جولیا وارډ هاو (د ۱۸۱۹ ز کال د مې ۲۷مه – د ۱۹۱۰ ز کال د اکتوبر ۱۷مه) یوه امریکايۍ شاعره او لیکواله وه چې د «جمهوریت د جګړې سندرې» د لیکلو او په ۱۸۷۰ ز کال کې د مور د ورځې لپاره د سولې غوښتنې د اصلي اعلامیې د لیکلو له امله مشهوره شوه.
اغلې هاو د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او ټولنیزه فعاله هم وه، په ځانګړې توګه د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره.
جولیا وارډ هاو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۷ مې ۱۸۱۹ نيويارک |
مړینه | 17 اکتوبر 1910 (91 کاله) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ميړه | سامويل ګريډلي هاو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | شاعر ليکوال |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
د کړنې څانګه | شعر |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
هاو په نیویارک ښار کې وزېږېده. د مور او پلار د ۷ بچیانو په ډله کې ۴مه بچۍ وه. پلار یې «ساموېل وارډ» نومېده، چې د «وال سټرېټ» ونډهوال، بانکوال او کلک کالوينېست و. مور یې «جولیا راش کاټلر وارډ» هم شاعره وه. کله چې هاو پنځه کلنه وه، مور یې د زېږون پر مهال مړه شوه.
هاو تر شپاړس کلنۍ پورې، د خصوصي ښوونکو په مرسته او د ځوانو نجونو په ښوونځیو کې زدهکړې وکړې. مشر ورور یې «ساموېل کاټلر وارډ» اروپا ته سفر وکړ او کور ته یې یو خصوصي کتابتون راوړ. هاو په دغه کتابتون کې، هغو کتابونو ته لاسرسی درلود چې ډېری یې له کالوېنېستي نظریو سره په ټکر کې وو. دا یوه ښه لوستونکې شوه، ټولنیز او علمي کتابونه یې ولوستل. پلار یې یو بریالی بانکوال و او هاو هم له همدې امله له چارلېز ډېکنز، چارلېز سامنر او مارګرېټ فولر سره ولیدل.
ورور یې «سام» له اسټور کورنۍ سره واده وکړ [په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په سوداګرۍ، ټولنه او سیاست کې مشهوره کورنۍ وه]، ده ته یې ډېره ټولنیزه آزادي ورکړه او دا آزادي یې له خور سره شریکه کړه. وروڼه او خویندې یې په ۱۸۳۹ ز کال کې د پلار، ورور «هنري»، د ساموېل د مېرمنې «امیلي» او نوي زېږېدلي ماشوم په مړینه ډېر غمجن شول.
که څه هم جولیا د پروټسټانټ کلیسا پلوۍ وه، خو په ۱۸۴۱ز کال کې توحیدپاله شوه. دې په بوسټون کې له «ساموېل ګرېډلي هاو» سره ولیدل چې ډاکتر او اصلاحغوښتونکی و او د «پرکینز» په نامه یې د ړندو لپاره ښوونځی جوړ کړی و. هاو له دې نه د واده غوښتنه وکړه. په ۱۸۴۳ ز کال کې دوی پر اتلس کاله سني توپیر سربېره واده وکړ. د اروپا په چکر کې يې لومړنی بچی وشو. د دوی وروستی بچی، په ۱۸۵۹ ز کال کې وزیږېد او دا مهال اغلې هاو څلوېښت کلنه وه. دوی شپږ بچیان لرل: «جولیا رومانا هاو»، «فلورانس ماریون هاو»، «هنري ماریون هاو»، «لورا الیزابېت هاو»، «موډ هاو» او «ساموېل ګرېډلي هاو». هاو د ناوللیکوال «فرانسیس ماریون کرافورډ» عمه وه. اغلې هاو ته واده په سر خوږي بدل شو. ځکه مېړه یې د دې لیکوالي نه منله او هر څه یې چې له لاسه کېدل ویې کړل، تر څو یې د پنځونو مخه ونیسي.
په ۱۸۵۲ ز کال کې یې د «روډ ایسلنډ» په پورتسموت سیمه کې له ۴.۷ هکتاره ځمکې سره یو «کلیوالي کور» واخیست، چې هغه یې «اوک ګلن» ونوماوه. دوی په بوسټون او نیوپورت کې د کورونو ساتلو ته دوام ورکړ، خو هر کال یې په «اوک ګلن» کې څو میاشتې تېرولې.
