کولن پاول

کولن لوتر پاول (زوکړه: د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل ۵مه – مړینه: د ۲۰۲۱ زکال د اکتوبر ۱۸مه) امریکایي سیاستوال، چارواکی، دیپلومات او د متحده ایالاتو د پوځ افسر و چې له ۲۰۰۱ زکال څخه یې تر ۲۰۰۵ زکال پورې یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د ۶۵م وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

هغه د متحده ایالاتو لومړنی افریقايي الاصله د بهرنیو چارو وزیر و. نوموړی له ۱۹۸۷ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د متحده ایالاتو د ملي امنیت پنځلسم سلاکار پاتې شوی او همدارنګه له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۳ زکال پورې د متحده ایالاتو د پوځ دوولسم لوی درستیز و.

پاول په ۱۹۳۷ زکال کې په نیویارک ښار کې د جامیکایي کډوالو په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی په سویلي برانکس کې را لوی شو او د نیویارک ښار په دولتي ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې؛ هغه د نیویارک ښار له سیټي کالج څخه د ځمک پوهنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په یاد کالج کې د ریزف ځواکونو په روزنیز پروګرام کې ونډه واخیسته او د ۱۹۵۸ زکال په جون میاشت کې له دغه روزنیز پروګرام څخه د فراغت پر مهال د دویم بریدمن رتبه ورکړل شوه. نوموړي د ۳۵ کلونو لپاره د یو مسلکي سرتېري په توګه دنده ترسره کړه او د قوماندانۍ او درستیزیت په ګڼ شمېر څوکیو یې کار وکړ او د څلور ستوریز جنرال تر رتبې ورسېد. نوموړی په ۱۹۸۹ زکال کې د متحده ایالاتو د پوځونو عمومي قوماندان وټاکل شو.

د پاول وروستی پوځي ماموریت د ۱۹۸۹ زکال د اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۹۳ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې د پوځ لوی درستیزیت و چې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې تر ټولو لوړ پوځي ځایګی دی. په دغه موده کې نوموړي د ۲۸ کړکېچونو مدیریت وکړ چې په ۱۹۸۹ زکال کې د پاناما برید او له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د عراق پر ضد د صحرا د طوفان په نامه عملیات هم په کې شامل دي. هغه د پاول دوکتورین تنظیم کړل چې له مخې یې د امریکا پوځي اقدامات محدود کېدل، مګر دا چې هغو به د امریکا د ملي امنیت د ګټو، په پریمانه شمېر د پوځیانو څخه د کار اخیستنې او عامه ملاتړ معیارونه پوره کول. د ولسمشر جورج ډبلیو. بوش د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. پاول د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له عراق سره د جګړې لامل څرګند کړ، خو وروسته یې اعتراف وکړ چې د هغه په وینا کې توجیه وړ تېروتنو شتون درلود. نوموړی په ۲۰۰۴ زکال کې د بوش له بیا ټاکل کېدو وروسته استعفا ته اړ کړای شو.

پاول په ۱۹۹۵ زکال کې خپل ژوند لیک د زما د امریکايي سفر (My American Journey) تر عنوان لاندې ولیکه او د خپل تقاعد پر مهال یې یو بل کتاب د «زما لپاره یې کار ورکړ، په ژوندانه او رهبرۍ کې لارښوونې» (It Worked for Me, Lessons in Life and Leadership؛ ۲۰۱۲ زکال) تر نامه لاندې ولیکه. هغه د یو عامه ویناوال په توګه مسلک ته مخه کړه او په هېواد دننه او بهر کې یې مخاطبین پیدا کړل. نوموړی وړاندې له دې چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شي د امریکا د وعدې (America's Promise) په نامه سازمان مشري یې وکړه. د ۲۰۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې په داسې حال کې چې پاول ورته نوماند نه و له واشنګټن څخه یې د الکترال کالج  درې رایې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ څوکۍ ته ترلاسه کړې. هغه د متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو څخه ګڼ شمېر جوایز او افتخارات ترلاسه کړل. د هغه په غیرنظامي جوایزو کې د ولسمشر له خوا د آزادۍ مډال (دوه ځله)، د کانګرس د سروزرو مډال، د ولسمشر له خوا ملکي مډال او په بهرنیو چارو وزارت کې د غوره خدمتونو جایزه شاملېږي. پاول د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال چې د وینې د سرطان له امله تر درملنې لاندې و او د هغه د وجود وقایوي سیستم یې کمزوری کړی و؛ د کویډ -۱۹ وبا د اغېزو له امله ومړ.

