لومړنی عصري انسان

لومړنی عصري انسان (EMH) یا د اناتومي له نظره عصري انسان (AMH) هغه اصطلاحات دي، چې د معاصر انسان یا هوموساپینز (یوازینی موجود هومینا نوع) د تشخیص لپاره کارول کېږي، چې د اناتومي له نظره د هغه د ظاهري شکل (وېښتان، جلد، رنګ) په نظر کې نیسي، چې انسان له منقرض شوو پخوانیو نوعو څخه په عصري انسان کې لیدل کېږي.

دا په ځانګړي ډول د زمانو او سيمو د توپير لپاره کټور دی، چېرته چې عصري او قديمي انسانانو په اناتومیک ډول سره، د مثال په توګه، د اروپا د ډبرو په قدیمي دوره (Paleolithic Europe ) کې سره ګډ ژوند کړی.

د هومو ساپینز ترټول پخواني ترلاسه شوي آثار د ايتوپيا جنوب غربي د اومو کيبيش (Omo-Kibish I ) په لرغون پېژندنې سیمه کې، چې ۱۹۶۰۰۰ کاله تاريخي قدامت لري، د جنوبي افریقا په فلوريسبد سیمه چې تقريباً ۲۵۹۰۰۰  تاريخي قدامت لري او د ماراکش د جيبل ايرهاود سيمه، چې ۳۰۰۰۰۰ کاله تاريخي قدامت لري، موندل شوي دي.

د هومو دنسل له منځله تللې نوع عبارت ده له دنګ انسان ( چې تقريباً له ۲  نه تر ۰.۱  ميليونو کلونو دمخه څخه و) او يو شمېر نورې نوعې (چې د ځينو لیکونکو په نظر د عصري او دنګو انسانانو د فرعي نوعې ګڼلې شوې دي). د عصری انسانانو دنيکونو د نسب جلاتوب له هومو اریکتس (یا د منځنۍ نوعې لکه هومو انتسیسور) څخه د هومو ساپنیزن د پیدایښت سبب شو، چې اټکل کېږي ۵۰۰۰۰۰ کاله د مخه، چې د عصري انسانانو ترمنځ ترټولو پخوانی جنیتکي جلاتوب هم، د بعضې موندنو پر اساس په همدې وخت کې واقع شوی، په افریقا کې را منځته شوی وي.

له عصري انسانانو سره د قدیمی انسانانو ترکیب (په افریقا کې له ورستۍ پرختیا وروسته) د ۱۰۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ کلنو تر منځ کېدای هم په افریقا او هم په یوروشیا کې پېښ شوی وي.  

نوم او ډلبندي

دا د هومو سيپيينس Homo sapiens  دوه جمله يې نوم د لينيوس Linnaeus له خوا په کال 1758 ز کې منځته راغی.

لاتينی نوم يې هومو (homō) (genitive hominis) چې د انسان (بشر) په معنا ده، په داسی حال کې چې د وصفی وجی معنا يې ( پوه، عاقل، معقول) دی. په پيل کې داسی فکر کېده چې دا قسمونه د پخوانيو هومو نسل  څخه  نږدې  د300,000 تر 200,000   دمخه کلونو په شاوخوا  کې منځته راغلی دی.

د مورفولوجی ډلبندي سره يوه ستونزه ( په اناتومی ډول عصری انسان) دا وه، چې په هغه کې د تېرو وګړو نفوس شاملول ممکن نه و.

په دی دليل سره د نسب پر بنسټ (cladistic)  تعريف، د عصري انسانانو لپاره وړانديز کېږي، په کوم کې چې د عصر انسانانو طبقه بندی تعريف به د هغو عصري انسانانو په طبقه بندی دلالت وکړی، چې د نیاندرتال له طبقه بندی څخه جلاا شوی دی.

د دا ډول طبقه بندی تعريف کېدای شي، د عصری انسانانو د500,000  کلونو اخوا زمانی ته وغځېږي.

