اتو هان

اتو هان (زوکړه: د ۱۸۷۹ زکال د مارچ ۸مه – مړینه: د ۱۹۶۸ زکال د جولای ۲۸مه) د راډیواکټویټي او شعاعي کیمیا (راډیوکیمیا) په برخو کې مخکښ جرمنی کیمیا پوه و.

نوموړی د هستوی کیمیا او هستوي چاودنې پلار ګڼل کېږي. هان او لیزمایټنر د راډیوم، توریم، پروتاکتینیم او یوارنیمو راډیواکټیو ایزوتوپونه کشف کړل. نوموړي همدارنګه د هستوي ارتداد او هستوي ایزومرېزم ښکارندې کشف کړې او د راډیوم – سټرونسیوم د لرغونتیا موندنې په برخه کې له مخکښانو څخه وګرځېد. په ۱۹۳۸ زکال کې هان له لیزمایټنر او فریتز سټراسمن سره یوځای هستوي چاودنه کشف کړه چې له امله یې هان په ۱۹۴۴ زکال کې د کیمیا برخې ته اړونده د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د هستوي چاودنې کشف د هستوي ریکټورونو او هستوي وسلو بنسټ رامنځته کړ.

هان د ماربورګ له پوهنتون څخه فارغ او په ۱۹۰۱ زکال کې یې د همدغه پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ، هان د لندن په یونیورسټي کالج کې د ښاغلي ویلیام رامزی او د مونټرال په مک ګېل پوهنتون کې د ارنست رادرفورد تر نظر لاندې څېړنې وکړې، چېرې چې نوموړي څو راډیواکټیو ایزوتوپونه کشف کړل. نوموړی په ۱۹۰۶ زکال کې جرمني ته راوګرځېد؛ امیل فیشر نوموړي ته د برلین پوهنتون د کیمیا پوهنځي په تکهوي کې د نجارۍ پخوانی ټولګۍ ورکړ څو له هغو څخه د خپل لابراتوار په توګه ګټنه وکړي. هان د ۱۹۰۷ زکال په پسرلي کې خپله علمي پروژه بشپړه او پریواتزوډنټ (فروفیسور) شو. په ۱۹۱۲ زکال کې نوموړی د کیمیا په برخه کې د قیصر ویلهلم د نوي تاسیس شوي انستیتیوت د راډیواکټویټي د څانګې مشر وټاکل شو. هغه د اتریشي فزیک پوه لیزمایټنر په همکارۍ په دغه ودانۍ کې چې اوس د دوی په نوم نومول شوې، یو لړ پراختیايي اکتشافاتو ته لاسرسی وموند چې دغه اکتشافات په ۱۹۱۸ زکال کې د پروتاکتینیم د تر ټولو اوږد ایزوتوپ په جلا کېدو اوج ته ورسېدل.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د لویدیځې جبهې په لنډور ډلګۍ او همدارنګه د لویدیځ، ختیځ او ایټالیا په جبهو کې د فریتز هابر په مشرۍ د کیمیاوي جګړې له واحدونو سره خدمت وکړ او د یفرس په لومړۍ جګړه کې یې د ونډې لرلو له امه د اوسپنیز صلیب (دویمه درجه) نښان ترلاسه کړ. له جګړې وروسته نوموړی د قیصر ویلهلم په انستیتیوت کې د کیمیا پوهنځي رئیس وټاکل شو، په داسې حال کې چې د خپلې څانګې مشري هم ور تر غاړې وه. له ۱۹۳۴ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې نوموړي له سټراسمن او مایټنر سره یوځای د یوارنیمو او توریمو د نیوتروني بمبارد پرمټ په رامنځته شوو ایزوتوپونو کار وکړ چې له امله یې هستوي چاودنه کشف کړه. نوموړی د ملي سوسیالېزم او د نازي ګوند له خوا د یهودانو د ځورونې او شکنجه کولو مخالف و چې له امله یې د مایټنر په ګډون د ده ګڼ شمېر همکاران له دندو ګوښه کړای شول او هغه اړ شو څو په ۱۹۳۸ زکال کې له جرمني وتښتي. د دویمې نړیوالې جګړې مهال نوموړي د جرمني د اټومي وسلو په پروګرام کار وکړ او د یوارنیمو د تولیدي چاودنو کتلوګ یې جوړ کړ. بالاخره د جګړې په پای کې د متفقینو د ځواکونو خوا ونیول شول. نوموړی د ۱۹۴۵ زکال له جنوري میاشتې څخه د ۱۹۴۶ زکال تر جنوري میاشتې پورې له نهو نورو جرمني ساینس پوهانو سره یوځای په فارم هال کې بندي و.

