نیهیلیزم (/ˈnaɪ(h)ɪlɪzəm، ˈniː-/؛ له لاتین nihil «هیڅ څه») د فلسفې د ننه لیدلورو یوه فلسفه یا یوه کورنۍ ده چې د انسان د وجود منل شوي یا اساسي اړخونه لکه عیني حقیقت، پوهه، اخلاق، ارزښتونه یا معنا رد کوي.
دا اصطلاح د ایوان ټورګنیف لخوا دود شوه او په خپل پلرونو او زامنو ناول کې یې له هغې څخه کار واخیست.
بېلابېل نیهیلیسټي موقفونو شتون درلودلی دی، له هغې جملې څخه دا چې انساني ارزښتونه بې اساسه دي، ژوند بې معنا دی، پوهه ناممکنه ده، یا د موجوداتو ټولګه شتون نلري یا بې معنا او بې ارزښته دي.
د نیهیلیزم څېړونکيکېدای شي هغه یوازې یو لیبل وګڼي چې بېلابېلو جلا فلسفو ته ورکړل شوی دی، یا هم له نومیالیزم، شکګرایي، او فلسفي ناامیدي او همدارنګه په لوړ ګومان په خپله له مسیحیت څخه اخیستل شوي جلا تاریخي مفهوم په توګه وګڼي. د دې نظریې څخه معاصر پوهاوی په عمده ډول د نیچه «د نیهیلیزم ناورین» څخه سرچینه نیسي، چې له هغه څخه دوه اصلي مفهومه اخیستل کېږي: د پورته ارزښتونو تخریب او د ژوند تایید سره مخالفت. په هرحال، د نیهیلیزم پخوانۍ بڼې کېدای شي د ټولنیزو، اخلاقي، سیاسي او جمالیاتي فکرونو ځانګړو هژموني ګانو په منفي کولو کې لا ډېر انتخابي وي.
دا اصطلاح کله کله له آنومي سره د وجود په بې معناتوب یا انساني اصولو یا ټولنیزو بنسټونو خپلسري کې د نا امیدي عمومي حالت توضیح لپاره کارول کېږي. نیهیلیزم هم په ځینو تاریخي دورو کې په څرګند ډول یا په تشکیلاتي توګه توصیف شوی دی. د بېلګې په توګه، جین بوډریلارډ او نورو وروستهموډرن توب د نیهیلیسټي تفکر بڼې یا دورې په توګه توصیف کړی دی. په همدې ترتیب، ځینې الهيپوهانو او دیني شخصیتونو ویلي دي چې وروستهموډرن توب او د موډرنتوب ډېری اړخونه، نیهیلیزم د دیني اصولو د نفي کولو په توګه څرګندوي. په هرحال، نیهیلیزم په پراخ ډول دواړو مذهبي او غیر مذهبي لیدلورو پورې منسوب کېږي.
په عامه کارونه کې، دا اصطلاح په معمول ډول د وجودي نیهیلیزم هغو بڼو ته ویل کېږي چې د هغه پر اساس ژوند بې ارزښته، بې معنا یا بې هدفه دی. په نیهیلیزم کې نور مهم موقفونه عبارت دي له: د ټولو معیاري او اخلاقي لیدلورو ردول (§ اخلاقي نیهیلیزم)، د ټولو ټولنیزو او سیاسي بنسټونو ردول (§ سیاسي نیهیلیزم)، دا موقف چې د هیڅ پوهې شتون امکان نلري یا شتون نلري (§ اپیسټیمولوژيک نیهیلیزم) او ځینې مټافیزیکي موقفونه، چې ادعا کوي غیر انتزاعي شیان شتون نلري (§ مټافیزیکي نیهیلیزم، مرکب آبجکټونه شتون نلري (§ مرئولوژیک نیهیلیزم)، یا ان دا چې په خپله ژوند شتون نلري.
د نیهیلیزم اصطلاحي ریښه پېژنونه د لاټین ریښه یي ویی nihil دی چې د «هیڅ» په مانا ده چې په اړوندو اصطلاحاتو کې په ورته ډول د «annihilate» د «هیڅ رامنځته کول» او nihility د «هیڅ کول» په مانا پیدا کېږي. د نیهیلیزم اصطلاح په اتلسمه پېړۍ کې په اروپا کې په څو ځایونو کې راڅرګنده شوه، په ځانګړې توګه د Nihilismus په آلماني بڼه باندې، که څه هم په منځنیو پېړیو کې هم بدعت ځینو ځانګړو بڼو ته اشاره کارول کېده. په خپله دې مفهوم لومړی په روسي او آلماني فلسفو کې شکل ونیوه چې په ترتیب له شلمې پېړۍ څخه مخکې د نیهیلیزم په هکله د اصلي خبرو اترو دوه لړۍ وې. دا اصطلاح په لوړ ګومان له آلماني Nihilismus، وروستني لاتیني nihilismus یا فرانسوني nihilisme څخه انګلیسي ته د ننه شوې.
