له جغرافیايي پلوه د اقلیمي بدلون اقتصادي اغېزې بېلابېلې دي او دقیق اټکل یې ستونزمن دی.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې اوسنۍ اقتصادي ماډلجوړونه ښايي د اقلیمي بدلون اغېزې له پامه وغورځوي. دوی وايي د داسې نویو ماډلونو جوړولو ته اړتیا ده چې د احتمالي زیانونو څه ناڅه دقیق انځور وړاندې کړي. له دې سره سره، په ۲۰۱۸ کال کې یوې څېړنې وښوده چې که د پاریس په تړون کې د ټاکل شوي ۲ سانتي ګراد درجې هدف د پیروۍ لپاره د کمښت ستراتیژۍ عملي شي، د ګازونو د خورا لوړ انتشار د سناریو په پرتله به تر ۲۱۰۰ کال پورې احتمالي نړیوالې اقتصادي لاستهراوړنې شاوخوا ۱۷ ټریلیون ډالره وي.
نړیوال زیانونه څرګندوي چې له ۱۹۷۰یمې لسیزې راهیسې د هوا د شدیدو پېښو له امله لګښتونه ډېر شوي دي. ټولنیزو-اقتصادي عواملو د نفوس د ودې او شتمنۍ د ډېرېدو په څېر نړیوالو زیانونو په لیدل شوي بهیر کې ونډه لرلې ده. د ودې یوه برخه د سیمهيیز اقلیم له عواملو سره هم تړاو لري چې د اورښت او سېلابونو په پېښو کې بدلون یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا ستونزمنه ده چې د زیانونو پر دغه بهیر د ټولنیزو-اقتصادي عواملو او اقلیمي بدلون اړوندې اغېزې اندازه کړو. له دې سره سره، دا بهیر څرګندوي چې د اقلیمي بدلونونو په مقابل کې د ټولنیزو سیستمونو کمزوري زیاته شوې ده.
په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې وښوده چې اقلیمي بدلون له نړیوالې اقتصادي نابرابرۍ سره مرسته کړې ده. په سړو سیمو کې بډایو هېوادونو د اقلیمي بدلون له امله په ټولیز ډول لږ اقتصادي زیانونه لیدلي دي او یا هم حتا ګټه یې ترې اخیستې ده، خو د ګرمو سیمو بېوزلو هېوادونو په ډېر احتمال سره تر هغه وخت لږ وده کړې چې د نړیوالې تودوخې پېښې نه کېدې.
د اقلیمي بدلون د ټولو اقتصادي اغېزو اټکل ستونزمن دی، خو کله چې د تودوخې درجه لوړېږي نو اقتصادي اغېزې هم ورسره لوړېږي. که نړیواله تودوخه د ۳.۶۶ سانتي ګراد درجو په پرتله ۱.۵ سانتي ګراد درجو ته محدوده شي، ټول زیانونه تر ۹۰ سلنه کم اټکل کېږي او دا د تودوخې هغه درجه ده چې هېڅ کمښت نه ښيي. یوې بلې څېړنې وښوده چې که د اوج د نقطو له احتمالي اغېزو پرته د تودوخې درجه تر ۳ سانتي ګراد پورې محدوده وي، د پېړۍ په پای کې به په نړیوال ناخالص تولید کې ۳.۵ سلنه کمښت راغلی وي. یوې بلې څېړنې وښوده چې که د اوج نقطه په پام کې ونه نیول شي، نړیوال اقتصادي اغېز کم اټکل کېږي. د اکسفورډ ایکونامېکس د لوړ انتشار د سناریو له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورې د ۲ درجې تودوخې زیاتوالی د نړۍ له ۲.۵ تر ۱.۵ سلنې نړیوال ناخالص تولید کم کړي. په دې ډول به تر ۲۱۰۰ زیږدیز کال پورې تودوخه ۴ درجې لوړه شي چې په تر ټولو بد حالت کې نړیوال ناخالص تولید ۳۰ سلنه کمولی شي.
د اقلیمي بدلون په اقتصادي اغېزو کې هر هغه کمښت (مثلاً د نړۍ اوسط تودوخه له ۲ سانتي ګراد څخه ښکته محدودول) یا تطابق (مثلاً د سېلاب د دفاع سیستم رامنځته کول) شامل دی چې د هېوادونو لهخوا عملي کېږي او ښايي اقتصادي پایلې ولري.