اغلې هاو په ویناوو کې ګډون کاوه، بهرنۍ ژبې یې لوستې او نندارې او ډرامې یې لیکلې. هاو تر واده وړاندې په «نیویارک ریویو او تیولوجیکل ریویو» کې د «ګوته»، «شیلر» او «لامارټین» په اړه لیکنې خپرې کړې وې. د شعر لومړۍ ټولګه یې په مستعار ډول په ۱۸۵۳ ز کال کې خپره شوه. په دې شعري ټولګه کې شخصي شعرونه را ټول شوي وو او خاوند یې پرې خبر نه و، خاوند یې هغه مهال د «کامن وېلت» خپرنۍ اېډېټر و. دویمه مستعاره شعري ټولګه یې د (Words for the Hour) په نامه په ۱۸۵۷ ز کال کې خپره شوه. دې د «لینورا»، «ورلډ اون» او «هیپولیتوس» په څېر نندارو لیکلو ته دوام ورکړ. په دغو ټولو آثارو کې یې خپل ناوړه واده ته اشارې کړې دي.
اغلې هاو د ماموریتونو په ګډون په ډېرو سفرونو لاړه. په ۱۸۶۰ز کال کې يې د «کوبا ته سفر» په نامه لیکنه خپره کړه، چې د ۱۸۵۹ ز کال د سفر په اړه یې وه. د تور پوستانو په اړه يې سپکې نظریې د «ویلیم لویډ ګریسون» غوصه را وپاروله، هغه د تور پوستانو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوی و. هاو د غلامانو پر آزادۍ باور درلود، خو پر نژادي برابرۍ یې باور نه درلود. په ۱۸۶۰ ز کال کې په نیویارک ټرېبیون کې د نیوپورت ټولنو په اړه څو لیکنې هم خپرې شوې دي.
د هاو لیکوالۍ او آثارو خپرولو یې خاوند ډېر ځوراوه، دلیل یې څو ځله د مېرمنې په توګه د ښځې پر رول، خپل واده او په ټولنه کې د ښځې پر رول نیوکه وه. د دوی د واده ستونزې داسې کچې ته ورسېدې، چې په ۱۸۵۲ ز کال کې جلا شول. ساموېل یې چې کله خاوند شو، د هغې د املاکو د عاید بشپړ کنترول یې واخیست. په ۱۸۷۶ ز کال کې يې د خاوند له مړینې وروسته پام شو چې پر ځینو ناوړه پانګونو یې ډېرې پیسې له منځه تللې دي.
د هاو لیکوالي او ټولنیز فعالیتونه تر ډېره له روزنې او د ښځې او خاوند له ګډ ژونده پیلېږي. د هاو د ستونزمن واده او د هغې پر کار يې د اغېز په اړه ډېرې څېړنې شوې دي.
هاو د ۱۸۷۰یمې ز لسیزې په لومړیو کې د «ماساچوسټ» د والي لهخوا د سولې د قاضي په توګه معرفي شوه، خو له دې سره سره یې د ټاکل کېدو په اړه ګنګوسې موجودې وې، ځکه ډېری په دې باور وو چې، ښځه د دغه پوست لپاره مناسبه نه ده. په ۱۸۷۱ ز کال کې د ماساچوسټ سترې محکمې پرېکړه وکړه چې، ښځې د قانون جوړوونکي له څرګند جواز پرته هېڅ قضايي منصب نه شي لرلی، په پایله کې یې د سولې د قاضي په توګه د هاو انتصاب وځنډاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې فعالان د داسې قانون د تصویب غوښتنه وکړي، چې ښځو ته د خپل مقام او منصبت د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.
هاو د ۱۹۱۰ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د سږو ناروغۍ له امله په خپل کور کې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه. د ماساچوسټ ایالت په کمبرېج سیمه کې د «مونټ اوبورن» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د یادګار په مراسمو کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو د «جمهوریت د جګړې سندره» دې ته د درناوي په توګه زمزمه کړله، کټ مټ، لکه: د هغې په هره وینا کې به یې چې زمزمه کوله.
تر مړینې وروسته یې بچیانو په ۱۹۱۶ ز کال کې د ژوندلیک په برخه کې همکاري وکړه. د بیوګرافۍ لپاره یې د پولیټرز جایزه وګټله.
د دې په نامه څو ځایونه نومول شوي دي:
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جولیا وارډ هاو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.