امام اعظم ښار، چې په تاریخي ډول د چاریکار په نوم یادېږي او د افغانستان په شمال کې د کوه دامن درې یو لوی ښار او د پروان ولایت مرکز دی، د طالبانو له خوا یې نوم د امام ابوحنیفه په درناوي، چې یو افغان دیني عالم او فقیه دی، د امام اعظم په نوم بدل شو.
دا ښار شاوخوا ۱۷۱۲۰۰ نفوس لري، چې اکثریت یې تاجک وګړي دي.
چاریکار | |
---|---|
د چاریکار انځور | |
کورډېناټونه: ۳۵°۰۱′۰۰″شمال ۶۹°۱۰′۰۰″ختیځ / 35.016666666667°شمال 69.166666666667°ختيځ | |
هېواد | افغانستان
|
لوی وېش | پروان ولايت |
پلازمینه د: | |
پراخوالی | |
لوړوالی | 1600 متر |
نفوس شمېرنه | 171200 (۲۰۱۵) |
وروستي مالومات | |
جيو کوډ | 1145352 |
سمول |
دا ښار له کابل څخه په ۶۹ کیلومترۍ کې د افغانستان په حلقوي سړک، چې شمالي ولایتونو ته غځېدلی دی، پروت دی. هغه مسافرین چې مزار شریف، کندز یا پلخمري ته ځي د امام ابوحنیفه له ښاره تېرېږي. سره له دې چې کابل ته نږدې پروت دی، خو له نیمایي څخه زیاته خاوره یې آباده شوې نه ده. د آبادې خاورې زیاتره برخه استوګنیز ده چې په مساوي برخو ویشل شوې (۳۷٪) په داسې حال کې چې خالي نقشې (۳۲٪) او د سړک شبکه د آبادې خاورې ۱۹٪ تشکیلوي. د امام ابوحنيفه ښار د پنجشېر درې په دروازه کې پروت دی، چې د شمالي دښتې د هندوکش د غرونو سره يو ځای کېږي. د امام ابوحنیفه ښار د لوښو او لوړ کیفیت انګورو په برخه کې شهرت لري.
د امام ابوحنيفه ښار ټول نفوس (۲۰۱۵ کال) ۹۶۰۳۹ دی او د پوليسو ۴ حوزې (ناحیې) لري چې ټول مساحت یې ۳۰۲۵ هکتاره دی. د امام ابو حنیفه په ښار کې ټولټال ۱۰۶۷۱ استوګنیز کورونه موجود دي.
په ۱۲۲۱ کال کې د امام ابوحنیفه ښار ته څېرمه د پروان جګړه وشوه، چې جلال الدین له ۳۰ زره کسیز لښکر او ۱۰۰ زره مرستندویه لښکر سره د مغلیانو د یرغلګرو لښکر یو ۳۰ زره کسیزه قطار ته ماتې ورکړه، تر څو شمالي پنجاب ته د تیښتې لپاره خپل لښکر ته کافي وخت ورکړي او د خوارزم سترواکۍ نسکورېدو سمدستي پایلې کمې کړي.
د نولسمې پېړۍ په پیل کې، د امام ابو حنیفه ښار د زرګونو اوسیدونکو په وده یو پرمختللی سوداګریز ښار شو. د امام ابوحنیفه ښار د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پر مهال د سترو جګړو ځای و. په ۱۸۴۱ کال کې یو بریتانوي ګارنیزیون په ډله ایزه توګه ووژل شو.
د شوروي – افغان جګړې په اوږدو کې د امام ابوحنيفه ښار نږدې سيمې د ډېرو سختو جګړو ډګر و. د امام ابو حنیفه ښار شاوخوا ځینې سیمې د افغانستان د خلکو د ازادۍ سازمان (ساما) د سنګر په توګه کارولې. د امام ابوحنیفه ښار د احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ، چې په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیو، د جګړي لومړۍ کرښه و. طالبانو د ۱۹۹۷ کال په جنوري کې د امام ابوحنیفه ښار ونیو، خو مسعود په شا وتمبول او په جولای کې یې بېرته ونیو. د ۱۹۹۹ کال د اګست په میاشت کې، مخکې له دې چې مسعود ځوابي برید وکړي او طالبان بېرته په شا و تمبوي، طالبانو یو برید پیل کړ او د امام ابوحنیفه ښار یې په لنډ وخت کې ونیو.
