ارجنټاین

ارجنټاين په سویلي امریکا کې پروت هیواد دی چې پلازمینه یې د بیونوس آیرس ښار دی.همدارنگه ارجنټاین همدارنگه د پراخوالي له لحاظه په سویلي امریکا کې دویم او نړۍ کې اتم هیواد دې.

ارجنټاین بيرغ ارجنټاین نښان
ارجنټاین
د ارجنټاین
نخشه
موقعيت
پلازمېنهبوینس آیرس
۳۴°۲۰′ سویل ۵۸°۳۰′ لویدیځ / 34.333°سويل 58.500°لويديځ / -34.333; -58.500
لوی ښار بوینس آیرس
حکومت د ارجنټاین فدرال دیمکراتیک جمهوریت
د وګړو شمېر
 -   estimate 39,538,000 (31st)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال US$ 537.2 billion [۱] (22nd)
 -  پر کس US$ 14,087 (52nd)
بشري پرمختيا (2003) 0.863 (high) (34th)
د وخت سيمه (UTC-3)
 -  اوړی (DST) ARST (UTC-3)
د انټرنټ مخکښ شپول .ar
پيل ګڼ 54
ارجنټاین
Salta

ارجنټاين، په رسمې توګه د ارجنټاين جمهوريت د جنوبې امريکا په منځنۍ برخه کې پروت هېواد ده. ارجنټاين ۲۷۸۰۴۰۰ کیلومتره مربع  او يا ۱۰۷۳۵۰۰ مربع مايل مساحت لري، چې د مساحت له مخي په نړۍ کې د هسپانوې ژبي تر ټولو ډېر ويونکي لري. له برازيل څخه وروسته په جنوبي امريکا کي دويم، په امريکا کي څلورم او په نړۍ کي اتم لوی هېواد دی. لویديځ لوري ته له چېلي سره په سویلي مخروط (Southern Cone) لويه برخه نښلوي، شمال ته یې بوليويا او پاراګوای، شمال ختیځ ته یې برازیل، ختیځ ته یې يوروګوای او سویلي اتلانتیک سمندر او جنوب ته د ډرېک له لارې (Drake Passage) سره ګډه پوله لري. ارجنټاين يو فدرالي حکومت دی چې په ۲۳ ولايتونو او يو خپلواک ښار، بونیوس ایروس، کوم چي د هېواد فدرالي پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، وېشل شوی ده. د فدرالي سیستم تر چتر لاندې هر ولایت او پلازمېنه خپل اساسې قانون لري. ارجنټاين د انټرکټيکا پر ځینو سیمو، فالکلنډ ټاپوګانو، سويلي جورجيا او سويلي سنډويچ ټاپوګانو د ملکیت دعوا لري.

په سوکالۍ کي د نږدې بې سارې زياتوالي له امله ارجنټاین د شلمي پېړۍ په پيل کي د نړۍ اووم تر ټولو بډايه هېواد وګرځید. په ۱۸۹۶ ز کال کې، د ارجنټاین د سړي سر ناخالص توليد (GDP per capita) د متحده ایالاتو څخه ډېر شو او لږ تر لږه ۱۹۲۰ ز کال څخه د مخه په دوام داره توګه په لسو غوره هېوادونو کي شامل و. اوس مهال په نړۍ کې په ۷۱ م کتار کې ولاړ ده. د  ۱۹۳۰ ز کال د لوی فشار څخه وروسته، ارجنټاین سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي زوال ته ور ټیله شوی و، چې له امله یې دا هېواد بیرته لږوده موندونکو هېوادونو ته ور وګرځېد، که څه هم د څو لسیزو لپاره د نړۍ په پنځلسو بډايو هېوادونو کې پاتې و. په ۱۹۷۴ ز کال کې د ولسمشر جان پیرون (Juan Perón)َ له مړينې وروسته، د هغه کونډه او مرستیاله، ايسابيل پیرون (Isabel Perón) مخکې له دې چې په ۱۹۷۶ ز کال کې له واکه ګوښه شي، ولسمشره شوه. له هغه وروسته پوځي جونتا (پوځې کودتاه)، چې د متحده ایالاتو له خوا يې ملاتړ کېده په دې چټله جګړه کې یې په زرګونو سیاسې منتقيدین، فعالين او کين اړخه تعقيب او ووژل، دا هغه دولتي ترهګري او مدني ناکرارۍ وي چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د ولسمشر په توګه د راول الفونسین تر ټاکل کېدو پورې یې دوام وموند.

