له ژبې څخه لومړی ځل سیسټماتیکه ګټنه په بین النهرین کې ثبت شوې چې له میلاد څخه وړاندنۍ دریمې زریزې څخه تر دویمې زریزې پورې یې د لغاتونو له یو نوملړ څخه چې د سومري میخي خط یو شمېر لغاتونه او د هغو معنی او همدارنګه یې د بهرنیو ژبو د لغتونو فونوټیکي زیرمه لرله؛ ګټنه کوله.
وروسته بیا سانسکریټ ژبه په سیسټماتیکه بڼه تجزیه او تحلیل شوه او د هغو قواعد د پانیني (له میلاد څخه وړاندې ۶ پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې یې ژوند کړی) له خوا توضیح شول. له میلاد څخه د وړاندۍ څلورمې پېړۍ په پیلېدو سره چین د جنګ غوښتونکو دولتونو په دوره کې خپلو ګرامري لارو چارو ته وده ورکړه. ارسطو له میلاد څخه ۳۳۵ کاله وړاندې د لویدیځې ژبوهنې بنسټ د بلاغت د یوې برخې په توګه په خپل شعري فن کې رامنځته کړ. د عربي او عبري ژبو د ګرامرونو سنتونو بیا په منځنیو پېړیو کې په دیني برخو لکه د پانیني سانسکرېټ ګرامر په څېر وده وکړه. د ژبپوهنې معاصر لارو چارو بیا د اتلسمې پېړۍ پر مهال وده وکړه او بالاخره په ۱۹ مه پېړۍ کې ارواه پوهنې او بیولوژي ته اړوندې وبلل شوې؛ د دغه لیدلوري پربنسټ د انګلو – امریکايي ژبپوهنې بنسټ هم کېښودل شو په داسې حال کې چې په انګلنډ کې فیلولوژیکي کړنلارې لکه د هنري سویټ کړنلار غالبه وه. دغه موضوع د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د فردیناند دو سوسور له خوا چې ژب پوهنه یې د یوې ځانګړې څانګې په توګه په ټولنیزو علومو کې رامنځته کړه، تر نیوکې لاندې راغله. د سوسور د مفهوم له مخې عمومي ژبپوهنه د یو نښه لرونکي نظام په توګه د ژبې مطالعه ده چې په کې فونولوژي، موروفولوژي، نحو او د معاني علم شاملېږي. دغه کوچنۍ برخې کېدای شي هم مهاله یا هم په ډیاکرونیک ډول وڅېړل شي. نن ورځ په ژب پوهنې کې ګڼ شمېر علمي لارې چارې شاملېږي چې د عملي ژبپوهنې، اروايي ژبپوهنې، ټولنیزې ژبپوهنې او محاسباتي ژبپوهنې په ګډون یې ګڼ شمېر فرعي څانګو ته پراختیا موندلې ده. لرغونې دورهد کلتورونو ترمنځ د ژبپوهنې لومړنی تاریخ په بحثونو په ځانګړې توګه په ائیني متنونو او استدلالونو کې د ابهام د له منځه وړلو له اړتیا سره مل و. دغه چاره د غږونو د معنايي جوړښت اړوند د اکتشافاتو او همدارنګه د دغو نښانو په متعارفو او طبیعي ریښو باندې د بحث لامل وګرځېده چې بالاخره یې هغه بهیرونو ته لار برابره کړه چې پر بنسټ یې له کوچنیو واحدونو څخه لوی جوړښتونه رامنځته شول. بابللومړني ژبني متنونه – چې په خټینو لوحو باندې په میخي خط لیکل شوي – له نن څخه نږدې ۴ زره کاله وړاندې مخینه لري. له میلاد څخه د وړاندنۍ دویمې زریزې په لومړیو کې په سویلي بین النهرین کې ګرامري دود رامنځته شو چې له ۲۵۰۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره یې دوام وکړ. د دغه دود په لومړنیو ژبنیو متونو کې د سومري ژبې (یوه جلا شوې ژبه، چې هېڅ ژنټیکي خپلوي یې نه لرله) د نومونو نوملړ او د هغه مهال دیني او قانوني متون شاملېدل. په ورځینو خبرو اترو کې د اکدي ژبې په نامه یوې جلا (او نا اړوندې) ژبې د سومري ژبې ځای نیولی و؛ خو په قانوني او مذهبي برخو کې یې خپل ځایګی ساتلی و. همدا و چې باید د یوې بهرنۍ ژبې په توګه لوستل شوې وای او د دغې چارې د تسهیل په موخه سومري ژبې ته اړوند اطلاعات د اکدي ژبې د کاتبانو له خوا په مکتوب ډول ثبت کېدل. د پېړیو په اوږدو کې، دغه نوملړونه معیاري شول او سومري لغتونه له اکدي ژباړي سره وړاندې شول. بالاخره داسې متون رامنځته شول چې نه یوازې د کلماتو بلکې د مختلف ډوله پارډایمونو