لرغونپېژندنه (چې په انګلیسي ژبه داسې «archeoastronomy» هم لیکل کېږي) کثیرالرشتوي او د څانګو تر منځ زدهکړې دي، دا روښانوي چې پخوا خلکو څه ډول «اسماني پديدې درکولې، څه ډول یې له دغو پديدو څخه کار اخیست او اسمان د دوی په فرهنګونو کې څه رول لوباوه؟» کلایو راګلز (Clive Ruggles) داسې استدلال کوي چې دا منحرفوونکې ده چې موږ لرغونپېژندنې ته د لرغونې ستور پېژندنې مطالعه ووایو، ځکه چې مدرن ډول ستورپېژندنه/نجوم یوه علمي څانګه ده، حال دا چې لرغونپېژندنه په سمبولیک ډول له اسماني پدیدو څخه غني کلتوري تفسیرونه د نورو فرهنګونو په واسطه په ګوته کوي.
دا تر ډېره په معاصرو ټولنو کې له توکمپوهنې/ستورپېژندنې او اسمان کتنې په اړه د بشر پوهنې له مطالعاتو سره تړلې ده. لرغون پېژندنه همدارنګه نجومي ستونزو او نجومي تاریخ ته د خواب ویلو لپاره د تاریخي ریکارډونو له جنتي پېښو څخه د کار اخیستنې او له تاريخي ستورپېژندنې سره نږدې اړیکه لري، چې د ستورپېژندنې د تمرین لپاره يې له مکتوبو ریکارډونو څخه کار اخیست.
لرغونپېژندنه د پخوانیو عملیو د رابرسېره کولو لپاره له بېلابېلو طریقو لکه لرغونپوهنې، انسان پېژندنې، ستورپېژندنې احصایې او احتمالاتو او تاريخ څخه کار اخلي. دا چې دا طریقې سره بېلې دي او د دغه ډول بېلابېلو سرچینو څخه د معلوماتو/ډېټا کارولو د اوږدې مودې لپاره د لرغون پوهانو لپاره په یو اړونده منطقي استدلال کې راټولول ستونزمن کړي دي. لرغونپوهنه د لرغونپېژندنې په منظر او ادراکي لرغونپېژندنه کې بشپړوونکې تشې ډکوي. مادي شواهد او له اسمان سره یې اړیکې کولی شي دا روښانه کړي، چې څه ډول د طبیعت د دایرو اړوند باورونو لکه د مایانو ستورپېژندنه (Mayan astronomy) او له کرنې سره د هغې اړیکه په یو پراخ لیدلوري کې مدغمه کړي. د کیهاني نظم مطالعات چې د مېشتېدو پر لاره ځای پر ځای شوي نور هغه مثالونه دي چې د ادراک او منظر نظریې يې له یو بل سره یوځای کړې دي.
لرغونپېژندنه په ټولو مهالنیو دورو او کلتورونو کې د پلي کېدو وړ ده. د اسمان معنا له یو کلتور څخه تر بل کلتور توپیر لري؛ سربېره پر دې علمي طریقې شته چې د فرهنګونو تر منځ یې د لرغونو باورونو د ارزونې پرمهال کارولی شو. دا ښايي د لرغونپېژندنې د ټولنیزو او علمي جنبو تر منځ د تعادل اړتیا ده، چې له امله یې کلایو راګلز هغه «په یو لور کې له لوړ کیفیت سره مل اکادمیک ډګر او په بل لور کې د لېونتوب پر کرښه د نه کنترول شویو ګمانونو په توګه تشرېح کړی.»
جان مېشل د «ستورو-لرغونپوهنې» په نوم پهخپل لنډ تاريخ کې استدلال وکړ چې په لرغونې ستورپېژندنه کې د څېړنو وضعیت د دوو تېرو پېړیو په بهیر کې رغېدلی دی او «له لېونتوب څخه بدعت او له هغه څخه په زړهپورې نظریو او په پای کې د اورټوډوکس دوازو ته ورسېده.» د نږدې دوه لسیزو له تېرېدو سره لا هم دا پوښتنه مطرح کېږي چې: ایا لرغونپېژندنه لاهم د اورټوډوکس په دروازو کې په تمه ده او که يې د دروازو دننه لار موندلې؟ - له جان مېشل څخه د ټاد بوستویک نقل قول
۲۰۰ کاله مخکې له دې چې جان مېشل پورته لیکنه ولیکي، هېڅ مسلکي لرغونپېژوندونکی او لرغونپوه نه و، خو ستورپېژندونکي او [1]عتیقهشناسان شته وو. د هغوی ځينې کارونو د لرغونپېژندنې وړاندینې بلل کېږي؛ عتیقهشناسانو د انګلستان د کلیوالو سیمو په کنډوالو کې د ستورپېژندنې خواره جهتونه تفسیر کړل، لکه څنګه چې وېلیم سټاکلي په ۱۷۴۰ کال کې د سټون هنج/Stonehenge (د انګلستان په سویل کې د ډبرمهال او برونز مهال تاریخي یادګار دی، ژباړن) په اړه ترسره کړي وو، حال دا چې جان اوبوري په ۱۶۷۸ کال کې او هنري چانسي په ۱۷۰۰ کال کې د ورته ستوریزو/نجومي اوصولو په لټه کې و چې د کلیسا د جهت موندنې بېخبناوې وې. وروسته د ۱۹مې پېړۍ ستورپېژندونکو لکه ریچارډ پراکټور او چارلس پایزي سمېث د هرمونو د جهت موندنې پر ارزونه پيل وکړ.