لومړنی ژوند

کولن لوتر پاول د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل په ۵مه د نیویارک ښار د منهتن په ګاونډۍ هارلم برخه کې وزېږېد. هغه د جامائیکايي کډوالو، مود آریل (کورنی نوم یې مک کوی) او لوتر تئوفیلوس پاول په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه مور او پلار مختلط افریقايي او سکاټلنډي نسب درلود. لوتر د سمندري بارچلونې د یو مامور او مود هم د درزۍ (خیاطې) په توګه کار کاوه. پاول په سویلي برانکس کې را لوی شو او په موریس عالي لیسه کې چې اوس تړل شوې ده زده کړې یې وکړې؛ هغه په ۱۹۵۴ زکال کې له دغه ښوونځي فارغ شو.  

پوځي مسلک

پاول د ۳۵ کلونو لپاره د یو مسلکي سرتېري په توګه دنده ترسره کړه او د قوماندانۍ او درستیزیت په ګڼ شمېر څوکیو یې کار وکړ؛ تر هغه چې د جنرال رتبه یې هم ترلاسه کړه.

د ویتنام جګړه

تورن پاول له ۱۹۶۲ زکال څخه تر ۱۹۶۳ زکال پورې د سویلي ویتنام د ځواکونو د سلاکار په توګه په ویتنام کې یو ماموریت ترسره کړ. هغه مهال چې د ویت کنګ (د ویتنام د سیاسي او چریکي کمونېست سازمان) تر ولکې لاندې سیمه کې د ګزمې پر مهال وتلی و په پانجي لرګي (د تیزو څوکو لرونکو لرګیو په دام) باندې په وربرابرېدو ټپي شو. دغه لوی ټپ د هغه په لاره تلل ستونزمن کړل او لامل وګرځېد پښه یې د یو مهال لپاره وپړسېږي او په دې سره یې لومړنی ماموریت هم را لنډ شو.

پاول په ۱۹۶۸ زکال کې د جګړنۍ رتبې په ترلاسه کولو سره له ویتنام څخه بېرته راوګرځېد او د متحده ایالاتو د ۲۳مې پیاده لوا د درستیزوال د همکار په توګه یې خدمت وکړ. ویتنام ته د خپل دویم ماموریت پر مهال هغه مهال چې د چورلکې د سقوط له پېښې ژوندی راووت په یوازې ځان یې په دغه پېښه کې د امریکايي ځواکونو د ۲۳مې لوا د عمومي قوماندان تورن جنرال چارلز ام. ګیټس په ګډون درې نور پوځیان هم د سوزېدو څخه وژغورل.

د ملي امنیت سلاکار او د سلاکارۍ نورې دندې

پاول د رونالډ ریګان د ولسمشرۍ پرمهال د ستر پوځي سلاکار څوکۍ وساتله او د کلیټور د ځای ناستي دفاع وزیر، فرانک کارلوچي د وزارت پر مهال یې د هغه د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. پاول او کارلوچي د ملګرتیا نږدې اړیکې جوړې کړې او په خصوصي توګه به یې یو بل ته خپل لومړنی نوم کاروه، خو له دې یې ډډه کوله چې په رسمي ځایونو کې ورته د لومړني نوم اختصار وکاروي. د پاول په توصیه باندې نوي منتخب ولسمشر رونالډ ریګان روی بناویډز ته د امریکا د ویاړ نښان (د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوځي نښان دی) ورکړ؛ بناویډز د پام وړ خدمتونو صلیب ترلاسه کړی و او قوماندان یې استدلال کاوه چې باید ارتقا وکړي، خو پوځي چارواکي په دې باور و چې هېڅ ژوندی عیني شاهد شتون نه لري چې د ویتنام په جګړه کې د بناویډز په اتلولۍ شاهدي ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت (۲۰۰۱- ۲۰۰۵ زکال)

