مولانا ابو الکلام ازاد د ذوالحجې په اتم تاريخ، کال ۱۳۰۵ هجري قمري، چې د اگست له ۶۱-۱۷سمې ۱۸۸۸ز د جمعې ورځې سره سمون خوري په مکه معظمه کې زېږېدلې دى.
نوم يې احمد، لقب يې محي الدين او کنيت يې ابو الکلام ؤ. ازاد يې تخلص او تاريخي نوم فېروز بخت ؤ. د پلار نوم يې مولانا خير الدين ؤ. مولانا ابو الکلام ازاد بن شيخ خير الدين بن شيخ محمد هادي بن شيخ افضل بن شيخ محمد حسن.
مولانا صېب لومړنۍ زده کړې په مکه معظمه کې پيل کړې، سپېڅلې قرآن يې هورې زده کړ. په ۱۸۹۸ز کال يې پلار د هند کلکتې ښار ته راغې، لومړنۍ زده کړې يې له خپل پلار څخه ترلاسه کړې. مولاناصېب په يوه علمي کورنۍ کې سترگې غړولې وى. په دې کورنۍ کې په يوه وخت پينځه کسه درس ورکوونکي پوهان، فتوا ورکوونکي، د سلوک او طريقې څښتنان پيدا شوې دي. کله چې مولانا شاعري پيل کړه، نو عبدالواحد خان يې تخلص (ازاد) کېښود. ۱۹۹۰ز کې يې پاړسي او ۱۹۰۳ز کې يې درس نظامي ترلاسه کړل. د شاعرۍ سمونه يې مولوي ظفر احسن شوق دنيوي وکړه.
د (نيرنگ عالم) په نام يې يو کتابگوټې هم خپور کړ، کوم چې دده د ادبي ژوند پيلامه گڼل کېده. وروسته يې بيا (لسان الصدق) په نامه يوه مياشتينۍ د کلکتې له ښار څخه په ۲۰ د نومبر کال ۱۹۰۳ کې راوکښله.
مولانا ازاد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۶ز کال ونیول شو، او دکلکتې ته نژدې د رانچي په سیمه کې د څلورو کلونو لپاره نظربند و. پدې دوران کې یې خپل کتاب (تذکره) ولیکه. بیا یې د خلافت په غورځنگ کې بشپړه ونډه واخیسته. په ۱۹۲۱ز کال د ترک موالات غورځنگ (Non-Cooperation Movement) وچلاوه، چې پدې کار کولو سره یو ځل بیا ونیول شو او د یو کال لپاره بند ته ولېږل شو. له سزا اورونې څخه مخکې مولانا ازاد په عدالت کې یو جرات مندانه او بېباکانه بیان ورکړ، چې دا وینا او بیان د حق ویلو یو تلپاتې مشال په څۍر ترنن ورځې پورې ژوندې پاتې دی.
دانگرېز ښکېلاکگرو لخوا دې پد تور نیول شوې و،چې ده په دوه ځایونو کې داسې ویناوې کړي، چې د ۱۲۴ انگریزي قانون د مادې له مخې دې مجرم دی.
ددې الزام په ځواب کې مولانا ازاد داسې اعتراف وکړ:
(زه اقرار کوم، چې ما یواځې په دې دوه ځایونو کې نه بلکه له تېرو دوه کلونو راهیسې (۱۹۲۰-۱۹۲۱ز) ترمنځ په خپلو بې شمېره ویناوو کې دارگه او د همدې موخې لپاره ددې په څېر نور لدې څخه زیات ښکاره او پرېکنده جملې کارولي دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ابو الکلام آزاد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.