د شپږو ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د ۲۰۱۱ کال د اګسټ په ۱۴ نېټه د امام ابو حنیفه په ښار کې د والي پر دفتر برید وکړ. والي عبدالبصیر سالنګي ژوندی پاتې شو خو ۱۹ کسان ووژل شول چې پړه یې طالبانو پر غاړه واخیسته.
د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۹نېټه، وسله والو د امام ابوحنیفه ښار په یوه جومات کې له روژه ماتې وروسته د ماښام د لمانځه پر وخت ډزې وکړې، ۱۱ لمونځ کوونکي یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل.
د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۶ نېټه، په دې ښار کې سېلابونه راووتل چې لږ تر لږه ۹۲ کسان یې ووژل.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د امام ابو حنیفه ښار د طالبانو ضد ځواکونو له خوا بېرته ونیول شو. ویل کېږي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۵، د امام ابوحنیفه په ښار کې د مقاومت د ځواکونو یو هیئت د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې اترې وکړې چې پر بنسټ یې طالبان نور د پنجشیر درې ته د تګ راتګ لارې نه بندوي.
امام ابوحنیفه د تودو اوړیو او سړو ژميو په درلودلو مرطوب قاره یی اقلیم لري. د امام ابوحنیفه په ښار کې د ژمي میاشتې د اوړي د میاشتو په پرتله ډېر اورښت لري. د کال تر ټولو توده میاشت جولای ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه ۲۵ سانتیګراد (۷۷ فارانهایت) وي. جنوري تر ټولو سړه میاشت ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه منفي ۲.۹ سانتیګراد (۲۶ فارانهایت) وي.
د امام ابو حنیفه ښار د اقلیمي ډېټا | |||||||||||||
میاشت | جدی | دلو | حوت | حمل | ثور | جوزا | سرطان | اسد | سنبله | میزان | عقرب | قوس | کال |
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | ۳.۶ (۳۸.۵) | ۴.۲ (۳۹.۶) | ۱۱.۰(۵۱.۸) | ۱۸.۴ (۶۵.۱) | ۲۵.۰(۷۷.۰) | ۳۰.۰ (۸۶.۰) | ۳۳.۰ (۹۱.۴) | ۳۲.۲ (۹۰.۰) | ۲۸.۰ (۸۲.۴) | ۲۱.۴ (۷۰.۵)) | ۱۳.۱ (۵۵.۶) | ۷.۲ (۴۵.۰) | ۱۸.۹ (۶۶.۱) |
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت) | -۲.۹ (۲۶.۸) | -۱.۸ (۲۸.۸) | ۴.۴ (۳۹.۹) | ۱۰.۹ (۵۱.۶) | ۱۷.۰ (۶۲.۶) | ۲۱.۹ (۷۱.۴) | ۲۵.۰(۷۷.۰) | ۲۴.۳ (۷۵.۷) | ۲۰.۰(۶۸.۰) | ۱۳.۷ (۵۶.۷) | ۶.۲ (۴۳.۲) | ۰.۷ (۳۳.۳) | ۱۱.۶ (۵۲.۹) |
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | -۹.۳ (۱۵.۳) | -۷.۸ (۱۸.۰) | -۲.۳ (۲۷.۹) | ۳.۴ (۳۸.۱) | ۸.۹ (۴۸.۰) | ۱۳.۷ (۵۶.۷) | ۱۷.۰ (۶۲.۶) | ۱۶.۳ (۶۱.۳) | ۱۲.۰ (۵۳.۶) | ۵.۹ (۴۲.۶) | -۰.۷ (۳۰.۷) | -۵.۸ (۲۱.۶) | ۴.۳ (۳۹.۷) |
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) | ۵۰ (۲.۰) | ۷۲ (۲.۸) | ۷۳ (۲.۹) | ۵۱ (۲.۰)) | ۲۳ (۰.۹) | ۶(۰.۲) | ۲ (۰.۱) | ۱ (۰.۰) | ۳ (۰.۱) | ۹ (۰.۴) | ۲۰ (۰،۸) | ۲۹ (۱.۱) | ۳۳۹ (۱۳،۳) |
منځنی نسبي رطوبت (٪) | ۵۱ | ۵۸ | ۵۷ | ۵۱ | ۴۰ | ۲۹ | ۲۵ | ۲۵ | 26 | ۲۶ | ۴۳ | ۴۵ | ۴۰ |
سرچینه: Climate-Data.org |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article چاریکار, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.