مونټي ویډو

مونټي ویډو د یوراګوای پلازمېنه او تر ټولو ستر هېواد دی.

د ۲۰۱۱ کال د احصائیې له مخې، دا ښار په ۲۰۱ کیلومتر مربع ځمکه کې ۱۳۱۹۱۰۸ وګړي لري (د ټول هېواد د وګړو ۱ پر درېیمه برخه). مونټي ویډو د هېواد په سویلي ساحل کې پروت ښار دی چې د ریو ډي لا دښتې له شمال ختیځې څنډې سره پوله لري.

دغه ښار په ۱۷۲۴ ز کال کې د یوه هسپانوي سرتیرې، برونو ماوریچیو ډي زبالا له خوا د پلاتین سیمې پر سر د هسپانې او پرتګال د شخړو پر مهال د یوه ستراتیژیک حرکت په توګه جوړ شو. همداشان په ۱۸۰۷ ز کال کې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا تر کنترول لاندې راغی، خو بالاخره دا ښار د هسپانوي کریولونو په مټ بریتانیايي ځواکونه بیرته وشړل شول. مونټي ویډو د Mercosur او ALADI اداري مقر هم دی، دا دواړه په لاتینه امریکا کې پرمختلونکي سوداګریز بلوکونه دي، داسې بلوکونه چې په اروپا کې د بروکسیل له رول سره د پرتلې وړ دي.

په ۲۰۱۹ ز کال کې د ژوند د کیفیت په اړه د Mercer رپوټ، موڼټي ویډو په لاتینه امریکا کې په لومړي کتار کې راوست، چې دا مقام له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې د دې ښار له خوا ساتل شوی دی. له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې، مونټي ویډو په دغه قاره کې ۱۹ تر ټولو ستر اقتصاد درلود او په سترو ښارونو کې د ستر عاید د تر لاسه کوونکو په ډله کې په ۹م مقام کې و. په ۲۰۲۲ ز کال کې، اټکل کېږي چې دا ښار به ۵۳.۹ میلیارد ډالره GDP ولري، چې د سړي سر کلنی عاید به یې ۳۰.۱۴۸ امریکايي ډالر وي.

په ۲۰۱۸ ز کال کې، دا ښار د بیټا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شو چې په لاتینه امریکا کې یې اتمه درجه او په نړۍ کې په ۸۴ درجه راغلی و. مونټي ویډو په ۱۹۳۰ ز کال کې د فیفا د نړیوال لومړني کپ سیالیو په درشل کې د هر لوبې کوربه وه. مونټي ویډو د یوه له بیروباره ډک ځای په توګه چې د ژوند کولو بډایه کلتور لري او د تکنالوجۍ او د کارزېږونې د کلتور لرونکي ښار په توګه ستایل شوی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ماسټر کارت نړیوال مقصد لرونکو ښارونو د یوې سروې له مخې مونټي ویډو په لاتینه امریکا کې اتم مقام تر لاسه کړ.

په ۲۰۱۴ ز کال کې، په نړۍ کې د ګي-دوستانه (Gay-friendly) له اړخه پنځم او په لاتینه امریکا کې لومړی ښار وګڼل شو. دا ښار په یوراګوای کې د سوداګرۍ او لوړو زده کړو مرکز ګڼل کېږي. دغه ښار همداشان د یوراګوای کلتوري مرکز دی چې په میتروپولیټن سیمه کې یې د وګړو شمېر ۲ میلیونو ته رسیږي.

ایتمولوژي

د مونټي ویډو په اړه ګڼ شمېر تشریحات شته. ټول پر دې هوکړه لري چې د “Monte” اشاره Cerro de Montevideo ته ده، هغه غونډۍ چې د مونټي ویډو په خلیج کې موقعیت لري، خو د “Video” په اړه بیا اختلافات شته.