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جورج ډبلیو. بوش د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر په ۱۶ مه د تکزاس په کرافورډ کې په خپله مزرعه کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره پاول د نوماند په توګه معرفي کړ. دغه چاره لامل وګرځېده چې پاول لومړنی هغه کس شي چې د بوش په اداره کې یې په رسمي بڼه د کابینې څوکۍ ومنله، په دې سره نوموړی د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر شو. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوموړی منځلاری ګڼل کېده. پاول د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲۰مه د رایو په اتفاق د متحده ایالاتو د سنا له خوا تائید شو او د جنوري په ۲۶ مه یې د لوړې تشریفاتي مراسم ترسره کړل. هغه د خپل وزارت پر مهال د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو د بل هر وزیر په پرتله ډېر لږ سفرونه ترسره کړل. دغه چاره تر ډېره پورې د پخواني دیپلمات جورج اف. کېنان د هغه لارښوونه کوونکي لیک له امله وه چې هغه ته یې مشوره ورکړې وه چې د ولسمشر د بهرنیو سیاستونو د سلاکار په توګه په خپلو چارو تمرکز وکړي او له هغو سفرونو ډډه وکړي چې د سفیرانو د مسئولیتونو د کمښت لامل ګرځي.

د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر په ۱۱ مه پاول د پیرو په پلازمېنه لیما ښار کې و؛ د پیرو له ولسمشر الخاندرو تولدو سره یې ولیدل او د امریکايي هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یې ګډون وکړ. د سپټمبر د ۱۱مې نیټې د بریدونو وروسته د پاول چارو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د یو باثباته ائتلاف د رامنځته کولو په برخه کې حیاتي اهمیت وموند.

د ټرامپ د ادارې اړوند لیدلوري

پاول د ۲۰۱۹ زکال د اکتوبر په میاشت کې د یوې مرکې پر مهال خبرداری ورکړ چې جمهوري غوښتونکي باید «خپل احساسات کنټرول کړي» او هېواد له ګوند څخه مخکې وبولي؛ دوی باید د سیاسي پایلو اړوند د اندېښنو کولو پر ځای د ولسمشر ټرامپ پر وړاندې ودرېږي.

سرچينې

Tags:

کولن پاول لومړنی ژوندکولن پاول پوځي مسلککولن پاول د بهرنیو چارو وزارت (۲۰۰۱- ۲۰۰۵ زکال)کولن پاول سرچينېکولن پاول

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بي-٥٢ سټراټوفورټرېسچڼاس8 اگسټاستنبوللوی توپیرصليبي جگړېتريخیبيت المقدسمېتافزیکغوږعام نسبيت14 ډيسمبرکايناتولادمیر لینینسوېل ختيځه اسياد روسیې کورنۍ جګړه21 اپرېلپه افغانستان کې د کوېډ-۱۹ وباقاهرهپه ۲۰۰۴ز کال کې د هند سمندر زلزله او سوناميپښتوجلغوزهد روسيې هېوادنی وېشمېړوښې زناگل پاچا الفتعمران خان20 مارچد بابل د پاچاهانو نوملړويکيپېډياقزاقستانجلال اباد8 مارچپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایاننوعې (د ژویو ډولونه)بيولوژيکاتولیکه کلیساميانمارساز او سرود داسلام او طب له نظرهد پښتو ژبدودموريتانيا۱۲۳ (عدد)جیرالد رودولف فورډذوالقرنينشمالي داکوتاایتوپیاازاد شعرښځه په اسلام کېمسکو ولايتد حماس اسلامي غورځنگکلید اپټا تړوناستانهژر انزالېدلنېغ انسانابو منصور ماتريديمخاچ کلاسمپسنز11 مارچلوبهد المان اقتصادي تاريخچهد تهجد لمونځلوېدېځه رومي سترواکياسحق نیوټنناروغي4 اگسټاحمدابادولسمشریزهگاگرهعيسیډېلي ټيليگراف30 اگسټ🡆 More