د مکسيکو اقتصاد

د مکسيکو اقتصاد د مخ پر وده بازار اقتصاد دی.

د پيسو نړيوال صندوق د وينا تر مخې د اسمي جي ډي پي پر بنسټ د مکسيکو اقتصاد په نړيواله کچه پنځلسم او د پيرودلو د ځواک برابرۍ پر بنسټ دولسم مقام لري. د ۱۹۹۴ز کال له بحران راهيسې، دولتونو د دې هېواد د سترو اقتصادونو بنسټونو ته پرمختګ ورکړی. د ۲۰۰۲ز کال د سويلي امريکا بحران پر مکسيکو د پام وړ اغېز نه درلود او که څه هم ښکته وې، خو د ودې اندازو يې په ۲۰۰۱ز کال کې د لنډې مودې سستۍ څخه وروسته هم مثبت دوام پيدا کړ. په هر حال، مکسيکو د لاتيني امریکا يو له هغو هېوادونو و چې د ۲۰۰۸ز کال د سوړبازارۍ تر ستر اغېز لاندې راغلی و، په داسې حال کې چې ناخالص کورنی توليد يې په هغه کال کې له ۶٪ څخه زيات کم شو.

د مکسيکو اقتصاد

د مکسیکو اقتصاد د سترو اقتصادونو بې مخينې ثبات درلود، کوم چې د پيسو پړسوب (نرخونو د لوړېدو) او د سود کچې تر ټولو ښکته اندازې ته ټيټې کړي او د سړي سر عايد يې لوړ کړ. له دې سره سره، د ښاري او کليوالي اوسېدونکو، د سويلي او شمالي ايالتونو او د شتمنو او بې وزلو تر منځ يې بيا هم ستر توپير شته. په ځينو ناحل شويو ستونزو کې يې د زېربناوو نوي کول، د ماليې نظام او کار قوانينو عصري کول او د عايد نابرابري کمول شامل دي. د ماليې عايد چې په ټوليز ډول په ۲۰۱۳ز کال کې د جي ډي پي ۱۹.۱۶ سلنه وه، د هغه مهال د OECD په هېوادونو کې تر ټولو کم عايدات و. په ۲۰۲۰ز کال کې، OECD اوه دېرش غړي لري.

د دې هېواد اقتصاد په چټکۍ سره پرمختګ کوونکې عصري صنعتي او د چوپړتياوو برخې لري، تر څنګ يې خصوصي ملکيتونه مخ پر زياتېدو دي. وروستيو ادارو د زېربناوو د نوي کولو په موخه، په سمندري بندرونو، د اورګاډي پټليو، مخابراتو، د برېښنا توليدولو، طبيعي ګازونو په وېش او هوايي ډګرونو کې سيالي پراخه کړې ده. د صادراتو په محوريت څرخېدونکي اقتصاد په توګه، د مکسيکو له ۹۰٪ زياته سوداګري له څلوېښتو څخه د زياتو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تر تړونونو (FTA) لاندې ده، په دې هېوادونو کې اروپايي ټولنه، جاپان، اسرايل او د مرکزي او سويلي امريکا ډېری هيوادونه شامل دي. د ازادې سوداګرۍ تر ټولو اغېزناک تړون يې د متحده ايالاتو-مکسيکو-کاناډا تړون (USMCA) دی، کوم چې په ۲۰۲۰ز کال کې پلی شو او د متحده ايالاتو، کاناډا او مکسيکو د حکومتونو له خوا په ۲۰۱۸ز کال کې لاسلیک شوی و. په ۲۰۰۶ز کال کې، د مکسيکو له دوه شمالي شريکانو سره سوداګرۍ د نږدې ۹۰٪ صادراتو او ۵۵٪ وارداتو کې ونډه درلوده. په وروستيو کې د اتحاديې کانګريس د مالياتو، تقاعد او قضايي برخې مهم اصلاحات تصويب کړل. د تيلو صنعت په برخه کې سمون اوسمهال تر بحث لاندې دی. په ۲۰۱۶ز کال کې، د نړۍ تر ټولو سترو شرکتونو د «فاربس ګلوبل ۲۰۰۰» په نوملړ کې مکسيکو  شپاړس شرکتونه درلودل.

تر ۲۰۱۵ز پورې مکسيکو د ۵۲.۸ ميليونه خلکو کارګر ځواک درلود. OECD او WTO دواړو، په کلني ډول د هغو ساعتونو پر بنسټ چې کار پکې شوی، مکسيکو ته د نړۍ تر ټولو سخت کار کوونکو کارګرانو مقام ورکړی. د یو ساعت د کار په مقابل کې ورکړل شوی مزد تر ټولو کم دی.