د لرغون پېژندنې اصطلاح د الیزابېث چېسلي بایټي (د ايوان مککای په وړاندیز پسې) له خوا په ۱۹۷۳ کال کې مطرح شوه، خو د مطالعې د موضوع په توګه ښايي ډېره زړه وي، دا په دې پورې اړه لري چې لرغونپېژندونکي يې څه ډول تعریفوي. کلایو راګلز وايي چې هاینرېش نیسن د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې کار کاوه، داسې استدلال کېږي چې نوموړی لومړنی لرغونپوه و. رالف سېنکلېیر وايي چې نورمن لاکیېر چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې يې کار کاوه، د لرغونپوهنې پلار بلل کېدی شي. وروسته ايوان مککای ان هغه سرچینه یاده کړه او ویې ویل چې د مدرنې لرغونپېژندنې رامنځته کېدل او سپړېدل باید په ډاډه ډول د ۱۹۳۰ او ۱۹۷۰ لسیزو تر منځ په بریتانیا کې د الکساندر ټام کار وي.
په ۱۹۶۰ لسیزه کې د انجنیر الکساندر ټام، ستورپېژندونکي جرالډ هاوکېنز کار وړاندیز وکړ چې سټون هنج د نوي حجر عصر/نیلوتیک دور کمپیوټر دی، دې کار لرغونو ځایونو او ستوریزو/نجومي ځانګړنو ته نوې لېوالتیا راوپاروله. د هاوکېنز ادعاوې تر ډېره رد شوې، خو دا چاره د الکساندر ټام د کار په اړه چې د بریتانیا په ټاپوګانو کې يې د [2]مګالیتیک (megalithic ) ځایونو د ارزونې پایلې چې په پراخ ډول یې د کره ستورپېژندنې تمرین په فرضي ډول تشرېح کاوه صدق نه کوي. ايوان مککای د دې موضوع له درکولو سره چې د ټام نظریې ازموینې ته اړتیا لري، په ۱۹۷۰ او ۱۹۷۱ ز کلونو کې یې د ارګېلشایر په ولاړو کېنېترا ډبرو کې پلټنه وکړه تر څو وګوري چې ایا د کتنې له دريځ/پلټ فارم څخه دویمه وړاندوینه د یوې غونډۍ په پېچومي کې د تېږې پر سر سمه ده که نه؟ هلته یو مصنوعي دریځ شته و چې دا د ټام د ناپېیلتیا د اوږدمهاله فرضیې (کېنترا د ژمني انقلاب/لمرګرځېدنې د یو کره ځای په توګه تشخیص شو) څرګند تصدیق و چې هغه يې په اېسلي (Islay) کې د کولټون (Cultoon ) په ډبریزه دایره کې د ټام هندسي نظریو د ارزونې لور ته بوتله چې مثبتې پایلې يې ترلاسه کړې. په دې توګه مککای په پراخ ډول د ټام پایلې ومنلې او د بریتانیا نوی قبلالتاریخ یې خپور کړ. په مقابل کې يې د کلایو راګلز په واسطه د ټام له ميداني/ډګري کار څخه په یوه نوې ارزونه کې هغه داسې استدلال وکړ چې شواهد له لوړ دقت سره په بشپړ ډول د ستورپېژندنې په اړه د ټام له ادعاوو څخه ملاتړ نه کوي. له دې سره ډ ټام میراث پیاوړی دی، اېډون سي کروپ په ۱۹۷۹ ز کال کې لیکي: «نږدې په یوازې ځان يې د ستوریزې لرغونپېژندنې د ډګري کار لپاره سټندردونه جوړ کړي، او په تېرو درېیو لسیزو کې د هغه حیرانوونکو پایلو بحثونه او شخړې راپارولې دي.» اغېز يې تل پاتې دی او د ډېټا/خاموارقامو ارزونه د لرغونپېژندنې يوه طریقه پاتې شوې.
انسانپوهانو چې په نوې نړۍ کې په امریکايي تمدونونو کې د ستورپېژندنې رول په بشپړ ډول ارزولی، د پاموړ توپير لیدل شوی. هغوی هغه سرچینو ته لاسرسی درلود چې د اروپا تر تاریخ مخکې یې نه لرلې، لکه توکمکښنه او د لومړنیو استعمارګرانو تاریخي سوابق. د انتوني اوېني د ابتکاري بېلګې څارلو د نوې نړۍ لرغونپوهانو ته اجازه ورکړه تر څو د هغو انګيزو په اړه ادعا ولري چې په پخوانۍ نړۍ کې یوازې خیال او ګمان وې. پر ځينو خامو تاريخي ارقامو/ډېټا تمرکز د لوړ دقت په اړه د ځينو ادعاوو لامل شو چې په اروپا کې د احصایوي څېړنو په پرتله نسبتاً کمزورې وې.
[1] په لاس جوړ شویو تاریخي پخوانیو اثارو خطي کرښو مطالعه ده، له لرغون پېژندنې سره لږ توپير لري.
[2] یو له بل سره نښتې لویې ډبرې چې تر تاریخ مخکې له یو بل سره نښتې دي تر څو تاریخي ځای یا بنا جوړه کړي، ژباړن.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لرغونپېژندنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.