هان تر ۱۹۴۶ زکال پورې د علومو د پراختیا لپاره د قیصر ویلهلم د ټولنې د وروستي مشر او له ۱۹۴۸ زکال څخه یې تر ۱۹۶۰ زکال پورې د دغې ټولنې د ځای نیونکې ماکس پلانک ټولنې د بنسټګر مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۱۹۵۹ زکال کې په برلین کې د جرمني ساینس پوهانو فدراسیون جوړ کړ چې یو غیر دولتي بنسټ و او د مسئولانه علم آیډیال ته پابند و. له دې امله چې نوموړي د جرمني علومو بیارغونې ته پریمانه هڅه وکړې له جګړې وروسته په لویدیځ جرمني کې د ټولو جرمني وګړو ترمنځ درناوي وړ او بانفوذه شخصیت وګرځېد.

تاریخچه

لومړنی ژوند

اتو هان د ۱۸۷۹ زکال د مارچ په ۸مه په فرانکفورت کې وزیږېد، هغه د بریالي شیشه جوړونکي (او د ګلاسباو هان د شرکت د بنسټګر) هاینریش هان (۱۸۴۵- ۱۹۲۲ زکال) او شارلوټ هان چې کورنی نوم یې ګیزه و تر ټولو کشری زوی و. هغه د کارل په نامه یو مشر ناسکه ورور درلود چې د ده د مور له پخواني واده څخه و او همدارنګه یې د هاینر او ژولیوس په نامه دوه مشران نور وروڼه هم لرل. د دوی کورنۍ د خپل پلار د کارخونې پر سر ژوند کاوه. د هغه دریو ځوانو زامنو د فرانکفورت په کلینګر اوبررالشول ښوونځي کې زده کړې وکړې. د ۱۵ کلنۍ په عمر نوموړي له کیمیا سره ځانګړې علاقه پیدا کړه او یو شمېر ساده ازموینې یې د خپل کور د جامو وینځلو په ځای کې ترسره کولې. پلار یې غوښتل چې اتو د معمارۍ په برخه کې زده کړې وکړي ځکه چې نوموړي څو مسکوني او سوداګریز ملکیتونه جوړ یا ترلاسه کړي و، خو اتو هغه متقاعد کړ او څرګنده یې کړه چې هیله لري یو صنعتي کیمیاګر شي.

په ۱۸۹۷ زکال کې هان د ابیټور دورې له بشپړولو وروسته د ماربورګ پوهنتون د کیمیا په څانګه کې زده کړې پیل کړې. د هغه په فرعي مضامینو کې ریاضي، فزیک، منرالوژي او فلسفه شامله وه. هان په دغه ځای کې د طبیعي او طبي علومو د زده کړیالانو د ورورولۍ او پراختیا په ټولنه کې شامل شو چې نن ورځ د Landsmannschaft Nibelungi (Coburger Convent der akademischen Landsmannschaften und Turnerschaften) په نوم پېژندل کېږي. هغه د خپلو زده کړو دریم او څلورم سمستر د مونیخ په پوهنتون کې تیر کړل او هلته یې د آډولف فون بایر تر نظر لاندې عضوي کیمیا، د فریدریش ویلهلم موثمان تر نظر لاندې فزیکي کیمیا او د کارل اندرس هافمن تر نظر لاندې غیرعضوي کیمیا ولوسته. هان په ۱۹۰۱ زکال کې له ماربورګ پوهنتون څخه د عضوي کیمیا په برخه کې «د برومینو د ایزوئوژنول مشتقاتو» اړوند د پای لیک په لیکلو دوکتورا ترلاسه کړه. نوموړي په ۸۱مه پیاده لوا کې د عسکرۍ یو کلن خدمت (په معمول ډول دوه کاله و، خو د دوکتورا د سند لرلو له امله یې د خدمت موده یوکال ته را کمه شوه) ترسره کړ، خو د خپلو وروڼو پرخلاف هغه په پوځ کې کار غوره نه کړ. وروسته بیا ماربورګ پوهنتون ته راوګرځېد او هلته یې د خپلې دوکتورا د لارښود استاد، ټیوډور زینک د مرستیال په توګه کار وکړ.

