حجاز ( عربی (عربي: ٱلْحِجَاز) ) هغه سیمه ده چي د اوسني عربستان مکه، مدینه، جده، تبوک، طایف ینبوع او شاوخوا سیمي په ځان کي رانغاړي.
یاده سیمه همدرانګه په عربستان کي د "لویدیځ ولایت" په نوم هم پیژندل کیږي، چي په لویدیځ کي د سره سمندر ، په شمال کي د اردن ، په ختیځ کي د نجد ، او په سوېل کي د عسیر سیمې سره پوله لري. د دې سیمي ترټولو لوی ښار جده دی، کوم چي په سعودي عربستان کې دوهم لوی ښار ګڼل کیږي، ورپسې مکه او مدینه په ترتیب سره د هیواد څلورم او پنځم لوی ښارونه دي.
حجاز | |
---|---|
الحجاز حجاز | |
د حجاز انځور | |
Map of the Hejaz showing the cities of Mecca, Medina, Jeddah, Yanbu and Tabuk. The Saudi region is outlined in red and the 1923 Kingdom is in green. | |
کورډېناټونه: ۲۳°۳۰′۱۳″شمال ۴۰°۵۱′۳۵″ختیځ / 23.5036°شمال 40.8597°ختيځ | |
اداري وېش | |
Country | کينډۍ:Saudi Arabia |
Regions | Al-Bahah, Mecca, Medina, Tabuk |
پراخوالی | |
وروستي مالومات | |
سمول |
لکه څنګه چي د مکې او مدینې ښارونو موقعیت، په ترتیب سره په اسلام کې لومړی او دویم مقدس ځایونه دي په همدې ډول حجاز هم د عربو اسلامي، تاریخي او سیاسي سیمو څخه بلل سوی دی. حجاز په سعودي عربستان کي تر ټولو زیات نفوس لري، او عربي ژبه د سعودي عربستان د نورو ځایونو په څېر دلته حجازي عربي ده. د توکم له پلوه ځیني حجازیان د بېلابیلو اصلونو څخه دي، که څه هم لوی اکثریت یې د عربي نژاد دي.
د اسلامي تاریخ له مخي دا سیمه د اسلام د پیغمبر محمدﷺ د زیږون ځای دی، کوم چي په مکه کي زیږیدلی وو. حجاز د مسلمانانو د لومړنیو فتوحاتو له لاري د هغوی د امپراتورۍ برخه گنل کېده، چي لمړی د راشده خلافت ، ورپسې اموي خلافت ، او په پای کې عباسي خلافت ددغه سیمي واکمنان وه. عثماني امپراتورۍ پر دې سیمه یو جزوي کنټرول درلود او د هغوی له پرځېدو وروسته حجاز د یوه خپلواکه سلطنت په توګه په 1925 کال کي رامنځ ته سو. د 1932 په سپتمبر کي د حجاز او نجد سلطنت د الحسا او قطیف د سعودي واکمنۍ سره یوځای او د سعودي عربستان متحد سلطنت یې رامینځته کړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article حجاز, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.