تاریخ

لرغونی تاریخ

له ۱۶۸۰ تر ۱۶۸۳ ز کلونو پورې، پرتګال د بوینوس ایریس د خلیج په سیمه کې د کولونیا ډو ساکرامنټو ښار جوړ کړ. دغه ښار تر ۱۷۲۳ ز کال پورې کله چې هغوی د مونټي ویډو د خلیج شاوخوا په لوړو سیمو کې د مورچو پر جوړولو لاس پورې کړ د هسپانویانو له مقاومت سره مخ نشو. د ۱۷۲۳ ز کال د نوامبر په ۲۲مه، د پرتګال فیلډ مارشال مانویل ډي فریټاس ډا فونسیکا د مونتیویو کلا جوړه کړه.

د برونو ماوریچیو ډي زبالا د ښار د هسپانوي والي له خوا له بوینوس ایریس څخه یوه هسپانوي لښکرکشي ولیږل شوه. د ۱۷۲۴ ز کال د جنوري په ۲۲مه، هسپانویانو وکولای شول چې پرتګالیان اړ کړي تر څو دا سیمه پریږدي او په دې ښار کې یې د خپلو وګړو پر زیاتوالي باندې لاس پورې کړ، په لومړي سر کې یې شپږ کورنۍ له بوینوس ایریس نه هلته یوړي او ډېر ژر له هغه وروسته د قناري جزایرو کورنۍ چې په ګوانچ یا قناري باندې مشهور وو، دې ښار ته ور دننه شول. همداشان په دې ښار کې له پخوا نه د خورخه بورګیس په نوم یو ایټالوي کس اوسېده.

۱۹مه پېړۍ

د ۱۸۰۷ ز کال د فبروري په ۳مه، د جنرال سامویل اوچماتي او سمندرسالار چارلیز سټیرلینګ تر مشرۍ لاندې بریتانوي ځواکونو دغه ښار د مونټي ویډو د جګړې (۱۸۰۷) پر مهال ونیو، خو په هغه کال د سپټمبر په ۲مه بیرته د هسپانویانو له خوا هغه مهال ونیول شو کله چې جان وایټ لوک اړ شو چې خپل ځان هغو ځواکونو ته تسلیم کړي کوم چې د بانډا اورینټال له خوا تشکیل شوی و – د نن ورځي ټول یوراګوای او د بوینیس ایریس اوسنۍ سیمه. له دغې جګړې وروسته، د مونټي ویډو والي فرانسیسکو ژاویر ډي ایلیو له نوي وایسرای سانټیاګو ډی لاینیرس سره مخالف وښود او کله چې په هسپانیا کې د جزیرې جګړه پیل شوه نو د لاینیریس په دفاع کې یې حکومتي جانتا رامنځته کړه، ایلیوس بېرته دا جانتا هغه مهال له منځه یوړه کله چې د لاینیریس پر ځای بلتازر هیډالګو ډي سینیروس راغی.

سرچينې

Tags:

مونټي ویډو ایتمولوژيمونټي ویډو تاریخمونټي ویډو سرچينېمونټي ویډو

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د شهیدانو چوکد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)فیسبوک2012امير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )انځور خبرياليتلاسېمیاد افغانستان اسلامي امارتu9ly0پلار څوک دیهندي هنرسويسپښتني بانکځمکهګاري کاسپاروفسلووانيافیودور داستایفسکيله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهچغرزیبشپامازون باراني ځنګلمخابراتلندنلعل پاچا ازمونمحمد حسن کاکړمحمد رياض تسنيمجنسي ناوړه ګټه اخيستنهخالد بن ولیدهايډروجنبازارموندنهبودجهبانکوالی په افغانستان کېنثرتور زېړیلېږد ۴۵احمد شاه درانیپښتو اوسنى شعرحکومتچاريکارد کابل کندهار لویه لارعضوي مادهسره میاشتجودی لین اوکیف24 اپرېلد واده شپهشهباز شریفاکسيجنمحمد بن قاسمموسی قلعهانزايمد اقليمي بدلون اغېزېلومړی مخد انګلستان دوم چارلزشاه شجاعتوره تتۍد اوبو آسقانون څه ته وايي؟کتابتونچاپیریالی روغتيا ساتنهمیوهNihoniumد ډبرو د سکرو کان کیندنهپرمخ (جنسي عمل)ويکيطبيعتعبدالرحمان باباخصوصي کولد کمپیوټر ارزښتد پښتو ژبې ليکنښې🡆 More