ارجنټاین یو سیمه ییزه ځواک دی او په نړيوالو چارو کې یې د منځني ځواک په توګه خپل تاریخي حيثت ساتلی ده. ارجنټاین یو پرمختللی هېواد دی چې د بشري پراختیا په شاخص کې ۴۶ م مقام او په لاتینې امريکا کې له چيلي وروسته دويم لوړ ځای لري. دا په سويلي امريکا کي دویم لوی اقتصاد لري، او د G15 او G20 غړیتوب لري. ارجنټاین د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، مېرکوسور، د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو او ايبيرو امریکايي هېوادونو د سازمان بنسټ ايښودونکی غړی هم دی. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري له میاشتې راهيسې ارجنټاین د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان (OECD) ته يو نوماند هېواد دی.

ريښه پيژندنه

د سيمې تشریح د ارجنټاين د کلیمي په مټ په ۱۵۳۶ ز کال د جمهوري ونيز په نقشه کې موندل شوی. په انګليسې کې د «ارجنټاين» نوم هسپانوي ژبې څخه راځي، په هر صورت دا نوم په اصل کې هسپانوي نه بلکې ايټالوي ده. ارجنټینا په هسپانوې ژبه کې سپينو زرو ته ويل کيږي، د سپینو زر رنګ د سپینو زرو لپاره د لاتیني «ارجنټم» څخه اخيستل شوی. په ايټالوي کې صفت او يا خاص نوم اکثراً په خپلواکه اواصلي توګه استعمالېږي او ځای پر ځای کوي يي او ورته ارجنټینا ويل کیږي.

د ارجنټينا نوم شايد لومړی د وينيتېن (Venetian) او جينيوس (Genoese) ملاحانو له خوا ورکول شوی وي، لکه جيواني کابوټو(Giovanni Caboto). په هسپانوي او پرتګالي ژبو کې د سپين زر کلیمې په ترتيب سره پلاټا او پراټا دي او له سپین زرو څخه جوړ شوي پلاټیدو او پراټيدو دي. ارجنټينا په لومړي ځل د سپينو زرو غرونو افسانې سره تړاو درلود چې دا د اروپايي پلټونکو لا پلاټا بسين (La Plata Basin ) تر منځ ويل کيده.

په هسپانوي کي لومړی لیکل شوی نوم له لا ارجنټينا استفاده شوی، په ۱۶۰۲ ز کال مارتین دل بارکو سينتينرا يو شعر دا سیمه تشریح کوي. که څه هم ارجنټینا په ۱۸ مه پېړۍ کې لا په عام ډول استعمالیده، دا هېواد د هسپانوي سترواکۍ له خوا په رسمي ډول د «ويسیرویالټی ريو دی لا پلاتا "Viceroyalty of the Río de la Plata"» په نوم یادیده چې له خپلواکۍ وروسته بیا د ريو دی لا پلاتا متحده ایالتونه "United Provinces of the Río de la Plata"    په نوم ونومول شو.

د ۱۸۲۶ ز کال اساسي قانون کی د لومړي ځل لپاره د «ارجنټين جمهوريت» نوم په قانونې اسنادو کي شامل شو. د «ارجنټين کونفيدريشن» نوم هم په عام ډول کارول کېده او د ۱۸۵۳ ز کال اساسي قانون کې رسمي شو. په ۱۸۶۰ ز کال کې د جمهوري ریاست د يو فرمان له مخې د هېواد نوم د «ارجنټین جمهوریت» په نوم وټاکل شو او د هغه کال د اساسي قانون تعديل له ۱۸۱۰ ز کال راهيسې ټول نومونه په قانونې توګه د اعتبار وړ وبلل.

