توبه د انسانانو د پښېمانۍ د څرگندولو کړنه ده چې د گناه، تېروتنې، ناسمې کړنې، قانوني جرم او بې لارۍ په وخت کې يې د معبود او يا هم د لوړو چارواکو او خپلو خپلوانو په وړاندې اظهاروي.
الله رب العزت ته توبه ايستل داسي عمل دی چي هيڅ مسلمان ترې بې پرواه کېدای نشي،دهرمسلمان توبې ته اړتياشته،هره ورځ ورته اړدی.الله پاک هم انسانانوته په قرآن کريم کي په مختلفومقاماتوکي د توبې ترغيب ورکړی دی الله فرمايي:
﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّکمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور31){اې مؤمنانو!تاسوټول په گډه سره الله ته توبه وباسئ! هيله ده چي بری موپه برخه شي}
رسول الله صلی الله عليه وسلم هم امت امرکړی چي تاسوالله ته توبه وباسئ اوله هغه څخه بخښنه وغواړئ په يقني توگه زه هم په ورځ کي سل ځله توبه باسم(مسلم) په دې حديث کي دتوبې ډېراهميت ته اشاره شوې ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم چي له گناهونونه معصوم اوپاک دی،هغه سل ځله په ورځ کي توبه باسي،نوموږته خوپکارده چي تردې هم زياته توبه وباسو. دادالله رب العزت ډېرلوی فضل اواحسان دی چي له انسانانوتوبه قبلوي،گناهونه يې وربخښي بلکي داسي يې گرزوي لکه بالکل چي يې گناه نه وي کړې په حديث کي راغلي دي: ((الإسلام يهدم ما كکن قبله والتوبة تهدم ما كکن قبلها) {اسلام هغه(گناوي)ورانوي(له مينځه يې وړي) کومي چي ترې مخکي شوې وي، اوتوبه هغه گناوي ورانوي کومي چي ترې مخکي شوې وي } په بل حديث کي راغلي دي:التائب من الذنب کمن لاذنب له(مسلم) {له گناه څخه توبه ايستونکی دهغه چاپه څېردی چي گناه يې له سره کړې نه وي } د توبې په ايستلوکي بايدانسان له تلواره کارواخلي ځکه دمرگ وخت معلوم نه دی بل داچي علماووليکلي دي چي دتوبې ځنډول هم گناه ده. که څوک غواړي چي الله ته توبه وباسي،هغه بايدلومړی توبه وپېژني،هغه شرائط وپېژني ،له کوموپرته چي توبه ارزښت نه لري اوپه خپله توبه کي يې مراعت کړي: توبه په لغت کي رجوع اوگرزېدوته وايي. په شريعت کي يې مطلب دالله پاک له نافرمانۍ څخه دهغه دطاعت او عبادت په لوري گرزېدل دی . توبه درې مراتب لري،په هغوکي ترټولولويه مرتبه له کفرڅخه دايمان په لورگرزېدل دي .
ديادوني وړده چي داشرط هم ډېرمهم شرط دی چي له دې پرته توبه هيڅ اعتبارنه لري . دگناه پرېښودل که دنارواکارپه پرېښودلوکېدل،هغه کاربه پرېږدي. که داسي گناه وه چي دفرض ياواجب دپرېښودوله کبله وه،نودهغې گناه پرېښودل داسي کيږي چي هغه فرض ياواجب به اداکوي لکه دبېلگي په توگه چادخپل مال زکات نه وي ورکړی،اوس غواړي چي توبه وباسي، نودده دتوبې دقبلېدولپاره داشرط ده چي دکوموکلونوزکاتونه يې نه وي ورکړي،هغه به اداکوي. که گناه داسي وه چي دبل چادحق سره يې تعلق وو، دچاحق ورباندي وو، قرض يې وي،يايې له چاڅه شی غلاکړی وي،يايې يوشی په زورله چااخيستی وي،نودده دتوبې دقبلېدو لپاره هغه ته خپل حق وررسول،يادهغه بخښنه ضروري ده . له دې پرته نه قبليږي .
وَلَيسَت التَوبَةُ للَذينَ يَعمَلُونَ السَيئات حَتی اذَاحَضَرَاَحَدهمُ المَوتُ قَالَ اني تُبتُ الآنَ (النساء :18){دهغه خلگولپاره توبه نشته،چي پرلپسې بدکارونه کوي،تردې پوري چي کله له هغونه د يوه تن دمرگ نيټه راورسيږي نوپه هغه وخت کي وايي:اوس مي توبه وايسته} همدارازدمغرب له خوادلمرله راختومخکي به وي. له دې وروسته هم نه قبليږي لکه څنگه چي الله پاک فرمايي:
يَومَ يَاتي بَعضُ آيات رَبکَ لَايَنفَعُ نَفسًالَم تَکُن آمَنَت من قَبلُ اَوکَسَبَت في ايمَانهَاخَيرًا(الانعام :185)
کومه ورځ چي ستادرب کومي مخصوصي نښانې راڅرگندي شي،بيابه يوداسي چاته دهغه ايمان هيڅ گټه ونه رسوي چي مخکي يې ايمان نه وي راوړی،يايې په خپل ايمان کي نېکي نه وي کړې له دغونښانوڅخه مراددمغرب له لوري دلمرراختل دي لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي. نوبياکه يوکافرايمان راوړي،ايمان يې دقبول وړنه دی،که مسلمان له گناهونوتوبه باسي،هم نه ترې قبليږي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article توبه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.