چېن شي هوانگ (۲۵۹ مخ زېږيز پېر – ۲۱۰ مخ زېږيز پېر)(په چينايي:秦始皇) له ۲۴۶ مخ زېږيز پېر نه تر ۲۲۱ مخ زېږيز پېر د رياستي جنگونو په وخت کې د چين د رياست پاچا ؤ.
هغه په ۲۲۱ مخ زېږيز کال کې د متحده چين لومړنی امپراطور ؤ. هغه تر ۲۱۰ مخ زېږيز پېر، تر خپلې مړينې پورې د چين واکمن پاتې و، او په ۵۰ کلنۍ کې ومړ.
چېن شي هوانگ د چين په تاريخ کې يوه ناندريزه څېره پاتې شوې. وروسته له دې چې چين يې متحده کړ، هغه او د هغه لوړ سلاکار لي سي، لوی سياسي او اقتصادي اصلاحات نافذ کړل. هغه ډېرو سترو پروژو ته عملي جامه ورکړه چې په دغو کې د چين د ستر دېوال لومړنۍ بڼه د يادولو وړ ده، د ننني پېر هغه نامتو ستره مقبره چې د ښار په اندازه ده او ساتنه يې د ټيراکوټا پوځ کوله، او د چين د ملي واټونو تر ټولو لوی سيستم، چې دا ټولې پروژې د پوځيانو د ځانونو په لگښت د همدغه امپراطور په وخت کې سر ته ورسېدې. د اثبات د راوستلو لپاره، کوېن شي هوانگ گڼ شمېر کتابونه خښ کړل او وې سوځول. د هغه د ظلم او استبدادي حکومت سره سره، هغه د چين په تاريخ کې يو اهم او اغېزمن شخصيت گڼل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article چېن شي هوانگ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.