د عصري انسانانو د جدا يې او د نياندرتال د يوځای کېدو حد ترمنځ واټن د 503,000 نه تر 565,000، د 550,000 نه تر 765,000 ، ( د غاښونو د تکامل د اندازی پر بنسټ) احتمالاً 800,000  زره کلونو دمخه اټکل شوی.

د انسانانو د پاتی شويو نفوسونو وېش په تاريخی لحاظ سره په دوه فرعی نوعو ( ډولونو) سره وېشل کېږي، مګر د 1980 کلونو را پديخوا ټولو پاتی شوو ډلوعلاقه مندی ښودلی ده چې، په یو واحده طبقه بندی کی پاتی شی،( H. sapiens ) بيا یې له دې وېش سره مخالفت کړی، چې ټول له فرعی طبقه بندی سره يوځای شی.

ځيني سرچيني ناندرتالس (H. neanderthalensis) د عصري انسانانو ناندرتالس (H. sapiens neanderthalensis). فرعی طبقه ښه يې. په همدی ډول سره، د هومو راډيسينسيس H. rhodesiensis نوعی کشف شوې نموني، د (H. sapiens rhodesiensis), د فرعی ډولونو په حيث طبقه بندی شوی دي، که څه هم، دا اخرې دوه قسمونه تر ډېره په عام ډول سره د هومو د نسل  ځانګړي قسمونه ګڼل، نظر دې ته چې د عصري انسانانو فرعی ډول وګڼل شی.

ټول انسانان د H. sapiens sapiens, يوه فرعی برخه ګڼل کېږي، د تخصيص يوه موضوع چې د بحث وړ ده، هغه دا ده چې معمولاً يوه نوعه ترهغی  فرعی نه ګڼل کېږي، ترڅو چې د هغی  ډول ډېری اجزاوی شتون نه لری.

سن او د سپيشيشن بهیر                                      

دعصري انسانانو د نسب انحراف پرته دقديمی انسانانو، د دنګو انسانانو نه مشتق شوی، اټکل کېږي چې دا څه د پاسه 500,000 کاله دمخه پېښ شوی. په لومړنيو څېړنو کې اټکل شوی، چې  تر ټولو زوړ وېش د عصري انسانانو د نفوس ترمنځ شاوخوا 160 نه تر 100,000 کاله دمخه منځ ته راغلی دی. د ( 2011 او  2012ز) څېړنو د لنډو ټوټو د ترتيب پر بنسټ، له 300 نه تر 250,000 کلونه دمخه اټکل شوی، وروسته د  2012 ز کال له بيا نقشه کشي څخه.

که څه هم، د عصری انسانانو نفوس په منځ کې د ترټولو زوړ ويش( لکه د خويسان ( Khoisan) چې له نورو نفوسونو څخه جدا شوی)

په دی وروستيو کې د 2017 زکال په څېړنه کې له نن نه تقريبا ً 260,000  نه تر 350,000 کلونو مخکی ترمنځ محاسبه شوې او ترنن پوری د عصري انسانانو ترټولو د لومړنيو پيژندل شوو فوسیلونو (fossils) دوره د جيبل اوراد (Jebel Irhoud)  په شمول، له ماراکو څخه (د 280,000   نه تر 300,000 کلونه دمخه محاسبه شوې )، د سویلې افريقا د فلورېسباد (Florisbad) کوپړې د 259,000 کلونو دمخه ښودل شوې)، او د ايتوپيا د اومو (Omo) سيمې بقاياوی ( 195,000 کاله وړاندی ښودل شوې دي).

د يو ام ټي DNA څېړنه، چې په 2019 ز کال کې تر سره شوې، دا وړانديز کوي چې د عصري انسانانو مبدا په بوټسوانا  کې (Botswana) ( د يو خويسان جلاوالی) (and a Khoisan split)  شاوخوا 200,000   کلونه ښه يې. په داسی حال کې چې، دا وړانديز په پراخه توګه د پوهانو له خوا د نيوکې لاندی راغلی او څېړنه دا وړانديز کوی، چې په ټوليزه توګه د وروستيو شواهدو پر بنسټ (جينيټيکی (genetic) او  لرغون پوهنه) د دی ملاتړ کوي، چې د عصري انسانانو اصلی سيمه تقريباً 100,000 وړاندی، د افريقا د لویې وچې پراخه سيمه وه.