د راډیوتوریم او نورو «نوو عناصرو» کشف  

هان تمه لرله چې د صنعت په ډګر کې کار وکړي. هغه د کېل اینډ کو شرکت د مشر یوګن فیشر (او د عضوی کیمیا د پلار هانز فیشر) له خوا د دندې وړاندیز ترلاسه کړ، خو د دغې دندې یو شرط دا و چې هان به له هېواده بهر ژوند کوي او د هغو په ژبه باندې به په کافي بڼه بلد وي. هان دغې موضوع او په انګریزي ژبه کې خپلو وړتیاوو ته پام په ۱۹۰۴ زکال کې د لندن په یونیورسیټي کالج کې دنده واخیسته او هلته یې د ویلیام رامزي تر نظر لاندې کار کاوه چې د بې اغېزه ګازاتو په کاشف باندې مشهور و. په دغه ځای کې هان په شعاعي کیمیا کار وکړ چې دغه مهال یوه ډېره نوې څانګه وه. د ۱۹۰۵ زکال په لومړیو کې هان د راډیوم په مالګو باندې د کار پر مهال یوه نوې ماده کشف کړه چې په هغو باندې یې راډیوتوریم (توریم – ۲۲۸) نوم کېښود او دغه مهال ګمان کېده چې دا نوی راډیواکټیو عنصر دی. (په واقعیت کې دغه ایزوتوپ د توریم د پېژندل شوي عنصر ایزوتوپ و؛ د ایزوتوپ مفهوم او اصطلاح په ۱۹۱۳ زکال کې د بریتانوي کیمیا پوه فردریک سوډي له خوا ابداع شول).

رامزي لیوالتیا لرله چې هر هغه مهال چې د ده په انستیتیوت کې نوی عنصر وموندل شي، هغه به دغه کشف په ډېره مناسبه توګه اعلان کوي. له همدې امله نوموړي دغه چاره د دود سره په مطابقت د سلطنتي ټولنې پر وړاندې ترسره کړه.

سرچينې

Tags:

اتو هان تاریخچهاتو هان سرچينېاتو هان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کيمياشاه شجاعد لویې بریتانیا لومړی جورجدپښتو اصل او ريښهد منجمنټ اساساتد افغانستان جغرافيهمیوهد درود شريف ځانګړتیا او ګټيامير امان الله خانپښتووچکۍ تبه (محرقه)عمر بن خطابجنسي تېرید انسان بدنخير محمد خندانمحمد عثمان نژندکاناډاد شهیدانو چوکتور زېړییوهانس ورمیرد افغانستان ژبېد انګستان درېیم ویلیامکندهارون کواینمیلانكابلی تفسيرسترواک ژولیاناندونيزياموسی قلعهقزاقستانکمول (مارغه)اوټ(جودر)خصوصي کولتلاسېمیاښوونکیاډمنډ برکښيښهاډولف هټلرحميد مومندمخابراتفدرالي قبايلي سيمېپښتني بانکنیوتروني ستوریمحمد ظاهر شاهاباسين يوسفزیتاي ژبهمشاهدهبشپپيرومتلونهکيمياوي تعاملونهشوروي اتحادمالیهچاپیریالی روغتيا ساتنهد کابل کندهار لویه لارخالص صادراتزکاتاسلامحميرا بېگمکابل ولايتاسلامي بانکوالید ډيورنډ کرښهغوره ويناوېهيموګلوبيند افغانستان باندنۍ اړيکېځاځيپير روښان🡆 More