انټي اکسياډينټ

انټي اکسياډينټ (د اکسيايډ کېدلو ضد مواد/له نورو موادو سره د اکسيجن د ترکيب ضد مواد)

انټي اکسياډينټ هغه مرکبات دی چې د اکسياډ کېدو (له نورو موادو سره د اکسيجن د يو ځای کېدو) مخه نيسي، يو داسې کيمياوي غبرګون چې کولای شي ازاد راډيکالونه او ځنځيري غبرګونونه پيدا کړی، کوم چې د يو ژوندي موجود حجرې زيانمنولای شي. انټي اکسياډنټونه لکه «تيولس» يا «ايسکوربک اسيډ» (ويټامين سي) کولای شي د دې غبرګون مخه ونيسي. د اکسياډيټ کونکي فشار د انډول برابرولو لپاره،  ژوندي موجودات انټي اکسياډيټونه لري او توليد کولای يې شي، لکه ګلوټاتيون، مايکوتيول يا بيسيليتيول.

يواځيني خوراکي انټي اکسياډ کونکي وټامين ای، سي او اي، دي. «انټي اکسياډينټ» اصطلاح د صنعتي کيمياوي موادو لپاره هم کارول کېږي، کوم چې د توليد پر مهال په مصنوعي ربڼ، پلاستيک او سون توکو کې د اکسياډ کېدو مخه نيسي، يا په خوراکونو او سينګار توکو کې د خوندي کونکو په توګه ګټه ځينې اخيستل کېږي.

په داسې حال کې چې ميوې او سبزيجات د انټي اکسياډنټ وټامينونو څخه ډکې سرچينې دي او شونې ده چې د صحي خوراک برخه وي، خو د دې لپاره کوم څرګند ثبوت نه شته چې له بوټو څخه منځ ته راغليو خوراکونو استعمال په ځانګړي ډول په خوراکونو کې موجود انټي اکسياډنټ وټامينونو له امله روغتيا ته ګټه رسولای شي. د انټي اکسياډنټ په توګه بازار ته وړاندې کېدونکي غذايي مکمل درمل، په انسانانو کې د روغتيا د ښه کولو يا د ناروغيو د مخنيوي لپاره نه دي ښودل شوي. د يو شمېر څېړنو پر بنسټ، بيټا کيروټين، وټامين ای او وټامين اي غذايي مکمل درمل د مړينې په کچه يا د سرطان پر ګواښ کوم مثبت اغېز نه غورځوي. سربېره پر دې، سيلينيم يا وټامين اي په مرسته غذايي مرسته د زړه د ناروغۍ ګواښ نه کموي.

د روغتيا څېړنه

له خوراک سره اړيکه

که څه هم د ښې روغتيا لپاره په خوراک کې د انټي اکسياډينټ وټامينونو يوه ټاکلې کچه اړينه وي، بيا هم په دې اړوند د پام وړ بحث شته چې ايا انټي اکسياډينټ څخه ډکو خوراکونو يا غذايي مکملو درملو کې د ناروغۍ ضد فعاليت موجود وي که نه. سربېره پر دې، که دا په رښتيا هم ګټور وي، خو بيا هم دا معلومه نه ده چې کوم انټي اکسياډنټونه په خوراک کې روغتيا ښه کونکي او په کومه کچه په عام خوراک کې له اندازې څخه زيات دي. يو شمېر لیکوالان په دې اټکل اختلاف لري چې انټي اکسياډينټ وټامينونه د مزمنو ناروغيو مخه نيولای شي او ځينو اعلان کړی ده چې دا اټکلونه ثابت شوي نه او ناسم دي. د «پوليفينول» ماده چې د معاينې به بوتل کې د انټي اکسياډينټ ځانګړتياوې لري، په بدن کې ناڅرګند انټي اکسياډينټ فعاليتونه دي، د کوم لامل چې د هضم کېدو له پروسې څخه وروسته په پراخه کچه د ميټابوليزم او ګټورتيا ډېر کم طبي ثبوت دی.

