هالنډ(په هالنډي Nederland په انګلیسي The Netherlands یا Holland) د هالنډ د شاهی نظام اصلی برخه ده چی د اروپا په شمال لویدیځ کی پرته ده.
په مرکزی امریکا کی اروبا (په انګلیسی Aruba او نیدرلندز انتلن په انګلیسی Netherlands Antilles) د هالنډ په شاهی حکومت پوری اړه لری او ددی حکومت یوه برخه جوړوی. هالنډ څه دپاسه شپاړسنیم میلیونه وګړي لری. په منځنیو پیړیو کی یې د وګړیو ډیری برخه کاتولیک او پروتستان و جوړوله خو نن ورځ د اروپا تر ټولو بی دینان ملک دی. (ډیری خلک یی دین نه منی) د هالنډ پلازمینه امسټرډام دی خو دولتی چاری وزارتونه او بهرنی سفارتونه زیاتره په (دن هاخ) (په هالنډي Den Haag) کی استوګن دي. دلیل یې هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی.
| |||||
نخشه موقعيت Location of the Netherlands | |||||
نخشه Location of the Caribbean municipalities (green) | |||||
Government seat | The Hague | ||||
حکومت | |||||
---|---|---|---|---|---|
- | شاه | الکساندار ویلیام | |||
- | لومړی وزیر | مارک روته | |||
- | ولسمشر |
| |||
- | Vice President of the Council of State | ||||
Legislature | هالنډ د خلکو ریاست | ||||
جوړښت | |||||
- | Proclaimed | ||||
- | Recognised | ||||
- | Kingdom established | ||||
- | Liberation Day | ||||
- | UN admission | ||||
- | Charter | ||||
- | Caribbean incorporation | ||||
- | اوبه (%) | ۱۸.۴۱ | |||
د وګړو شمېر | |||||
- | ۲۰۱۹ estimate | ۱۷,۳۳۶,۸۹۱ ▲ (۶۶th) | |||
- | ګڼه ګونه | اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "["./km2 (۳۰th) اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "["./sq mi | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | ۲۰۱۹ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۱.۰۰۴ تریلیون (۲۸th) | |||
- | پر کس | $۵۸,۲۵۵ (۱۳th) | |||
GDP (nominal) | ۲۰۱۹ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۹۱۴ میلیارده (۱۷th) | |||
- | پر کس | $۵۳,۰۱۶ (۱۳th) | |||
Gini (۲۰۱۷) | ۲۷.1 (۱۵th) | ||||
بشري پرمختيا (۲۰۱۷) | ۰.۹۳۱ (۱۰th) | ||||
د نېټې بڼه | dd-mm-yyyy | ||||
د موټر چلولو لوری | ښوی | ||||
د انټرنټ مخکښ شپول | ni | ||||
پيل ګڼ | +۳۱; +۵۹۹ | ||||
موقعيت |
د هالند 16.515.057 وګړي په 41.526 کیلومترمربع ځمکه (چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی) استوګن دی چې یو له ډیر میشت وګړو ملکونو څخه شمیرل میږي چې په هر کیلومتر مربع کې (397 تنه میشت دي. د (نیدرلنډ) لغوی مانا (ټیټ ملک) ده. د هالنډ ډیریه برخي د سمندر له سطحی نه ټیټ دي او د بندونو په مرسته یی وچ ساتلی دی. په دی مانا چې که چیری دا بندونه نه وی نو د هالنډ تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی دي.
امسټرډام د هالنډ پلازمینه ده خو دولتی چاری او بهرنی سفارتونه په دن هاخ کی استوگن دی. د امستردام کافی شاپ (چیرته چی چرس او ماری وانا ازادانه خرڅیږی) او سکس کلبونه (چیرته چی ښځی د پیسو په مقابل کی جنسی اړیکی نیسی) هر کال په میلیونونو سیلانیان د نړی له گوډ گوډ نه ځان ته رابولی. خو له چرسو او ښځو پرته امستردام نور هم ډیر څه لری. تاریخی ودانی، له هنری او تاریخی اثارو ډک موزیمونه او د Amsterdam Exchange Indexیا (AEX) په څیر تجارتی لوی مرکزونه د امسټردام له نورو شتمنیو څخه دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هالنډ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.