ازمېښتون يا ازمېښتځی (په انگرېزي: Laboratory) يو داسې ځای دی چې د ساينسي څېړنو، ازمېښتونو او موندنو لپاره د اسانتياوو او اړينو اوزارونو تر څنگ د ازمېښتونو او تجربو يو وړ او مهارونکی چاپېريال دی.
ازمېښتون هغه ځای ته هم وييل کېږي چې د تجربې او ازمېښتونو مناسب اوزارونه او نور لوازم هغه لوازم چې په ساينسي پروسو کې کارېږي شتون ولري. دا د ځينو پېژندل شوو ازمېښتونونو نومونه دي:
په ښوونځيو او پوهنتونونو کې هم ازمېښتونونه وي چې په دې ډول ازمېښتونونو کې د ساينسي څېړنو تر څنگ د زده کړو اړونده ازمېښتونه هم ترسره کېږي. همدا شان په فابريکو کې په دولتي او پوځي ځايونو کې او آن په تشيالي او سمندري بېړيو کې هم ازمېښتون شتون لري. په يوه ازمېښتون کې له يوه څېړونکي نه آن تر دېرشو څېړونکو پورې د څېړنو آسانتياوې وي خو دا بيا د ازمېښتون د لويوالي او د اسانتياوو او د ازمېښتونو د چاپېريال پورې اړه لري چې يو ازمېښتون د کومې موخې لپاره کارېږي او څومره ازمېښتونه په يوه ازمېښتون کې شونی وي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ازمېښتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.