تعاملات

له انټي اکسياډينټ ځانګړتياوو سره عام درمل جوړول (او مکملې غذاګانې) په يو شمېر د سرطان ضد درملو او اشعاعي درملنې په ګټورتيا کې مداخله کولای شي.

منفي اغېزې

په پرتليز ډول پياوړي کمونکي اسيدونه د هاضمې په دستګاه کې د غذايي معدنياتو، لکه وسپنه او زنک سره په نښلېدلو او له جذب کېدو سره د هغې په مخنيوي له غذاييت څخه خوندي کونکي اغېزې درلودلای شي. بېلګې يې اکساليک اسيډ، ټيننز او فايټک اسيد دي، کوم چې له بوټو څخه جوړو شويو غذاګانو کې زيات وي. په مخ پر وده هېوادونو کې، چېرته چې غوښه کمه خوړل کېږي او له لوبيا او د غلو دانو څخه جوړه شوې ډوډۍ زياته مصرفېږي، په دې سيمو کې کلشيم او وسپنې کمی غېر معمولي خبره نه ده. په هر حال، راټوکېدل، لندېدل، يا مايکروبيل تخمير دا ټولې کورنۍ لارې چارې دي، کوم چې د نا تصفيه شويو غلو فايټيټ او پوليفينول مواد کموي. د Fe, Zn او Ca په جذب کې زياتوالي خبرتيا په هغو بالغانو کې ورکړل شوې ده چې د ډيفايټينايزډ غلې دانې خوري، په مقابل کې يې هغه غلې دانې دي، په کومو کې چې د دوی اصلي فايټيټ موجود وي.

خوراکونه د شته اسيد کمول
کاکو لوبيا او چاکليټ، پالک، شلغم او روبرب اکساليک اسيد
ټولې غلې دانې، جوار، حبوبات فايټک اسيد
چای، لوبيا (مټر)، بند ګوپي (کرم) ټيننز


شونې ده چې په زیاته کچه يو شمېر انټي اکسياډنټونه په اوږد مهال کې زيانمنې اغېزې ولري. د سږو د سرطان په ناروغيو اخته ناروغانو د «بيټا کيروټين» او «ريټينول» ګټورتيا ازموينې (CARET) له څېړنې معلومه شوې ده چې نشه کوونکو ته «بيټا کيروټين» او د وټامين ای لرونکي غذايي مکمل درمل ورکړل شوي چې په پايله کې يې د سږو د سرطان کچه زياته شوې ده. وروستيو مطالعاتو د دې منفي اغېزو تايید کړی دی. شونې ده چې دا زيانمنې اغېزې په نشه کوونکو کې ولیدل شي، لکه چې يو «ميټا» تحليل (د پخوانيو څېړنو د پايلو ارزول)، په کوم کې چې د نږدې ۲۳۰۰۰۰ ناروغانو معلومات شامل دي، څخه معلومه شوې چې β-carotene، وټامين ای او ويټامين اي غذايي مکمل درمل له زياتې شوې مړينې سره اړيکه لري، خو له وټامين سي څخه کوم ځانګړی اغېز نه دی ليدل شوی. کله چې د ټولو بې ترتيبه مديريت شويو مطالعو په يو ځای تحليل وکړای شو، نو د روغتيا هېڅ راز ګواښ ونه ليدل شو، خو هغه مهال د مړينې په کچه کې زياتوالی وليدل شو، کله چې يواځې د لوړ معيار او  کمو ګواښونو ازموينې په جلا جلا وکتل شوې. له دې امله چې د کمو ګواښ ازموينو ډيری يې يا خو د عمر خوړليو خلکو، يا د ناروغيو لرونکو خلکو سره سروکار لري، له همدې امله دا پايلې په عامو خلکو نه شي پلې کېدای. همدې لیکوالانو وروسته دا «ميټا» تحليل بيا تکرار او پراخه کړ او د پخوانيو پايلو تايید يې وکړ. دا دواړه خپرونې د يو شمېر پخوانيو ميټا تحليلونو سره مطابقت لري، په کومو کې چې داوړانديز هم شوی و چې د وټامين اي له غذايي مکملو درملو څخه د مړينې کچه لوړه شوې وه او دا چې انټي اکسياډينټ غذايي مکمل درملو د لويې کولمې د سرطان ګواښ لوړ کړی و. «بيټا کيروټين» د سږو په سرطان کې هم زياتوالی راوستلای شي. په ټوله کې، په انټي اکسياډنټ غذايي مکملو درملو شويو طبي تجربو ډېری برخه وايي چې يا خو د دې مصنوعاتو پر روغتېا هېڅ اغېز نه غورځي، يا دا چې دا په عمر خوړليو يا کمزورو خلکو کې د مړينې يو څه زياتوالي لامل ګرځي.

