نوري فایبر

نوري فایبر (یا په بریتانوي انګلیسي کې فایبر) یو انعطاف منونکی او روڼ فایبر دی چې د انسان له وېښته څخه په لږ ډبل قطر لرونکي پلاستیک کې د شیشې (سیلیکان ډای اکساید) له کشولو څخه جوړوېږي.

نوري فایبر تر ډېره پورې د فایبر تر دواړو سرونو پورې د نور د انتقال په موخه کارول کېږي چې د نوي فایبر په اړیکو کې پراخه استفاده ترې کېږي او په لرې فواصلو کې د برېښنا د کیبلونو په پرتله په لوړ ظرفیت (د ډاټا د انتقال د کچې له مخې) انتقال ته لار برابروي. فایبر د فلزي سیمونو پر ځای کارول کېږي ځکه سیګنالونه د لږو تلفاتو په لرلو په هغو کې حرکت کوي؛ له دې سربېره فایبرونه د الکترومقناطیسي تداخل پر وړاندې مقاوم دي، هغه موضوع چې فلزي سیمونه ورسره مخ دي. له فایبرونو څخه همدارنګه د نورپردازۍ او انځور اخیستنې په موخه ګټنه کېږي او تر ډېره پورې له هغو څخه په محدوده فضا او له هغو بهر لکه د فایبرسکوپ په مورد کې د نور د انتقال په موخه ترې کار اخیستل کېږي. په ځانګړي ډول طراحي شوي فایبرونه هم د بېلابېلو نورو چارو لپاره کارول کېږي چې  نوري فایبري سینسورونه او فایبري لیزرونه دي.

نوري فیبر په معمول ډول د یوې هستې لرونکي دي چې د یوې شفافې پوښ کوونکې مادې په واسطه چې د ماتېدو ټیټ ضریب لري پوښل شوي. نور د یوې بشپړې داخلي انعکاسي پدیدې له مخې چې لامل ګرځي فایبر د یو موج وړونکي په توګه عمل وکړي په هسته کې ساتل کېږي. هغه فایبرونه چې د انشتار له ډېرو مسیرونو ګټنه کوي او یا هم ډېر انتقالي ډولونه لري، څو حالت لرونکی فایبر ورته ویل کېږي؛ په داسې حال کې هغه چې یوازې یو حالت لري هغو ته بیا یو حالت لرونکي (SMF) فایبر ویل کېږي. څو حالته فایبرونه په عموم ډول د پراخو هستو لرونکي دي چې په لنډو فاصلو کې د ډېر ظرفیت د انتقال په موخه کارول کېږي. له یو حالت لرونکو فایبرونو څخه د اوږدو ارتباطي اړیکو لپاره چې اوږدوالی یې له ۱۰۰۰ مترو (۳۳۰۰ فوټو) څخه زیات وي؛ کار اخیستل کېږي.

د لږ تلفاتو په لرلو سره د نوري فایبر د وصل کولو وړتیا د نوري فایبر په اړیکو کې ډېر مهم رول لري. د هغو وصلول د برېښنا د کیبل له وصلولو ډېر پیچلي دی چې په کې له هستې څخه په دقیقه توګه د پوښ لرې کول او د دواړو خواوو د هستو په مساوي ډول یوځای کول په کې شاملېږي. د داسې کارونو لپاره چې دایمي اتصال ته اړتیا لري، فیوژن اتصال یې مروج ډول دی. په دغه تخنیک کې برېښنايي جرقه د پوښ د ویلي کولو په موخه کارول کېږي. بل ډول یې هم میخانیکي اتصال دی چې په کې د پوښ پای د میخانیکي قوې په واسطه وصلول کېږي. موقت یا نیمه دایمي اتصالونه بیا د نوري فایبر د تخصصي وصلونکو یا کانېکټورونو څخه په کار اخیستنې ترسره کېږي. 

د ساینس او اینجنرۍ هغه څانګه چې د نوري فایبر له طراحۍ او استفادې سره اړونده ده د fiber optics په نوم پېژندل کېږي. دغه اصطلاح د هندي الاصله امریکايي فزیک پوه نریندر سینګ کاپاني له خوا ابداع شوه چې په پراخه کچه د نوري فایبر د پلار په توګه پېژندل کېږي.

ګټنې

ارتباطات

نوري فایبر د مخابراتي شبکو او کمپیوټري شبکو ترمنځ د منځګړي په توګه کارول کېږي، ځکه چې انعطاف منونکی دی او د لینونو په څېر ګټنه ترې کېږي. دا په ځانګړې توګه له لرې فاصلې څخه د ارتباطاتو په موخه ډېر ګټمن دی، ځکه ډېر کمزوری ماورا بنفش نور هم د فایبر پر مټ، په برېښنايي لینونو کې د برېښنا په پرتله په چټکۍ سره انتقالېږي. دغه چاره اجازه ورکوي چې ډېرې لرې فاصلې له څو ریپیټرونو څخه په ګټنې طی کړي.

د موج د اوږدوالي په تفکیک سره په مولټي فلیکس کارونو (WDM) کې، هر فایبر کولای شي په پریمانه کچه مستقل کانالونه انتقال کړي چې هر یو یې د جلا اوږدوالي لرونکی موج لري.

