د فراغت وختونه خوشې مه تېروه

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

د فراغت وختونه خوشې مه تېروه

د کتاب ځانګړنې:

انسان دې خپل شواروز د څو څیزونو لپاره وویشي:

۱-د کار او زده کړې لپاره.

۲-د عبادت او خدمت لپاره.

۳-د خوب ا و دمې لپاره.

۴-د تفریح لپاره.

ځکه که تفریح نه وي؛ کار، زده کړې، چوپړ او عبادت ته به مو سمه ډډه نه لګي. په اسلام کې د ګټورو ورزشونو- ادمان؛ لکه د اس سپرلي، غشی ویشتنه او لامبو سپارښتنه شوې او دې ډول چارو ته یې سیالۍ هم ایښې وې او پخپله رسول الله (ص) به هم پکې ګډون کاوه او ګټونکيو ته به یې ډالۍ او انعامونه هم ورکول. هغه مهال یې ګټونکیو ته د کجورې ونه او بلاربه اوښه ورکوله او تاسې ښه خبر یاست چې کجوره هغه مېوه ده، چې تر ډېرې مودې یې ساتلی شې، بې له دې چې ورسته شي او له پاڼو او لرګیو یې هم خورا ډېرې ګټې کېدای شي.

اوښه چې لنګه شي؛ نو له بچي، ورګو، شیدو او همداراز روسته یې له پشم هم ګټنه کېږي او بار هم وړی شي.

په اسلامي ورزشونو کې کنځل او کینه نه وي. اسلام د ښځې او سړي دواړو لپاره ورزش اړین ګڼي او موروپلار ته سپارښتنه کوي، چې اولادنو ته مو غشی ویشتل دفاع ته او لامبو ځان ژغورلو ته ورزده کړئ.

اسلام د ډېری چارو ثواب د تګ، حرکت او کوښښ پر بنسټ، چې یو ډول ورزش دی، ایښی دی. د بېلګې په توګه وايي: هر ګام چې د خپلوانو لیدو یا د علم زده کړې یا په جومات کې د لمانځه لپاره اخلئ، ثواب لري؛ یعنې ثواب او انعام یې د ورزش پر بنسټ، چې ګام اخستل دي،ایښی دی او نه دي یې ویلي، چې هر ټکی چې زده کوئ او د خپلوانو هره لیدنه چې کوئ، ثواب لري؛ بلکې ویلي یې دي: هر ګام چې ددې چارو لپاره پورته کوئ؛ نو څرګنده ده، چې پلی ګرځېدل (ګام پورته کول) خورا ساده، عمومي،ارزانه او د ټولو په لاسرس کې ورزش دی او د ځینو ثوابونو بنسټ هم پرې ایښوول شوی دی.

نوکان اخستل، د جمعې پر ورځ غسل او پاکوالی، دیني غونډو ته تلل، د دوستانو او خپلوانو لیدو ته تلل، مړی ژوندی کول او د جمعې په لمانځه کې برخه اخستل، د رخصتۍ د ورځې احکام دي.

د جمعې ورځ د مسلمانانو یو اختر ګڼل کېږي.

د جمعې د ورځې لمونځ یو عبادت دی؛ خو نورې ځانګړنې هم لري:

۱-د ماسپښین د لمانځه پر ځای کېږي.

۲-د ماسپښین فرض لمونځ څلور رکعته؛ خو د جمعې دوه رکعته دی.

۳-د جمعې د لمانځه امام دوه خطبې او ویناوې لري، چې د دواړو ترمنځ یوه شېبه کېني. دا دوه خطبې د دوو فرض رکعتونو پر ځای حسابېږي او امام جمعه باید خلک تقوا او له ګناه لرې کېدو ته راوبلي او په خپلو ویناوو کې هغه څه خلکو ته ووايي، چې د وخت اړتیا وي.

۴-د خطبو اورېدل لازم دي.

۵-امام جمعه باید خپلې خطبې په ولاړه ووايي او وسله او یا یې ورته څيز په لاس کې وي.

موږ باید په خپلو رخصت ورځو کې خپلې ټولې وګړیزې او ټولنیزې نیمګړتیاوې جبیره  کړو، هم خپل جسم ته رسېدګي وکړو او هم روح ته. هغې اړینې زده کړې، چې د کار او زده کړې پر مهال مو وخت ورته نه و کړی، په رخصتیو کې یې جبران کړو. له هغو هنرونو او کسبونو مه غافلېږئ، چې سبا ورځ مو له بېوزلۍ ژغوري، په تېره هغه هنرونه او کسبونه، چې پر هنر او کسب سربېره، وټيزه ګټه هم ولري. د بېلګې په توګه: ګنډل، اوبدل، لاسي صنایع او داسې نور چې تاسې،کورنۍ او هېواد ته وټیزه ګټه ولري. په رخصتیو کې هرومرو یوه فن او هنر زده کړئ.

ورزش هم باید له اخلاقو، مینې او چوپړ سره مل وي،  نه پر نورو ویاړنې او کړولو سره.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د چين د خلکو جمهوريت ولسمشرد کابل کندهار لویه لارد بدر غزامحمد بن قاسماوتو فون بیسمارکد سوداګرۍ اتحادیهقرآن کریمغوره ويناوېډنمارکښوونکیتایواندریم جورججنسي ناوړه ګټه اخيستنهرېږدلهميوند بانکتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟سید مرچ آغاکفنامير دوست محمد خانکچالود ښځې تناسلي آلهد خلق ډموکراتيک ګوندزمری2012اسلامپاميردري ژبه۸۰۰ (عدد)عنايت الله عنايتپه بریتانیا کې بادي برېښناښوونځیکابل ولايتد افغانستان لومړی وزيرد هیوادونو نوملړد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهجو بایډنسره میاشتپښتني بانکمتلونهپاکستانڅارنهکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)د نړۍ نفوسبانکموروختعبدالله مقریکابلد ډبرو د سکرو کان کیندنهد فلم تاريخلایوش کشوتد منجمنټ اساساتبرېښناچین د خلکو جمهوریتد لویې بریتانیا دویم جورجميدان وردگ ولايتاسحاق ننگيالملاله ميوندوالهدرملمحمد رياض تسنيمد انګلستان دوم چارلزخرقه شريفهلغمان ولايتپېښورد کمپیوټر ځانګړتیاويد غواگانو روزنهامازون باراني ځنګلمني (مايع)🡆 More