پنجم جورج (جورج فریډریک ارنست البرت؛ د ۱۸۶۵ ز کال د جون له ۳ مې نه د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري تر ۲ مې پورې) د ۱۹۱۰ ز کال د می له میاشتې نه په ز ۱۹۳۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او بریتانوي مشترک المنافع هېوادونو پاچا او د هند سترواک و.
پنځم جورج | |
---|---|
(انګلیسي: George V) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (انګلیسي: Prince George Frederick Ernest Albert of Wales) |
پيدايښت | ۳ جون ۱۸۶۵ |
مړینه | 20 جنوري 1936 (71 کاله) |
د مړینې لامل | اوندن برونشيت |
تابعیت | برېتانيا برېتانوي هند |
اولاد | اتم اډوارډ شپږم جورج د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان |
پلار | اوم اېډوارډ |
مور | د ډنمارک الکساندرا |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال پاچا |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
پوځي خدمت | |
وفاداري | برېتانيا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
برخه | د برتانيا فوځ |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جورج د خپلې انا ملکې وېکتوریا د واکمنۍ پرمهال نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ویلز د شهزاده البرت اډوارډ دویم زوی و او د بریتانیا د تخت لپاره په نوملړ کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج له ۱۸۷۷ز کال نه تر ۱۸۹۲ ز کال پورې، په شاهي سمندري ځواکونو کې یې دنده ترسره کړه، تر هغه چې د ۱۸۹۲ ز کال په پیل کې د خپل مشر ورور له ناڅاپي مړینې ورسته په مستقیم ډول د تخت لپاره په لیکه کې راغی. د جورج پلار په ۱۹۰۱ز کال کې د وېکتوریا له مړینې سره سم، د اووم اډوارډ په توګه په تخت کېناست او جورج د ویلز شهزاده شو. په ۱۹۱۰ ز کال کې نوموړی د خپل پلار له مړینې وروسته د پاچهۍ په تخت کېناست.
د جورج واکمني د سوسیالیزم، کمونیزم، فاشیزم، آیریلنډي جمهوریت غوښتنې او د هند د خپلواکۍ د راپورته کېدو شاهده وه، چې ټولو په په بنسټیزه توګه د بریتانوي سترواکۍ سیاسي لیدلوری بدله کړ. د پارلمان ۱۹۱۱ ګڼې قانون، د مشرانو د مجلس د ناټاکل شوو غړو په پرتله د د بریتانیا د مشرانو د ټاکل شوو غړو برلاسي رامنځ ته کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ز) په پایله کې، د نوموړي د مخکښو تربرونو، د روسیې د دویم نیکولاس او د جرمني د دویم ویلهیم سترواکۍ نسکورې شوې، خو بریتانوي سترواکي تر ټولو لویې اغېزمنې کچې ته پراختیا و موندله. نوموړي په ۱۹۱۷زکال کې، د وینډسر د ماڼۍ لومړی پاچا شو، چې نوموړي د جرمن ضد عامه احساساتو له امله د ساکس کوبورګ او ګوتا د ماڼۍ نوم د دې ماڼۍ نامه ته بدل کړ. په ۱۹۲۴ ز کال کې جورج د لومړي ځل لپاره د کار وزارت را منځ ته کړ او د ویسټ منسټر د ۱۹۱۳ ز کال قانون، د بریتانوي سترواکۍ ټول ګټې هېوادونه د جلا او خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.
نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د سګرټ څکولو له امله، له روغتیایی ستونزو سره لاس او ګرېوان و او له مړینې وروسته یې مشر زوی آتم اډوارډ ځای ناستی شو.
جورج د لندن په مارلبورو ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جون په ۳ مه نېټه زېږېدلی دی. نوموړی د ویلز د شهزاده البرت اډوارډ او د ویلز د شهزادګۍ الکساندرا دویم زوی و. پلار یې د ملکې وېکتوریا او شهزاده البرت مشر زوی و او مور یې د ډنمارک د پاچا نهم کریستین او ملکې لویز مشره لور وه. نوموړي د وینډسر په ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جولای په ۱۷ مه نېټه د کانټربري د روحاني چارلس لانګلي له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ.
نوموړی چې ویلز د شهزاده تنکی زوی و، لږ تمه کېده چې د پاچهۍ په تخت به کېني. هغه د تخت په لیکه کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج د البرت وېکتور په پرتله ۱۷ میاشتې کشر و او دواړو شهزادګانو یو ځای زده کړه کوله. په ۱۸۷۱ ز کال کې جان نیل ډیلټن د دوی د ښوونکي په توګه وګمارل شو. دواړه له ذهني اړخه کمزوري وو. لکه څنګه چې د دوی پلار په دې نظر و، چې سمندري ځواک "د هر ځوان لپاره ترټولو غوره روزنه" ده، د ۱۸۷۷ ز کال په سپتمبر کې، چې هغه مهال جورج ۱۲ کلن و، دواړه وروڼه د ډارټموت په ډیوون سیمه کې د ځوانو افسرانو د روزنیزې بېړۍ اچ ام اس بریتانیا سره یوځای شول.