لپاره یې د هغو اکدي معادل کلمات وړاندې کول: د بېلګې په توګه یو متن د ĝar «ځای پر ځای کولو» فعل ۲۲۷ ډوله لرل. هندپه لرغوني هند کې ژب پوهنې خپله انګېزه د ویدايي متونو له صحیح تفسیر او بیا لوستنې څخه اخیستې. له میلاد څخه تر وړاندې ۱۲۰۰ کال پورې د دغو متونو شفاهي بیان معیاري شو او له یاده څخه یې د هغو د تشریفاتي لوستلو په موخه وړاندیز وکړ چې د هغو سانسکریټي ترکیبات دې په کلماتو، وندونو او فونوټیکي واحدونو وویشل شي چې دغې چارې صرف پوهنې او فونوټیک ته انګېزه برابره کړه. د ژبې د توصیف په برخه کې لومړني فعالیتونه هندي ګرامر پوه پانیني (له میلاد څخه وړاندې شپږمه پېړۍ) ته اړوند بلل کېږي، چې د سانسکریټ ژبې قواعد یې د اشتادهیايي په نامه خپل اثر کې ولیکل. په راتلونکو څو پېړیو کې د غږیزو واحدونو وضاحت رامنځته شو او د وقفې بې غږه حروف په 5x5 مربع ( له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وړاندې شاوخوا، پراتیساخیاس) کې تنظیم شول چې بالاخره له میلاد څخه درې پېړۍ وړاندې د براهمی په نوم په سیسټماتیکه الفبا واوښتل. یونانیونان خپله الفبا له فنیقي سمبولونو څخه په ګټنې جوړه کړه چې په هغو کې یې د غږ لرونکو او اضافي بې غږه حروفو لپاره د هغو له لهجې سره سمې نښانې وکارولې. په لرغوني یوناني او فنیقي لیک دود سیسټم کې د B کرښې (Linear B) ګرافامونه او هجاوې ښوولې چې د یو غږ لرونکي او یو بې غږه حرف ترکیب یې څرګند کاوه. د یونانیانو له خوا د غږ لرونکو حروفو زیاتول یو لوی پرمختګ و ځکه چې د بې غږه او غږ لرونکو حروفو ترمنځ په توپیر کولو سره یې د یوناني لیکل آسانه کړل. د لیکنې په رامنځته کېدو سره، د هومري اشعارو په څېر اشعار ولیکل شول د هغو څو نسخې راووتې او په هغو باندې نظر ورکړل شو چې د ژب پوهنې او نقد بنسټ یې رامنځته کړ. رومپه څوارلسمه پېړۍ کې الیوس ډوناټس (Aelius Donatus) د لاتیني ژبې ګرامرArs Grammatica را غونډ کړ چې تر منځنیو پېړیو پورې د ښوونځيو لپاره متون د هغو پر بنسټ و. د هغې کوچنۍ نسخه Ars Minor یوازې د ژب پوهنې اته ډوله کلمات توضیح کول؛ هغه مهال چې په پنځلسمه پېړۍ کې د کتابونو چاپ رامنځته شو دا یو له هغو لومړنیو کتابونو څخه و چې چاپ شو. هغه زده کوونکي چې د دغه ډول زده کړو څخه برخمن شول موږ ته یې د ګرامر اصلي معنی وړاندې کړه (چې په انګلیسي ژبه کې له ۱۱۷۶ زکال راهیسې تائید شوې). منځنۍ پېړۍعربي ګرامرپه اتمه میلادي پېړۍ کې د اسلام چټکې پراختیا ته په پام ډیری وګړو عربي ژبه د یوې مروجې ژبې په توګه زده کړه. له همدې امله د عربي ژبې لومړنی ګرامر د دغې ژبې د غیر اصلي وګړو له خوا لیکل شوی دی. د عربي ژبې لومړنی ګرامر پوه چې موږ یې پېژنو عبدالله بن ابی اسحاق الحضرمي (په ۷۳۵ زکال/۱۱۷ هجري کال کې مړ شوی) دی. د دریو نسلونو د ګرامر پوهانو هڅې د فارسي ژب پوه سیبویه (شاوخوا ۷۶۰ -۷۹۳ زکال) له خوا خپل اوج ته ورسېدې. سیبویه په ۷۶۰ زکال کې په خپل تاریخي اثر الکتاب فی النحو (د ګرامر کتاب) کې د عربي ژبې په جزیاتو تخصصي توضیح ولیکله. هغه په خپل دغه کتاب کې د فونوټیک او فونولوژي ترمنځ توپیر رامنځته کړ. عامیانه اروپايي ژبېد Sanas Cormaic په نامه قاموس/ډیکشنري د غیر کلاسیکو ژبو اړوند لومړنۍ اروپايي ریښه موندونکې (etymological) او پوهنغونډي (encyclopedic) ډیکشنري ده. په دیارلسمه پېړۍ کې Modistae یا «نظري ګرامر» د نړیوال ګرامر مفهوم وړاندې کړ. سرچينې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ژبپوهنې تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.