صاحب شاه صابر (زوکړه ۱۹۵۶ زېږدي کال، پښتونخوا، ملکنډ - مړینه ۲۰۰۷ زېږدي کال د اپرېل ۳) د کوزې پښتونخوا يو نوميالی ليکوال او شاعر وو.
صاحب شاه صابر د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ولسوالۍ په سخاکوټ کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې يې د ملاکنډ ښوونځي کې کړې وې؛ بیا د ملاکنډ ښوونځي څخه يې تر لسم ټولگي زده کړې وکړي او نورې زده کړې يې په پېښور کې وکړې. تر دې وروسته يې له پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړې. بیا یې دويمه ماستري د اوردو ژبې په ادبياتو کې ترلاسه کړه. تر دې وروسته يې په سياسي علومو کې خپله درېيمه ماسټري هم ترسره کړه. همدارنگه یې اېم ـ فل بيا یې د څېړندويي په برخه کې خپله د دوکتورا بریلیک ترلاسه کړ.
صاحب شاه صابر شعرونه وتلو سندرغاړو د سندرو له لارې خپاره کړي او د پښتو نامتو سندرغاړي کرن خان هم د خدای بښلي صاحب شاه له شعري ټولگې څخه د سندرو يو البوم جوړ او خپور کړی دی.
په کابل مه وروئ
مه وروئ
نور د بارودو باران مه وروئ
کابل زمونږ د مينې کور دى
مه وروئ
کابل زمونږ د سترگو تور دى
مه وروئ
صاحب شاه صابر پر ۲۰۰۷ زېږدي کال له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
ښاغلي صاحب شاه صابر د پښتو ادبي بڼ ته ډېر شعري اثار پنځولي او علمي کتابونه یې هم لیکلي. د هغه هنري او علمي نښېرونه پخ دې ډول ديː
۱- تکل (شعري ټولگه).
۲- خوبونه (شعري ټولگه).
۳- واورې او گلونه، کړکیسې (افسانې).
۴- په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت (ایم فل تېسیز).
۵- په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید (علمي نښېر).
۶- تنقید او د تنقید ډولونه.
۷- د تنقید تاریخ (علمي نښېر).
۸- پښتانه او پښتو ټپه (علمي نښېر).
۹- رڼا او گلونه (مقالې).
۱۰- ام ـ فېل مقاله.
په ويکي شعرونه کې د صاحب شاه صابر شعرونه Archived 2016-03-11 at the Wayback Machine.
۱- https://www.sbs.com.au/language/pashto/audio/who-was-sahib-shah-sabir
This article uses material from the Wikipedia پښتو article صاحب شاه صابر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.