په بيالوژي کې اکسياډيټ کونکي ننګونه

په ميتابوليزم کې يو تناقض دا دی چې په داسې حال کې چې پر ځمکه د پېچلې ژوند ډيری يې د خپل وجود لپاره اکسيجن ته اړتيا لري، اکسيجن يو زيات غبرګون کونکي عنصر دی، کوم چې غبرګون کونکي اکسيجن د انواعو په پیدا کولو سره ژونديو موجوداته زيان رسوي. د پايلې په توګه، په ژونديو موجوداتو کې د انټي اکسياډينټ ميټابولايټونو او انزايمونو يوه پېچلې شبکه موجوده وي، کومه چې ډي اين ای (DNA)، پروټين او لپډس په څېر حجروي اجزاوو د اکسياډايز کونکي زيان د مخنيوي لپاره په شریکه کار کوي. په عموم کې، انټي اکسياډينټ سيستم يا خو د هغه غبرګون لرونکو نسلونو د جوړېدو مخه نيسي، يا د حجرې مهم اجزاء د زيان رسېدو څخه مخکې لرې کوي. په هر حال، د غبرګون لرونکي اکسيجن انواعو کې هم ګټور حجروي فعاليتونه موجود وي، لکه ريډوکس سګنلنګ. په همدې بنسټ، د انټي اکسياډينټ سيستم کار دا نه دی چې اکسياډنټ په بشپړ ډول له منځه يوسي، بلکې د دې پر ځای دا په يوه ښه کچه کې ساتي.

په حجرو کې پیدا کېدونکو د غبرګون کونکو اکسيجن انواعو کې هايډروجن پيرواکسايډ (H2O2)، هايپوکلورس اسيد (HClO) او د ازادو راډيکلونو، لکه هايډروکسيل راډيکل (•OH) او سوپراکسايډ انيون (O2) شامل دي. هايډروکسيل راډيکل په ځانګړي ډول غېز ثابت وي او د ډېرو بيالوژيکي ماليکلونو سره په چټکۍ سره او په ناځانګړي ډول غبرګون ښيي. دا انواع له هايډروجن پيرواکسايډ څخه د فلزي کتلايز ريډوکس غبرګون په پروسه کې پیدا کېږي، لکه فينټن غبرګون. دا اکسياډينټ کيمياوي مواد د ځنځيري غبرګون په پيل کولو سره حجرو ته زيان رسولای شي، لکه «لپډ پيرواکسيډيشن»، يا د «ډي اين ای» يا پروټين په اکسډايز کولو سره. «ډي اين ای» ته رسېدونکی زيان د بدلونونو او په ممکنه ډول د سرطان لامل ګرځې، که چېرې د «ډي اين ای» د رغولو د تګلارو په مټ هغه بدل نه کړای شي، په داسې حال کې چې پروټين ته رسېدونکی زيان د اينزام د مخنيوي، بدلون او پروټين د کمښت لامل ګرځي.

