کوچنۍ کولمه د هاضمي سیسټم هغه برخه ده، چې ډېری مغذي مواد له خواړو نه جذبوي او د معدې او لوی کولمو تر منځ شتون لري او د پانقراص مجرا له لارې صفرا (bile) او د پانقراص انزایمونه ترلاسه کوي ترڅو په هضم کې مرسته وکړي.
دغه راز کوچنۍ کولمه شاوخوا ۱۸ فوټه (۶.۵ متره) اوږدوالی لري. که څه هم دا د لوی کولمو په پرتله اوږده ده، خو د کوچني قطر له امله وړه کولمه یادیږي.
کوچنۍ کولمه په درې جلا برخو لکه ډډینیوم، ججینیوم او ایلیوم وېشل شوې، چې ډډینیوم د کولمې تر ټولو لنډه برخه ده او هغه برخه ده چې د یو شمېر زخو لا لارې د خوړو د جذب لپاره چمتووالی نیسي . په داسې حال کې چې ججینیوم د انټروسایټس (enterocytes) په واسطه د خپل پوښ له لارې د خوړو د جذب لپاره ځانګړی شوی دی. همدارنګه د ایلیوم اصلي دنده د ویټامین B12 جذبول، صفراوي مالګې او هر هغه هضمي مواد چې د ججینیوم له خوا نه جذبیږي .
د کوچني کولمو اوږدوالی توپیر لري کېداې شي له ۳مترو (۹.۸۴ فوټه) نه تر ۱۰.۴۹ مترو (۳۴.۴ فوټه) پورې وي. دغه راز د کوچنۍ کولمو اوږدوالی د اندازه کولو طریقې پورې هم اړه ولري، چې په یو ژوندی کس کې معمول اوږدوالی له ۳ نه تر ۵ مترو پورې وي. همدارنګه اوږدوالی د یو کس په قد پورې هم اړه لري لکه څنګه چې اوږده خلک معمولا اوږده کوچنۍ کولمه لري، خو معمولا له مړینې نه وروسته او کله چې کولمه خالي وي د کولمې اوږدوالۍ نور هم زیاتیږي.
د امیندوارۍ له ۳۵ اونۍ وروسته کوچنیانو کې تقریبا ۱.۵ سانتي متره قطر او په لویانو کې له ۲.۵ نه تر ۳ سانتي متره (۱ انچ) پورې وي. د معدې په ایکس رې کې کوچنۍ کولمه په غیر معمولي ډول خپریږي کله چې قطر یې له ۳ سانتي مترو نه ډېر وي. همدارنګه په سي ټي اسکن کې له ۲.۵ سانتي مترو نه ډیر قطر په غیر معمولي ډول لوی شوی ګڼل کیږي. د انسان د کوچني کولمو د سطحې (mucosa) مساحت د پراخېدو له امله چې د folds ، villi او microvilli له امله رامنځته کېږي په اوسط ډول ۳۰ مربع متره دی.
کوچنۍ کولمو په درېیو برخو وېشل شوی دی.
کوچنۍ کولمه د وجود هغه برخه ده، چې ډېری کیمیاوي هضم په کې ترسره کیږي همدارنګه ډېری هاضمي انزایمونه چې په کوچنۍ کولمو کې عمل کوي د پانقراص او ځیګر له خوا ترشح کېږی، چې یاد انزایمونه د پانقراص مجرا له لارې کوچنۍ کولمو ته ننوځي، چې پانقراصي او صفراوي انزايمونه له صفرا کیسه نه د cholecystokinin هورمون په ځواب کې چې د غذايي موادو د شتون له امله رامنځته کېږي کوچنۍ کولمو ته ننوځي. دغه راز سیکریټین په نوم یو بل هورمون چې په کوچني کولمو کې ترشح کیږي په پانقراص باندې اضافي اغېزې رامنځته کوي او په ډوډینیوم کې د بای کاربونیټ د رامنځته کېدو لامل کیږي، چې معدې کې احتمالي زیان رسونکي اسیدونه خنثی کړي.
د غذايي موادو درې لوی ټولګي چې له هضم نه تیریږي پروټینونه، لیپیدونه (چربي) او کاربوهایډریټ دي:
کوچنۍ کولمو د بدن د معافیت سیسټم ملاتړ کوي. (Peyer's patches) د کوچني کولمو ایلیوم برخه کې موقعیت لري، چې د معدې د محلي معافیت سیسټم یوه مهمه برخه ده. همدارنګه (Peyer's patches) د لیمفاټیک سیسټم برخه ده او د معدې په جریان کې د احتمالي زیان رسونکي باکتریا یا نورو مایکرو ارګانیزمونو په ځواب کې انټيجنونو چمتو کوي ترڅو وروسته د معافیت سیسټم ته وړاندې شي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کوچنۍ کولمه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.