مير اکبر خيبر

مير اکبر خيبر (په انگرېزي: Mir Akbar Khaiber) د د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پرچم ډلې غړی وو.

نوموړی يو پوځي افسر وو چې د غوايي د کودتا څخه يوولس ورځې دمخه، په ۱۷م، د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. کال کې ووژل شو. مير اکبر خيبر د خپل ژوند په وروستيو وختونو کې د پرچم د ورځپاڼې د چلوونکي په توگه دنده ترسره کوله، او د دې تر څنگ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د گومارلو دنده هم درلوده.

مير اکبر خيبر
میر اکبر خیبر

مخينه

میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی، په ۱۳۰۹ ل یا ۱۹۳۲ ز کال کې د لوگر ولايت د پل علم په ښار کې په یوه بېوزله او کروندگره کورنۍ کې زیږېدلی وو . پلار يې عام بزگر و چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولی شول .

زده کړې

هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې. خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې وروسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب وروسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو . هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو.

سیاسي مخينه

ميراکبر خیبر د دهمزنگ زندان کې د حکومت پر وړاندې د لاريون او بغاوت کولو له کبله بندېږي . خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، انگریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي . په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاسېږي . نوموړی له لنډ مهال وروسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي سردار محمد داود خان وو ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دويم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر په توگه گماري . کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د مارکسيستي انقلابي آندونو څرک ولگېد او یو شمېر زده کونکي د سردار داود خان له خوا بندي کړی شول ، خیبر هم په ۱۳۴۳ لمريز کال د وخت د کورنیو چارو وزارت له خوا وغوښتل شو او ورته سرپټی مکتوب ورکړل شو. هغه ته ېې ووېل چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه ! کله چې والي دا مکتوب لولي ، ښاغلي خيبر ته ، کابل ته د بېرته تگ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يې د یوه چارواکي په توگه گوماري . په څلویښتمو کالونو کې کله چې په افغانستان کې یو نوی پړاو د سردار داود خان له خوا رامنځ ته شو ، نو د افغانستان په دودیزه ټولنه کې يو شمېر د دود او دستور او ديني بنديزونو پر خلاف راپاڅېدل ځانونه ېې د مارکسيست پلوه ډلو په آندونو همغږي کول . دوی د نیم بندي دیموکراسۍ تر نامه لاندې د سردار داود خان چې د سلطنتي کورنۍ پورې تړلی کس و پر وړاندې را پاڅېدل او حکومت ېې ورته ړنگ ، دی ېې د وخت د کمونیستې په ملاتړ د ټولې کورنۍ سره وواژه . د نوې رامنځ ته شوې فضا څخه په گټه ، په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د نور محمد ترکي په کور کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند په نوم بنسټ کېښودل شو .

سرچينې

Tags:

مير اکبر خيبر مخينهمير اکبر خيبر زده کړېمير اکبر خيبر سیاسي مخينهمير اکبر خيبر سرچينېمير اکبر خيبر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افشارو عملیاتمورا (ژبه پوهنه)گرځندوييلمانځه ترجمهپښتو متلونهبغلان ولايتحامد کرزیويکيمېډيا بنسټواکسينفلزمدهيه پرديشد افغانستان دموکراتیک جمهوریتجرمنيبراتیسلاواميرويس هوتکد هوتکيانو ټولواکمنيګوګلهوموفون ( ورته ږغ لرونکي )حديثاسماني کتابونه او صحيفېهلمند ولايتمېډياويکيفوټبالدانگام ولسوالۍنیټفلیکسلوېديځه افريقاولټېجمطيع الله توراباوست اګدرعبدالرحيم وردگچينایسینه بغلکیمیاارتروپوداعبدالحی حبيبيسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟آی پي ادرسزيان ملکد خندق غزانېلسن مانډېلاد سريلانکا کلتورپوهنهبین النهرینمکه معظمهد کتاب نړيواله کره شمېرهنړيوالې اړيکېسردار محمد نعيم خانكوچنى شاهزادهتفسير بيضاويمارگرېټ ټاچراسلامي دولتانفلاسيونملنگ جانبریدګرې نوعېلمونځ څه ته وايي؟شريعتد جغرافيې تاريخنورزيتصوفمجاور احمد زيارلرغونې ژوند پوهنهد پښتو ژبدودپښتو ويکيپېډياد فلسفې وييپانگهد تهجد لمونځد جنازې لمونځکارل یونګفاسفورس🡆 More