په مقايسوي ډول، د عصري انسانانو د همجنسو نوعو مشتق  اخستنه د قديمی انسانانو د ډېرو زياتو ډولونو څخه شوی، (کوم چې ټول د دنګو انسانانو له لومړني تيتوالی(پراګندګی) څخه شاوخوا 1.8  ميليونه کاله دمخه څخه را پاتی شوي) او دا د 1980 کلونو په دوران کې د دوو ماډلونود سياليو په جريان کې پر دې باندي مناظره وشوه، وروستی افريقايې اصل "recent African origin" د عصري انسانانو د ظهور ځای د افريقا په لويه وچه کې د نفوسو له يوې مفردې سرچينې څخه ټاکل شوی، چې له هغه ځايه د نورو ټولو د له منځه تللو انسانانو ډولونو ته وغځېده، په داسی حال کې چې، د څو منطقوی انقلاب "multiregional evolution" د پاتې شوي ماډل  نمونه، د قديمي انسانانو د منطقوی بڼو  غوښتنه کوي او دا په تدريجی ډول د  کلينل ميکانيزم clinal variation، د جينيټيکې جریان (genetic drift) په وسیله، د جين جريان (gene flow) او د پليسټوسين ( Pleistocene) له لاری د عصري انسانانو مختلفو ډلونو ته بدل شول.

له 2000 لسيزي را په ديخوا، د لرغون پېژندنې (archaeogenetics) او د نفوسو د جينونو (population genetics)  د معلوماتو شتون، د دوه سيالو سناريوګانو د ظهور مفصل انځور چې پورته یې یادونه شوې، په ګوته کوي.

وروستی له افريقا څخه  بهر( د باندی) (recent Out-of-Africa) پراختيا د عصري انسانانو د نيکونو غښتلې برخه شمېرل کېږي، په داسی حال کې چې،  هلته د سيمه یيزو قديمی انسانانو د يوځای والي مهمې پيښې شته وې.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

رنسانس (نوی والی/بيا ژوند)پيچکاريروممحمد نجيب اللهعلامهشهزادګۍ بلقیسسيد جمال الدين افغانيسويسد افغانستان ژبېسرشمیرنهپولنډد ډيورنډ کرښهمخابرات په افغانستان کېبوتانلتويااستاد محمد یاسرښارڅېړۍلمانځه ترجمهد مرګ سزا (اعدام)ميدان وردگ ولايتپاکستاند واده بلنليکجرمپه انسانانو کې د تذکیر آلهلال شهباز قلندرملاله يوسفزۍبوداSiاحمد شاه خاند افغانستان ولسوالۍلومړی مخد روسیې انقلابحکومتد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهد وینې لوړ فشارتابوتتورکيهکوچنی اقتصادمير تشيال تمځیفنلنډي ژبهد تبوک غزابولان ولسوالۍکيو آر کوډپيسېحجمنځنی ختيځعرباناقلیم پېژندنهاپلاتوند افغانستان اسلامي امارتفلسفهميرويس هوتکد عیسویانو سپېڅلي کتاب نومونهاقتصادپوهنهګو ، ډاګ. ګو! (ټلویزیون سلسله)الله(ج) په مسیحیت کېسيارهقرآنژوبڼمولانا جلال الدين محمد بلخيخاورهد الله نومونهپښتو پښتو تشريحي قاموستى لرونكى ژوياصلي حجرهاحمد شاه درانید کندهار پوهنتونزرکونيومد اسیایي هیوادونو نوملړنړيوال غزېدلی جالله مذهبي ټولنې څخه شړلحصارک ولسوالۍ🡆 More