په انګليسي کې دا هېواد په دوديز ډول د «ارجنټین» په نامه يادېږي، په هسپانوي کې بیا په عادي توګه ورته «ارجنټېنا» استعمالېږي او يا شايد د بشپړ نوم «ارجنټين جمهوریت» د ناسم لنډیز پایله وي. ارجنټين د شلمې پيړۍ له نيمايي څخه تر وروستیو پورې له موډ نه ولوېد، خو اوس دا هېواد په ساده ډول د ارجنټینا په نامه ياديږي.

تاریخچه

په دغه سیمه کې د انسان د ژوند لومړنۍ نښې چې اوس د ارجنټاين په نوم پېژندل کيږي د پا ليولټيک دورې پوري اړه لري، چې ان د ميسوليتيک او نيوليتيک دورو ته هم رسېږي. د اروپا د استعمار تر دورې پورې، ارجنټاين د ډېرو مختلفو ټولنيزو سازمانونو او کلتورونو سره سره ډېر لږ نفوس درلود، چې په دريو اصلي ډلو وېشل کېدای شي: لومړۍ ډله د خټېنو لوښو له پراختيا پرته په عادي ډول د حيواناتو ښکار او خواړه راټولول، لکه: سېلکنم او ياغان چي په بې شمېره توګه په سویل کې اوسېدل. دويمه ډله پرمختللي ښکاريان او د خوړو راټولونکي دي، چې په هغو کې د مرکزي ختیځ پيولچې، کيورنډي او سيرانوس، په سویل کې ټیحولچ - چې دا ټول د مپوچ له خوا چې له چيلي څخه را خواره شوي وو، ونیول شول- او په شمال کي کوم او ويچي. وروستۍ ډله بزګران دي چې خټين لوښي لري، لکه: په شمال ختيځ کي چاررا، مينوني او ګوراني چې د خپل ژوندانه لپاره به یې ځنګلونه وهل او سوځول، په شمال لويديځ کې د ډیاګويتا پرمختللي سوداګريز کلتور، چي د 1480 ز کال په شاوخوا کې د انکا امپراطورۍ له خواه فتح شو، د هېواد په مرکز کي د ټوکونوټ، هېنیه او کمېېر او حورپ په مرکزي لويديځ کي کلتور و، چې د لاما غواګانې يې روزلي او د انکا اوسېدونکو تر تاثير لاندې و.

ایداري وېش

اقتصاد

تاریخ

جغرافیه

سرچينې

Tags:

ارجنټاین ريښه پيژندنهارجنټاین تاریخچهارجنټاین ایداري وېشارجنټاین اقتصادارجنټاین تاریخارجنټاین جغرافیهارجنټاین سرچينېارجنټاینسویلي امریکاهیواد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پورنوګرافيقرآن کریمټولنيزه ارواپوهنهکراچۍد سره صليب نړيواله ټولنهد افغانستان ولسوالۍد ناټو پراخونهد ملګرو ملتونو امنيت شورااودس په اسلام او ساينس کېماشومانو حقونهاختصاصي مجازي شبکهتی (سینه)بلنلیکډيسپروسيومنیل سیندد متحده ایالاتو فدرالي حکومتنومځری (زمیر)خپلواک مورفيمونهد تاریخ څخه پخوا دوراند افغانستان وزارتونهسپېرکۍد ویکیپېډیا لړليکاروپاپيشونیویورکمحمد نجيب اللهپښتو نومځري او د هغو کارونهانټرنېټد مخابراتو وزارت (افغانستان)د افغانستان شاهي واکمنيچرسد خلق ډموکراتيک ګوندعمومی معلوماتاوبهد ښځو د ودې لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوقحسن صباحپښتو متلونهويزهوينه لږیټولنهعراقجاپانحامد کرزی نړيوال هوايي ډگرملا اختر محمد منصورکرکټسولگریز جالسردار محمد داود خانشهرستان ولسوالۍفقہ حنفی اور جمہوریتطبي څېړنهفنلنډي ژبهمسلکغزنيامير امان الله خانکجکي برېښناکوټمینیوپزبین النهرینساپوهنهیوزنېټ22 اپرېلاتموسفیرنجيبه فيضAmherst پوهنتونمسواکد تهجد لمونځچاپیریالی روغتيا ساتنهبېکينيکاناډا🡆 More