ماگنوس کارلسن په ناروېژي ژبې (Sven Magnus Øen Carlsen)(زېږوننېټه ː ۳۰م د نوېمبر ۱۹۹۰م ز ) يو ځوان ناروېژی چې د نړۍ د شطرنج لوبې بې ساری او مخکښ اتل دی .
تر اوسه دی په لومړي مقام ولاړ دی . دی په کال ۲۰۰۴م ز کې په ديارلس کلنۍ کې د نړۍ تکړه شطرنج لوبغاړی وپېژاندل شو . د کارلسن د لوبې د پړاؤ رېکارډ ۲۸۸۲ تېزواله ده چې د شطرنج لوبې په بهیر کې د نړۍ تر ټولو لمړی او لوړ ريکارډ دی . د شطرنج مکښ ماگنوس کارلسن په کال ۲۰۰۴م زېږديز کې د شطرنج لوبې په نړېوالو لوبو کې ۲م مقام ترلاسه کړ . وروسته په کال ۲۰۱۰م زېږديز کې د ۳۲ ورځو په بهیر کې دشطرنج نړېوالو لوبو کې په لومړي ځل د ۱۹ کالو په عمر د نړۍ لومړی مقام وگاټه . همدارنگه کارلسن په ۲۰۱۳م زېږديز کې د نړۍ په لوبو کې د پايلوبې راوتونکي هندي لوبغاړي ویسوانات آنند څخه بيا د نړۍ لومړی مقام په شطرنج کې ترلاسه کړ ، يو کال وروسته ۲۰۱۴م زېږديز کې د نومبر په مياشت کې خپل مقام بيا وژغوره او په نړۍ کې لومړی شو . کارلسن د شطرنج په ميدان کې ځانگړې ځانتيا لري چې له څو اړخونو رامخته کېږي له مخې یې خپل سيال په فکر کې ډوبوي او د لوبې پړاؤ ستونزمنوي .
ماگنوس کارلسن | |
---|---|
(ناروېجي: Sven Magnus Øen Carlsen) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (ناروېجي بوکمول: Sven Magnus Øen Carlsen) |
پيدايښت | ۳۰ نومبر ۱۹۹۰ |
تابعیت | ناروې |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | ناروېژي ژبه انگليسي |
لوبه | سترنج |
د لوبې هيواد | ناروې |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ماگنوس کارلسن د ناروې هېواد په تونسبرگ ښار کې د سیگرون او هېنرک آلبرټ کارلسن په کور کې زېږېدلی . دواړه مور او پلار يې د ودانيو انجنيران دي . کورنۍ يې يو کال په فينلنډ هېواد کې او بیلجیم هېواد کې اوسېدلي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ماگنوس کارلسن, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.