تاريخ

د مکسیکو ولسمشر «پورفيريو ډياز» د نولسمې پېړۍ په وروستۍ ربع کې بې مخينې اقتصادي وده تر لاسه کړه. له دې ودې سره بهرنۍ پانګونه او اروپايي کډوالي، د اغېزناکې اورګاډي پټلۍ شبکه او د هېواد له طبيعي سرچينو څخه ګټه اخيستل مل وو. د ۱۸۷۶ او ۱۹۱۰ز کلونو تر منځ اقتصادي ودې منځنۍ کچه ۳.۳٪ وه. د پراخې کچې ملکيت د پام وړ پرمختګ کوي، په داسې حال کې چې د بهرنيو ځمکو شرکتونه په مليونونه هیکتاره ځمکې راټولوي. د ديکتاتوري نظام په پای کې، ۹۷٪ د کرنې وړ ځمکه د دې هېواد د نفوس تر ۱٪ پورې اړونده وه او ۹۵٪ کروندګرو هېڅ ځمکه نه درلوده. هغوی په سترو کروندو کې په کروندګرو بدل شول، يا بې وزلي ښاري کارګران شول، د چا بغاوتونه چې يو په يو وځپل شول.

د سياسي فشار او فريب تر څنګ د «لاټيفنډيوس» (لاټيفنډيوس يعنې د خصوصي ځمکو ډېره پراخه برخه) پر بنسټ د ځمکو د وېش د نظام له امله په عايد کې ډېره زياته نابرابري، په کوم نظام کې چې ستر باغونه د کم شمېر اړوند وو، خو د ميلیونونه کروندګرو په واسطه چې کم مزد يې درلود او په غېرډاډمنو شرايطو کې يې کار کاوه، د مکسيکو د انقلاب لامل وګرځېد (۱۹۱۰-۱۹۲۰)، يوه وسله واله نښته، کومې چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د مکسيکو سياسي، ټولنيز، کلتوري او اقتصادي جوړښت، د  ټولنيزې ديموکراسۍ د منطق تر مخې په سختۍ سره بدل کړ. خپله جګړې هم په اقتصاد او وګړو يو سخت زيان پرېښود، د کوم په پايله کې چې د ۱۹۱۰ او ۱۰۲۱ز کلونو تر منځ د يوولسو کلونو په موده کې کمښت منځ ته راغی. د هېواد بيا رغونه په راتلونکو لسيزو کې تر سره شوه.

له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۸۷۰ز لسيزې ته اقتصادي تاريخپوهانو د مکسيکو د معجزې نوم ورکړی دی، دا د اقتصادي ودې يو پړاو و، کوم چې د مکسیکو د انقلاب له پای ته رسېدو وروسته او د سولې د پړاو پر مهال د پانګې د راټولولو د بیا پيلولو وروسته منځ ته راغی. په دې پړاو کې، دې هېواد د عايد بديلو صنعتي کولو (ISI) اقصتادي بېلګه خپله کړه، کومې چې ملي صنعتونو پرمختګ خوندي او دود کړ. مکسیکو د اقتصادي عروج له تجربې څخه تېر شو، د کوم په مټ چې صنعتونو خپل توليدات په تېزۍ سره زيات کړل. د اقتصادي جوړښتونو په مهمو بدلونونو کې د «ايجيډو» (ايجيډو په مکسيکو کې د شریکې ځمکې دلودل) د لرليد تر مخې په کروندګرو وړيا ځمکې وېشل، د تيلو او اورګاډي پټليو ملي کول، په اساسي قانون کې د ټولنيزو حقوقو ځای پر ځای کول، د سترو او اغېزناکو کارګرو اتحاديو منځ ته راتلل او د زېربناوو نوي کول شامل وو. په داسې حال کې چې له ۱۹۴۰ څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې د وګړو شمېر دوه برابره شو، په همدې موده کې جي ډي پي شبږ ځلې زياته شوه.

