افدرين (په انگرېزي: Ephedrine) د القلويد د موادو څخه يو درمل دی چې د افدرا له بوټي جوړېږي.
دغه توکه په طبابت کې کارېږي او په اوس وخت کې په آزمېښتون کې جوړېږي. افدرين د کرېستال سپين توکه ده چې خوند يې تريخ دی. افدرين د سېمپاټومېمېټيک درمل دی چی پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. افدرین هم د زکام د علاج لپاره کارېږی.
د افدرا نبات په پخوانیو زمانو کی په چین کی د علاج لپاره کارېده. دغه نبات په چین کی د 麻黄 په نوم یادېږی. د افدرا نبات یو نبات دی چی په آسیا، اروپا او امریکا کی شنه کېږی. دغه نبات عموما په وچ ډاگ کې شنه کېږی. په نړی کی تقریبا ۶۵ د افدرینو ډولونه دی. په اوس وخت کی افدرین په لابوراتاری کی جوړېږی.
د چېک په جمهوریت کی نشیان د افدرین څخه یو خطرناکه نشه یی توکه جوروی چه په نړی کی د پېرویټین په نوم یادېږی. دغه نشه یی توکه د پیچکاری په مرسته بدن ته داخلېږی. دغه نشه یی توکه هم دچېک د جمهوریت څخه اروپا ته قاچاقوی. پېرویټین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. نشیان د پېرویټین تر استعمالو وروسته هېڅ ستړیا نه احساسوی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article افدرين, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.