د ميټابوليک انرژۍ د توليد د پروسې د برخې په توګه د اکسيجن استعمال د غبرګون ښودونکي اکسيجن انواع توليدوي. په دې پروسه کې، د اليکترون د لېږد په ځنځير کې د څو پړاونو د اړخيز توليد په توګه «سوپراکسايډ ايون» توليدوي. په پېچلي III کې د coenzyme Q کمښت په ځانګړي ډول له اهميت څخه برخمن دي، له دې امله چې زيات غبرګون لرونکی ازاد راډيکل د یو منځګړي (Q•−) په توګه جوړوي. دا د غېر ثابت منځګړي اليکترون د «ترشح» لامل ګرځېدای شي، کله چې اليکترون نېغ په نېغه د اکسيجن پر لور ټوپ کوي او اليکترون لېږدونکي ځنځير په سم ډول د مديريت شوي غبرګون د عامې لړۍ څخه د تېرېدو پر ځای، د «سوپراکسايډ ايون» جوړوي. «پيرواکسايډ» د کم شوي «فيلوپروټينز» د اکسايډ کېدو څخه منځ ته راځي، لکه complex I. په هر حال، که څه هم دا اينزامونه اکسيډنټس توليد کولای شي، خو د اليکترون د لېږد د ځنځير د نورو پروسو په پرتله، کوم چې «پيرواکسايډ» توليدوي، څرګند نه دي. په بوټو کې، اوبړۍ او «سيانوباکټريا»، غبرګون لرونکي اکسيجن انواع همدا راز د «فوټوسينتيسس» پر مهال توليدېږي، په ځانګړي ډول د تېزې رڼا د سختوالي په حالاتو کې. دا اغېز تر يو بريده په «فوټوانهبيشن» کې د «کيروټيناډز» د ښکېلتيا څخه او د اوبړيو او سيانوبيکټریا کې، ايوډايډ او سيلينيم د زياتې اندازې څخه منځ ته راځي، په کومو کې چې دا انټي اکسياډنټس موجود وي، کوم چې د «فوټوسينټيک» غبرګون د مرکزونو د اړتيا څخه زياتو کمو بڼو سره غبرګون ښيي، تر څو د غبرګون ښودنکي اکسيجن انواعو د توليد مخه ونيسي.

سرچينې

Tags:

انټي اکسياډينټ د روغتيا څېړنهانټي اکسياډينټ په بيالوژي کې اکسياډيټ کونکي ننګونهانټي اکسياډينټ سرچينېانټي اکسياډينټ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

زده کړهمتالورژيپښتانهد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)آی اېس او ۳۱۶۶-۱د امریکا د متحده ایالاتو اقتصادد کابل کندهار لویه لارلوګر ولایتمطالعهګرده څیړۍ ولسوالۍحميد مومندتلويزونرونډاامام بخاريهوالړمپښتانه ټبرونهکچالواپلاتونانا بورکوسکاآسياچندړهیوادميوند بانکجگړهبدخشان ولايتکابل ولايتختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)زوکړهسرطانعامه افکار څه ته وايي؟انډرايد (د عامل سيستم)د الله 99 نومونهمیلانسترواک ژولیانژويافغانستان ته د اسلام راتگکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)غوره ويناوېد انګستان درېیم ویلیامد افغانستان جمهوريتنور محمد ترکیکانډومسره میاشتد اقليمي بدلون اغېزېامازون باراني ځنګلد کمپیوټر ارزښتد المان هیواد آیالاتونهدوتنهجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)پاکستاني طالباند افغانستان باندنۍ اړيکېپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړوننړيوال غزېدلی جالمیوهشاه شجاعغرد بدر غزاامیر شیر علی خاند نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهلونگافغانستانخالد بن ولیدعنايت الله عنايتښيښهد افغانستان اسلامي امارتخېبر پښتونخوا🡆 More