د دې اصطلاح څخه لومړنۍ کارونې په آلماني خپرونو کې موندل کېږي. په ۱۷۳۳م کال کې، آلماني لیکوال فرډریش لبرشټ ګوټز هغه له نوئیزم (په آلماني کې: Neinismus) سره په ترکیب کې د یوې ادبي اصطلاح په توګه وکاروله. په هغه دوره کې چې د فرانسې انقلاب روان وو، دا اصطلاح د مډرنیت ارزښت کموونکو رجحاناتو، یانې د مسیحیت او په ټوله کې د اروپایي دود نفي کول، لپاره یو سپکاوی وو. نیهیلیزم د لومړي ځل لپاره د کانټي او کانټي وروسته فلسفو په هکله یوه بحث کې فلسفي مطالعې ته د ننه شو، په ځانګړې توګه په ۱۷۸۷م کال کې د سویسي باطنپېژوندونکي (esotericist) یاکوب هرمان اوبریټ او په ۱۷۹۹م کال کې د آلماني فیلسوف فرډریش هاینریش ژاکوبي په لیکنو کې راڅرګند شو. د ۱۸۲۴م کال په لومړیو کې، دا اصطلاح د آلماني خبریال جوزف فون ګورس سره ټولنیزه معنا پیدا کړه، چې هغه یې د ټولنیزو او سیاسي شته نهادونو نفي پورې اړوند ګڼله. د دې ویي روسي بڼه، nigilizm (په روسي کې: нигилизм)، په ۱۸۲۹م کال کې کله چې نیکولای نادژدین هغه د شک ویي مترادف په توګه وکاروله، خپره شوه. په روسي خبریالي کې، دې ویي تر ډېر وخته د پام وړ ټولنیز مفهومونه درلودل.
د ژاکوبي له وخت راهیسې، دا اصطلاح کابو په بشپړ ډول په ټوله اروپا کې له کاره ولوېده تر هغه چې د روسي لیکوال، ایوان ټورګنیف لخوا، چې په ۱۸۶۲م کال کې د «پلرونو او زامنو» په ناول کې یې دا ویی وکاروه، بیاځلې راژوندۍ شوه او ډېری څېړونکي یې دې باور ته ورسول چې دا ویی هغه کشف کړی دی. د ناول نیهیلیسټي شخصیتونو، ځان داسې کسان تعریف کوي چې «له هرڅه څخه انکار کوي»، «د ایمان په هکله هیڅ اصول نه مني، که څه هم کېدای شي هغه اصل ډېر د درناوي وړ وي» او هغوی ادعا کوي چې «په اوسني حالت کې، نفي کول ترټولو ګټور کار دی». د ټورګنیف نیهلیسټي ضد تمایلاتو سربېره، د هغه ډېری لوستونکو هم د نیهیلیسټ نوم غوره کړی او په دې ترتیب یې د روسیې نیهیلیسټي خوځښت نوم هغه پورې تړلی دی. د آلماني فلسفې له بېرته راګرځېدو سره، نیهیلیزم ډېری د آلماني فیلسوف فرډریش نیچه لخوا تر بحث لاندې ونیول شو، چې له دې اصطلاح څخه یې په لوېدیځه نړۍ کې د دودیزو اخلاقو له منځه تللو توصیف لپاره کار واخیست. د نیچه له نظره، نیهیلیزم هم د ارزښت د ورانولو په مډرنو لړیو کې چې «د خدای مرګ» کې بیان کېږي او هم د هغه څه لپاره چې هغه د مسیحیت ژوند انکارکوونکو اخلاقو په توګه بلل، کارول کېږي. د نیچه تر ژورې اغېزې لاندې، دا اصطلاح وروسته د فرانسې په فلسفه کې او په براعظمي فلسفه کې په لا پراخه توګه د پام وړ وګرځېده، په داسې حال کې چې د نیهیلیزم اغېزې په روسیه کې د شوروي اتحاد تر دورې پورې په ښکاره ډول دوام وموند.
دیني عالمانو لکه آلټیزر ویلي دي چې نیهیلیزم باید په اړین ډول له دین سره په اړیکه کې درک شي او د هغه د شخصیت اصلي عناصرو مطالعه په اساسي ډول الهیاتي څېړنې ته اړتیا لري.
د نیهیلیزم مفهوم د بودا لخوا (زوکړه له میلاده مخکې ۵۶۳م کال او مړینه له میلاد څخه مخکې ۴۸۳م کال) تر بحث لاندې ونیول شو، لکه څنګه چې په Therevada او Mahayana Tripitaka کې ثبت شوي دي. Tripitaka چې په اصل کې په پالي ژبه لیکل شوی، نیهیلیزم ته د natthikavada په توګه او نیهیلیسټي لیدلوري ته د micchādiṭṭhi په توګه اشاره کوي. په هغه کې د ننه بېلابېل سوتراګان، ګڼ شمېر لیدلوري بیانوي چې د بودا د ژوند په وخت کې د زاهدانو بېلابېلو فرقو لخوا یې شتون درلود، چې ځینې یې د هغه له نظره له اخلاقي پلوه نیهیلیسټي وو. په آپاناکا سوتا کې «د نیهیلیزم په ډاکټرین» کې، بودا اخلاقي نیهیلیسټان د لاندې لیدلورو لرونکو په توګه توصیف کوي:
بودا همدارنګه وایي هغه کسان چې داسې لیدلوری لري په ښه ذهني، کلامي او بدني چلند کې د فضیلت او په ناسم چلند کې د شته ګواښونو د لیدلو توان نشي موندلی او له همدې کبله به وروستنۍ خوا ته تمایل پیدا کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نیهیلیزم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.