړ شوی و. د دې اټکل تر مخې، په ۱۶۴۸ز کال کې «سيميون ډيزنيوف» د ماموريت پر مهال ډېری کوچنۍ بېړۍ د توپان له امله د الاسکا ساحل ته راغلې او د دې کلي بنسټ يې کېښود. دا اټکل د «چکچي» جغرافيه پوه «نکولای ډورکن» په شاهدۍ ولاړ دی، چا چې په ۱۷۶۴-۱۷۶۵ کلونو کې له الاسکا څخه ليدنه کړې وه او د «کيورين» سيند په څنډه يې د پراته يو کلي په اړه خبر ورکړی و، چېرته چې ږېره لرونکي خلک اباد وو او انځورونو (مجسمو) ته يې عبادت کاوه. يو شمېر نوي څېړونکي «کيورين» د «کويوک» سيند سره تړلي بولي.

عموماً باور دا دی چې الاسکا ته لومړۍ رسېدلې اروپايي بېړۍ د « St. Gabriel» په نوم وه چې مديريت يې « surveyor M. S. Gvozdev» او مرستيال ماڼو « I. Fyodorov» له خوا تر سره کېدو او د ۱۷۳۲ز کال د اګست په يو ويشتمه نېټه الاسکا ته د سايبيريايي « Cossack A. F. Shestakov» او روسي لوڅاو « Dmitry Pavlutsky» د ماموریت پر مهال (۱۷۲۹-۱۷۳۵) رسېدلې وه. له الاسکا سره يوه بله اړیکه په ۱۷۴۱ز کال کې جوړه شوه، کله چې « Vitus Bering» له «سينټ پيټر» سپاره روسي سمندري ځواک لپاره د يو ماموريت مشري وکړه. کله چې د دې بېړۍ عمله د نړۍ د تر ټولو غوره پېژندل کېدونکې د سمندري «اوټر» (د اوبو يو پيشو ته ورته ژوی دی) د پوستکې له ټوټو سره روسيې ته ستانه شول، نو د څرمنې د سوداګرو کوچنیو ټولنو د سايبيريا له ساحلونو څخه «اليوشين» ټاپوګانو په لور سفر پيل کړ. د لومړي دايمي اروپايي کلي بنسټ په ۱۷۸۴ز کال کې کېښودل شو.

سرچينې

Tags:

الاسکا آرپوهنهالاسکا تاريخالاسکا سرچينېالاسکا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د کتاب نړيواله کره شمېرهمحمد موسى شفيقانزايمشاه شجاععامه افکار څه ته وايي؟د لویې بریتانیا لومړی جورجiz3asوختد واشنگټن څلیاندونيزياسره میاشتد عیسوی کال میاشتېعمر بن عبدالعزيزکاناډازړهګاري کاسپاروفعبدالحميد محتاطرونډاجمهوریت غوښتنهاختصاصي مجازي شبکهډاکتر کبير ستوریژونداسلاممتلونهبوديجهچغرزیانوشکا شيټيد جنازې لمونځSiliconعنايت الله عنايتد سوداګرۍ اتحادیهد هوا ککړتيابیجنګد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادپښتانهد دوهم ګروپ عناصرانرژي په بریتانیا کېد انګلستان دوم چارلزپاړسي ژبهرسمي ژبهیوهانس ورمیردریم جورجپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهويکيسفرشیريد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهشکرې ناروغيپرمخ (جنسي عمل)زده کړهکانډومموردري ژبهn9fhiامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )د نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهد اقليمي بدلون اغېزېتاج بېګ ماڼۍانګلیسيناټوسردار محمد يوسف خانروغتياویاناملګري ملتونهتلمودشراب د اسلام له نظرهتقواسود ( ربا )محمد (ص) په اسلام کېنړيوال غزېدلی جالد کمپيوټر امنيتله مذهبي ټولنې څخه شړلجنسي ناوړه ګټه اخيستنه🡆 More