د عايد بديلو صنعتي کولو (ISI) د بېلګې تر مخې، د ۱۹۶۰ز لسيزې په وروستيو کې وده خپل عروج ته ورسېده. د ۱۹۷۰ز لسيزې په اوږدو کې، د « Echeverría» (۱۹۷۰-۷۶) او « López Portillo» (۱۹۷۶-۸۲) صدراتي ادارو، هڅه وکړه چې په خپلو پاليسيو کې ټولنيز پرمختګ ته ځای ورکړي، دا یوه داسې هڅه وه، په کومه کې چې ډېر دولتي لګښتونه شامل وو. په داسې یو وخت کې چې د تيلو نرخونه په لوړېدو و او په نړیواله کچه د سود کچه کمه وه- ان تر دې چې منفي وه- د تيلو د پراخو زېرمو له موندلو وروسته، حکومت د تيلو په دولتي شرکت کې د پانګونې لپاره پرېکړه وکړه چې د پانګې له نړيوال بازار څخه پور واخلي، د کوم په پايله کې چې داسې برېښېده چې د اوږدې مودې عايد سرچينې مهیا کړي، څو ټولنيزې ښېګڼې ته وده ورکړي. دې طريقې په دولتي مصارفو کې د پام وړ زياتوالی راوست او ولسمشر « López Portillo» اعلان وکړ چې هغه وخت رارسېدلی چې «نېکمرغي اداره شي»، په داسې حال کې چې مکسيکو د تيلو خپل توليد څو چنده زيات کړل او په دې سره د نړۍ څلورم ستر صادرونکی هېواد وګرځېد.

د ۱۹۸۱-۱۹۸۲ز کلونو په موده کې په نړیوالو حالاتو کې ناڅاپي بدلون راغی؛ د تيلو نرخونه وغورځېدل او د سود په کچه کې زياتوالی راغی. په ۱۹۸۲ز کال کې، ولسمشر « López Portillo,» (۱۹۷۶-۸۲) د خپلې ادارې له پای ته رسولو سمدستي مخکې، د بهرنيو پورونو تاديه وځنډوله، د «پيسو» په ارزښت کې يې کمښت راوست او د بانکدارۍ نظام يې دولتي کړ، تر څنګ يې نور ډېر صنعتونه دولتي کړل، په کومو چې بحران سخت اغېز کړی و، د فولادو صنعت هم پکې شامل و. په داسې حال کې چې د صنعتي کېدو په دور کې د وارداتو له متبادل څخه ګټه اخيستل کېده، تر ۱۹۸۰ز لسيزې پورې، دا روښانه شوه چې د اوږدې مودې خوندي تابه د کمې توليدي ګټې يو غېررقابتي صنعتي برخه منځ ته راوړې ده.

ولسمشر « de la Madrid» (۱۹۸۲-۸۸) د ولسمشرانو د يوې لړۍ لومړی ولسمشر و، چا چې د «نیوليبرال» د اصلاحاتو په پلي کولو پيل وکړ. د ۱۹۸۲ز کال له بحران وروسته، پور ورکونکو نه غوښتل مکسيکو ته ستانه شي او د دې لپاره چې د اوسني حساب انډول پر ځای وساتي، حکومت د دودپيسې د ارزښت کمولو  ته مراجعه وکړه، د کومو په پايله کې چې د پيسو بې مخينې پړسوب منځ ته راغی، کوم چې په ۱۹۸۷ز کال کې خپلې تاريخې لوړې کچې یعنې ۱۳۹.۷٪ ته ورسېد.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کاتولیکه کلیساآیو (سپوږمۍ)خيال محمدامير امان الله خانروبي وېليمزد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)زړه پوهنهسيد جمال الدين افغانيراپورجنسي اوښتوننیټفلیکسکنفوسیانیزمچرگمولانا بجلی ګهرعبدالرحمان بابالمونځ څه ته وايي؟سیسیلیا پېن-ګاپوچکېنعطاردبنجامين فرانکلينپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهحرکتپروتز( مصنوعی غړي)محمد ظاهر شاهتاندلیونل مېسيټينګوالی (غلظت/تراکم)د چین کورنۍ جګړهعبدالمنان ارغندد جاسوسۍ او پېژندلو الوتکېب ام ولینڅناساګوجربخاراکيميابرازیلسود ( ربا )جکارتاروديشياد جنازې لمونځجو بایډنبین النهرینليکوالالکساندر هرتسناسلامافغانستاناشرف غنيتور اېلډرننګرهار ولایتد ۱۹۸۹ ز کال انقلابونهانسانپروژهنیو جرسيلوېديځه افريقاد شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲عبدالرحيم وردگلیبیااسد آباد ولسوالۍملاله ميوندوالهد ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کولکټوازسمپسنزمنبرگوډ تېمورد افغانستان اقتصادزورواکي🡆 More