د ۱۸۷۹ ز کال نه وروسته، شاهي وروڼو د درېیو کلونو لپار په اچ ام اس بکانتي کې چې د ډیلټن له خوا یې ملتیا کېده، خدمت وکړ. دوی په کارابین، سویلي افریقا او آسټرالیا کې د بریتانوي سترواکۍ له مستعمیرو نه لیدنه وکړه او د ویرجینیا نورفولک، سویلي امریکا، مدیترانې، مصر او ختیځې آسیا ته یې سفرونه وکړل. جورج په ۱۸۸۱ ز کال کې د جاپان د سفر پر مهال، له یوه سیمه ییز هنرمند نه وغوښتل چې په مټ یې آبي او سور ښامار خال ووهي او د سترواک میجي له خوا خپل حضور ته ومنل شول او د امپرتور د مېرمنې هاروکو له خوا هغوی ته دوه کانګرو ډوله استرالیایي څاروي ډالۍ شول. دالټن د دې سفر په اړه د اچ ام اس بکانتي د خوځښت تر سرلیک لاندې پوره کیسه لیکلې ده. دالټن د میلبورن او سیډني تر منځ د سرګردان هالنډي، چې یوه افسانوي اروایي بېړۍ ګڼل کېږي، لیدنه ثبت کړې ده. کله چې دوی بریتانیا ته راستانه شول، ملکې شکایت وکړ چې د هغې لمسیان په فرانسوي یا الماني ژبه خبرې نه شي کولای، نو د شپږو میاشتو لپاره دوی په لوزان کې وخت تېر کړ چې د بلې ژبې د زده کړې لپاره یې دا هڅه بې پایلې وه. د لوزان نه له راستنېدو وروسته، وروڼه جلا شول. البرت وېکتور د کمبرج پوهنتون ترینیتي کال کالج ته ولاړ، په داسې حال کې چې جورج په شاهي سمندري ځواکونو کې خپلې دندې ته دوام ورکړ. نوموړي ټولې نړۍ ته سفر وکړ چې د بریتانوي سترواکۍ له ډېری سیمو نه یې لیدنه وکړه. په سمندري ځواک کې د خپلې دندې په اوږدو کې نوموړي د کورنیو اوبو په تورپیډو بېړۍ ۷۹ کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، وروسته یې د شمالي امریکا او ویسټ انډیز په اډه کې د اچ ام اس تروش بېړۍ مشري وکړه. د نوموړي وروستی چوپړ د ۱۸۹۱ ز کال نه تر ۱۸۹۲ز کال پورې د اچ ام اس مېلاپوس قومانده وه. له هغه وخت وروسته، د نوموړي سمندري رتبه ډېری ویاړي وه.
شهزاده جورج د ځوانۍ په ورځو کې په سمندري ځواکونو کې د ډېرو کلونو په اوږدو کې د خپل تره شهزاده الفریډ، د اډینبورګ د ډوک چې په مالټا کې یې ماموریت درلود، تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. نوموړي هلته د خپل تره له لور د اډینبورګ شهزادګۍ ماري سره نږدې لوی شو او له هغې سره په مینه کې ونښت. د نوموړي انا، پلار او تره ټولو دا رښته و منله، خو مور یې د ویلز شهزادګې او ترور یې ماریا الکساندرونا د اډینبورګ دوچیس، د دې رښتې مخالفت وکړ. د ویلز شهزادګۍ فکر کاوه چې کورنۍ یې جرمن پلوه ده او د اډینبورګ د دوچیس انګلستان نه خوښېده. دوچیس، د روسیې د ویم الکساندر یوازینۍ لور، له دې امله ناراضي وه چې د بریتانوي واکمن د کوچني زوی مېرمنې په توګه، ماري باید د جورج مور، د ویلز شهزادګۍ ته لومړیتوب ورکړي، چې پلار یې یو کوچنی جرمن شهزاده و، مخکې له دې چې په ناڅاپي توګه د ډنمارک تخت ته وبلل شي. نوموړې د خپلې مور له لارښوونې سره سم د جورج وړاندیز رد کړ. نوموړې د رومانیا له راتلونکي پاچا فرډینانډ سره په ۱۸۹۳ ز کال کې واده وکړ.
د جورج مشر ورورالبرت وېکتور د ۱۸۹۱ ز کال په نومبر کې، د خپل دویم تره له لور د ټیک د شهزادګۍ وېکتوریا ماری سره کوژده وکړه چې په کورنۍ کې د "مې" په نوم یادېده. د هغې پلار فرانسیس، د تیک ډوک (چې د ورتمبرګ د کورنۍ د پوځي افسرانو د ټیټې طبقې غړی و) او مور یې د کیمبرج شهزادګۍ ماري اديلېډ، د پاچا درېیم جورج د نارینه نسب لمسی او د ملکې ویکټوریا د تره لومړۍ لور وه.
د رسمي کوژدې نه شپږ اونۍ وروسته، د ۱۸۹۲ ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه، البرت وېکتور د انفلونزا د وبا په اوږدو کې د سینه بغل ناروغی له امله مړ شو، چې جورج د تخت په نوملړ کې دویم ځای ته ولاړ او د خپل پلار ځایناستی شو. جورج د وچکۍ(محرقې) تبې له امله له شپږو اونیو بستر نه لږ وخت کېده چې له یوې سختې ناروغۍ نه روغ شوی و او داسې انګېرل کېږي چې دې ناروغی، د هغه نیکه شهزاده البرت هم له منځه وړی. ملکې وېکټوریا لا هم شهزادګۍ مې د خپل لمسی لپاره غوره جوړه ګڼله او جورج او می د خپل ګډ غم په اوږدو کې نږدې شول.
جورج می ته د البرت وېکتور له مړینې یو کال وروسته وړاندیز وکړ او ومنل شو. دوی د ۱۸۹۳ ز کال د جولای په ۶ مه نېټه په لندن کې د سېنټ جېمز ماڼۍ په شاهي کلیسا کې واده وکړ. دوی یو بل ته د خپل ژوند په اوږدو کې ریښتیني پاتې شول. د جورج په وینا: هغه نه شو کولای، چې د مینې خپل احساسات په خبرو کې وړاندې کړي، دوی ډېری وختونه د مینې لیکونه او د مینې یادښتونه یو بل ته لېږل.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پنځم جورج, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.