غاټول (په انگرېزي: Tulip) چې ځینې خلک یې خاټول هم بولي د سوسن کورنۍ چې په افغانستان او گاونډیو هېوادونو کې یې د لومړي کال لمانځلو یواځینې لامل گڼلی شو.
ددې گل څه باندې ۱۰۰ تر ۱۵۰ مختلف ډولونه ثبت شوي. دا گل د نړۍ په هره برخه کې راشنه کېږي، مگر په خپل سر راټوکېدونکي گلانو سیمه یې بیا د مرکزي اسیا هېوادونه دي چې د وښو په څېر راشنه کېږي. د راټوکېدو موسم یې د پسرلي (بهار) موسم دی. دا گل په افغانستان، ترکیه، ایران، د اورال غرونو د سیندونو په سواحلو، د سوریې په لودیځه برخه، د خزر او تور سمندرگي پر څنډو، یونان، ایټالیا، اسپانیا او د شمالي افریقې د مدیترانه یي سمندرگي په غاړو راشنه کېږي. د بوټپوهنې له پلوه دا بوټي په دوه برخو وېشل شو: غټ روزل کېدونکي لاله گلان او کوشني خپلسري راټوکېدونکي لاله گلان. د خپلسري راټوکېدونکو گلانو په نسبت روزل شوي گلان د غټو پاڼو او جام لروکي وي. او همدارنگه مختلف النوعه گلان په کې پیداکېږي. غاټول گلان په ټولیزه توگه په څلورو ډلبندیو وېشل شوي: لومړی ژر گل نیونکي، دویم منځني کچ گل نیونکي، درېیم ځنډ گل نیونکي او څلورم یې نور ډولونه دي. له ۱۹۸۱ز کال راهیسي د هالېنډ هېواد پیاز لرونکو غاټولو د سلطنتي ټولنې له خوا ددې گلانو ډلبندي وشوه چې دا گلان یې د بوټي او د گل د پرانېستنې له مخې په ۱۵ ډلو ووېشل.
ددې گل پیاز (غوټه) راویستلو سره یو څو فرعي کوشنۍ (وړې) غوټي هم لري، چې هغه کوشنۍ غوټي له مورنۍ (اصلي) غوټي څخه په بېلولو او بل ځای کې نیالولو سره کولای شو ددې گل نسل زیات کړو.
د تولید او صادراتو له مخې هالېنډ په لومړي کتار کې راځي چې د پیازو دا غوټې نورې نړۍ ته صادروي.
د غاټول گل په افغانستان، ترکیه، هالېنډ، مجارستان، بلژیک او ایران کې د ملي گل په توگه پېژندل کېږي.
د غاټول گل (لاله) له لال یا هماغه له لعل چې د سانسکرېټي ژبې ویي دی، څخه اخېستل شوی، چې د سور مانا ورکوي، څخه اخېستل شوی. نن سبا د غاټول (لاله) اصطلاح هغو گلانو ته کارول کېږي چې پیاز ډوله غوټه ولري. ددې گلانو علمي نوم تولیپا او د سوسنیانو له کورنۍ څخه دي. ددې گل جوړښت بشپړه کاسه او جام ته ورته ده. په دې کې شک نشته چې د لاله اصطلاح له لال څخه چې سره مانا ورکوي همدې د غاټول گل پورې تړې اصطلاح ده.
غاټول گل په اروپايي ژبو کې د Tulip او Tulpe تولیپه په نومونو یادېږي. ددې گل بڼه پگړۍ ته ورته ده، نو ځکه یې یې نوم هم له پگړۍ (ټولبند) څخه اخېستل شوی. په اغلب گومان ترورکي ژباړن اروپاییانو ته ددې گل په ورپېژندلو کې دا اصطلاح کارولي وي، او دا گل یې هغوي ته د پگړۍ ته ورته ستر او ول ول توصیف کړی وي. نو په همدې توگه اوس ددې گل نوم چې د ترکانو له خوا اروپایانو ته ورپېژندل شوی همدا تولیپه کېښودل شو.
در زبان گلها لاله بر اساس رنگ دارای معانی متفاوتیاست. لالهٔ قرمز به معنای اعتراف به عشق، لالهٔ زرد به معنای عشق بیامید و لالهٔ سفید به معنای عشق از دست رفتهاست.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غاټول, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.