امام علی جومات (په عربی: حرم الامام علي) یو مسجد دی چې د عراق په النجف ښار کې شتون لري.
د علي رضي الله عنه ارام ځای حرم الامام علي | |
---|---|
هېواد | عراق |
ښار | نجف |
جومات | آرام گاه |
د علی ابن ابی طالب مقبره |
په مسجد کې د علي ابن ابي طالب مقبره شتون لري. علي ابن ابي طالب (رضي الله عنه) څلورم خلیفه و او ددې لپاره د امام علي مسجد د شیعه گانو لپاره تر ټولو مشهور مسجد دی. خو په تاریخي توگه دا په زبات نه ده رسېدلې چې دا ارامځای دې په رښتیا هم د څلورم مسلمان خلیفه (علي بن ابي طالب) وي، ځکه په ورته توگه یو ارامځای د افغانستان په مزار شریف ښار کې شتون لري چې لر او بر مسلمانان په دې گروهه دي چې دا ارامځای د څلورم خلیفه دی. مگر په مؤثقه توگه ثابته نه ده.
د امام علي مسجد په ۹۷۷ کال کې جوړ شو مگر په ۱۰۸۶ کال کې د اور د لگېدلو په سبب خراب شو. هغه مسجد په ۱۵۰۰ کال کې د صفوي شاه اسماعیل له خوا بیا جوړ شو. د امام علي مسجد په ۱۹۹۱ کال کېې د خلیج جگره په دوره کښې د امریکا د پوځ له خوا بیا خراب شو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article امام علي آرام ځاي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.