د اقلیمي بدلون اغېزې د اقتصادي لګښت په توګه اندازه کولی شو. دغه اغېزې د مارکېټ له اغېزو سره برابرې دي، یعنې هغه اغېزې دي چې د مارکېټ له معاملاتو سره اړوندې دي او مستقماً پر ناخالص داخلي تولید اغېز کوي. د غیر بازاري اغېزو د پولي معیارونو محاسبه چې د انسان پر روغتیا او ایکوسیستم اغېزې په کې شاملېږي، خورا ستونزمن کار دی. د اغېزو د اټکل اړوندې نورې ستونزې په لاندې ډول دي:
لکه څرنګه چې وویل شول د اقلیمي بدلون د اغېزو اقتصادي اټکلونه نابشپړ دي. پوهانو د اقلیمي بدلون د اقتصادي اغېزو د اټکلولو لپاره د ارزونې اړوند ماډلونه کارولي دي. په دغو ماډلونو کې د ځینو اغېزو اټکلونه شامل دي چې پر کرنه د اقلیمي بدلون اغېزې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په نورو برخو کې ماډلونه ځینې اغېزې نه رانغاړي. یوه بېلګه یې دا احتمال دی چې اقلیمي بدلون د کډوالۍ یا شخړې لامل کېدای شي.
د بریتانیا د حکومت لپاره د سټیرن څېړنې وړاندوېینه وکړه چې د نړۍ ناخالص تولید به د اقلیم د اړوندو لګښتونو له امله څو سلنه کم شي. د دوی محاسبات ښايي هغه ایکولوژیکي اغېزې له پامه وغورځوي چې له اقتصادي پلوه ستونزمنې دي (لکه د انسانانو مړینه یا د حیاتي تنوع له منځه تګ)، یا یې هم ښايي اقتصادي پایلې په ټکني ډول څرګندې شي. له همدې امله ښايي د دوی محاسبات له پامه وغورځول شي.
د اقلیمي بدلون اغېزې له نورو هغو اغېزو سره پرتله کولی شو چې پر انساني ټولنه او چاپېریال کېږي. راتلونکی ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ښايي د اقلیمي بدلون پایلې په کلکه اغېزمنې کړي. د بېلګې په توګه کوم خلک چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي، د شمېر اټکل یې د راتلونکي ټولنیز-اقتصادي پرمختګ په اړه انګېرنو ته په کتو سره ډېر توپیر لري.
اقلیمي بدلونونه ښايي پر ځینو ایکوسیستمونو اغېز وکړي چې مرجاني ډبرې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په اوږد مهال کې (له ۲۰۵۰ کال وروسته) ښايي اقلیمي بدلون په نړۍ کې د ژوندیو موجوداتو د بېلابېلوالي د له منځه تګ پر لوی محرک بدل شي.
د اقلیمي بدلون ټولنیزې-اقتصادي اغېزې ښايي په هغو ټولنو کې لا ډېرې وي چې له نورو فشارونو سره مخ دي .د بېلګې په توګه بېوزله ټولنې د هوا د سختو پېښو په مقابل کې زیان منونکې دي او ښايي د اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې راشي. په ټولیزه توګه نور (ډیموګرافیک او ټکنالوژیک) بدلونونه د اقلیمي بدلون په پرتله پر انساني ټولنه ډېر اغېز لري. له بلې خوا، لویې اغېزې په طبیعي او ټولنیزو سیستمونو کې له ناڅاپي بدلونونو سره هم پېښېدای شي. د ناڅاپي بدلونونو په اړه علمي پوهه کمه ده.
بله پام وړ خبره دا ده چې د اقلیمي بدلون په مقابل کې زیانمننه څومره بېلابېله ده. په ځايي کچه د هوا سختې پېښې ښایي په زیانمنېدونکو ځایونو کې ډېرې اغېزې ولري. بله مهمه احتمالي او اوږدمهالې اغېزه دا ده چې ښايي په ټیټو ساحلي سیمو کې د سمندر سطحه لوړه شي.
په ۲۰۱۷ کال کې اقلیمي بدلون د هوا د سختو پېښو لامل شو چې لږ تر لږه ۱۰۰ میلیارده امریکايي ډالره زیان یې واړاوه. دا اغېزې د اوږدې مودې په جریان کې لیدل کېدای شي. اټکل کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵۰۰۰۰۰ کسان مړه شوي او د شدیدې هوا د پېښو په پایله کې ۳.۵ ټریلیون ډالره ضایع شوي دي. د تودوخې زیاتوالی به د اقتصادي زیانونو د چټکتیا لامل شي. په ۲۰۱۷ کال کې د هغو خپلواکو اقتصادپوهانو یوې سروې چې د اقلیمي بدلون اغېزې یې څېړلې، وښوده چې د نړیوال ناخالص داخلي تولید د راتلونکو زیانونو اټکلونه له ۲ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې بېلابېل دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د اقلیمي بدلون اقتصادي اغېزې, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.