د لنډې فاصلې په کارونو کې، لکه په یوې اداري ودانۍ کې د شبکې جوړولو په موخه د نوري فایبر له کیبلونو څخه کار اخیستل د لینونو د کشولو په ځای کې د کمې فضا د مصرف لامل ګرځي. دا له دې امله چې یو منفرد فایبر کولای شي د برېښنايي کیبلو پر ځای په پراخه کچه ډاټا انتقال کړي لکه یو ۵ کټګوري لرونکی سټنډرډ کیبل معمولا په یوه ثانیه کې له ۱۰۰ ام بي څخه تر ۱ جي بي ډاټا انتقال کولای شي.

له فایبر څخه تر ډېره پورې د دستګاو ترمنځ د اړیکو په موخه هم کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه، ډیری لوړ کیفیت لرونکي تلویزیونونه د یو ډیجیټل غږیز نوري اتصال شونتیا وړاندې کوي.

د برېښنا لېږد

نوري فایبر کولای شي له فوټوولټائیک حجرې څخه په ګټنې نور په برېښنا واړوي. په داسې حال کې چې د برېښنا د لېږد دغه ډول په معمول بڼه دود نه دی، خو په ځانګړې توګه هغه مهال ګټمن پریوزي چېرې چې فلزي نښلوونکي مطلوب نه وي لکه د MRI ماشینونو په خوا کې چې مقناطیسي ساحه جوړوي.

نورې کارونې

نوري فایبر د لارښوونکي نور په توګه په طبي او ورته نور چارو کې چې د هدف لیدلو په موخه روښانه نور ته پرته له دې چې مسیر یې ولیدل شي اړتیا وي، کارول کېږي. په ډېری مایکروسکوپونو کې د نوري فایبر له تېز نور څخه د څېړنو لاندو نمونو د مطالعې په موخه ګټنه کېږي.

له نوري فایبر څخه همدارنګه د انځور اخیستنې په ځانګړو وسایلو کې کار اخیستل کېږي. د فایبر یو ډبله ټولګه ځینې مهال له لینزونو سره په ګډه د انځور اخیستنې په نازکې او اوږدې وسیلې کې کارول کېږي چې د انډسکوپ په نوم پېژندل کېږي، هغه وسیله چې له یو کوچني غار څخه د توکو د لیدنې په موخه کارول کېږي. طبي انډسکوپونه د اکتشافي او یا هم جراحي چارو په موخه کارول کېږي. صنعتي انډسکوپونه بیا د هر هغه شي د څېړنې په موخه چې لاسرسی ورته ستونزمن وي لکه د جټ د ماشین د داخلي فضا د کتو په موخه کارول کېږي.

په یو شمېر ودانیو کې نوري فایبر د لمر رڼا له بام څخه د ودانۍ نورو برخو ته هدایت کوي. د نوري فایبر ګروپونه د تزئیني چارو په موخه لکه د علایمو او هنرونو د ښوولو، د لوبو په وسایلو او د کریسمس په مصنوعي ونو کې کارول کېږي.

نوري فایبر همدارنګه کېدلای شي د جوړښتي سلامتیا په ارزونه کې وکارول شي. دغه ډول سنسور د هغو فشارونو د تشخیص وړتیا لري چې په جوړښت تل پاتی اغېز کوي. دغه چاره د اندازه ګیرۍ د انالوګ تضعیف د اصل پر بنسټ ده.

په طیف لیدنه (spectroscopy) کې نوري فایبر نور له یو طیف سنجونکي (spectrometer) څخه هغه مادې ته چې نه شي کېدای په خپله په طیف سنجونکي کې کېښودل شي انتقال کوي څو د هغو ترکیب تجزیه او تحلیل کړي. یو طیف سنجونکی، مواد د نور په لوېدو سره د هغو د ننه تجزیه او تحلیل کوي. له فایبر څخه په ګټنې یو طیف سنجونکی کولای شي یو شی له لرې څخه تحلیل کړي.

سرچينې

Tags:

نوري فایبر ګټنېنوري فایبر سرچينېنوري فایبر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اباسين يوسفزیقانوند ښکلا کاریال راښکته کولمعلوماتد لمانځه وختونهبرکت الله سليمښځینه تناسلي طرق اناټوميThalliumد حضرت عمر فاروق رض عدالتنورزيرونډاد سوداګرۍ اتحادیهتور زېړیمړینهناټود افغانستان ولايتونهد امریکا متحده آیالاتونهد انټرنټ تاریخفرانسهگل پاچا الفتدوتنهله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلشهباز شریفاروپاد افغانستان ژبېپښتو اوسنى شعرچغرزیتلمودرېږدلهد انګلستان دوم چارلزد خاورې ککړتيالونگلومړنۍ نړېواله جگړهميدان وردگ ولايتاضطرابعددسردار محمد داود خانمالیهمنرالونهد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادهیوادمالېزياد ښځو نړیواله ورځکيمياعبدالحميد محتاطد کتاب نړيواله کره شمېرهد انګلستان پاچا لومړی ریچاردغسلښوونځینور محمد ترکید لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهزړه نابرید رواندا فرانک24 اپرېلد لویې بریتانیا ملکه، آند فلم تاريخګوګلمحمد (ص) په اسلام کېهوابست کلاجنسي ناوړه ګټه اخيستنهسلووانياآزاد تجارتپښتود هوا ککړتيازنک (جست/کوټ)بټي کوټ ولسوالۍلوګر ولایتپوځد جنازې لمونځسرطانخوست ولايتدعناصرو دوراني جدولاډمنډ برک🡆 More