فیټوپلانکټون

فیټوپلانکټونونه د پلانکټونونو د ټولنې اوټوټروفیک عناصر دي (یعنې خپله غذا په خپله برابروي) او د سمندري او خوږو اوبو د ایکوسیستمونو یوه مهمه برخه ده.

دغه نوم له یوناني کلمو (فیټون) او (پلانکټوس) څخه اخیستل شوی چې د «نبات» او «سرلوي یا سیار» معنا لري.

فیټوپلانکټونونه خپله انرژي د ونو او نورو ځمکنیو نباتاتو په څېر د فوټوسنتېز له لارې ترلاسه کوي. دا په دې معنا ده چې فیټوپلانکټونونه باید د لمر رڼا ولري، له همدې امله د سمندر او سیندونو د روښانه سطحو په لایو (یوفوټیک ساحو) کې ژوند کوي. فیټوپلانکټونونه د ځمکې یا په وچه کې د موجودو نباتاتو په پرتله په پراخه سطحه کې خپاره شوي دي، له کمو موسمي بدلونونو سره مخ کېږي او د ونو په پرتله یې د محصول کچه په پام وړ ډول چټکه ده. فیټوپلانکټونونه په نړیواله کچه اقلیمي بدلونونو ته چټک غبرګون ښيي.

فیټوپلانکټونونه د سمندري او خوږو اوبو د غذايي شبکو بنسټ جوړوي او د کاربن په نړیواله څرخه یا دوران کې مهم رول لري. که څه هم فیټوپلانکټونونه په نړیواله کچه د نباتاتو یوازې ۱ سلنه حجم جوړوي، خو د نړۍ په شاوخوا نیمایي فوټوسنتېزي فعالیتونو او د اکسیجن په شاوخوا نیمايي تولید کې ونډه لري. فیټوپلانکټونونه ډېر بېلابېلوالی لري چې له فوټوسنتېز کوونکو باکتریاوو نیولې تر نبات‌ډوله سمندري خزندو او کوکولیتافورونو پورې بېلابېل دي. د فیټوپلانکټونونو مهمې ډلې ډیاټومونه، سیانوباکتریاوې او ډاینوفلاجیلېټونه دي، که څه هم ګڼ نور ډولونه هم لري.

ډېری فیټوپلانکټونه ډېر کوچني دي او په عادي سترګو جلا جلا نه‌شي لیدل کېدای. له دې سره سره، کله یې چې ځینې نوعې په ګڼ شمېر موجودې وي، ښايي په حجرو کې د کلوروفیل د موجودیت په دلیل د اوبو پر سطحه د رنګینو دانو یا لکو په څېر ښکاره شي.

ډولونه

فیټوپلانکټونونه داسې مایکروسکوپي پروټېسټونه او فوټوسنتېز کوونکې باکتریاوې دي چې د کابو ټولو سمندرونو او د ځمکې پر مخ د خوږو اوبو د ټولو هغو ځایونو په پورتنیو لایو کې ژوند کوي چې د لمر رڼا لري. فیټوپلانکټونونه له ځمکنیو نباتاتو سره په موازي ډول په اوبو کې د تولید لومړني عوامل دي. دوی عضوي ترکیبات په اوبو کې له حل شوي کاربن ډای اکسایډ څخه رامنځته کوي او دا هغه پروسه ده چې د سمندري موجوداتو غذايي شبکه جاري ساتي. فیټوپلانکټونونه د سمندري غذايي شبکې بنسټ جوړوي او د ځمکې د کاربن په څرخه یا دوران کې مهم رول لوبوي.

ایکولوژي

فیټوپلانکټونونه د فوټوسنتېزي پروسې له لارې انرژي ترلاسه کوي او له همدې امله باید د یوه سمندر، سیند یا نورو اوبو په یوه روښانه سطحي لایه کې (چې افیوټیک ساحه بلل کېږي) ژوند وکړي. فیټوپلانکټونه د ځمکې د ټولو فوټوسنتېزي فعالیتونو شاوخوا نیمايي برخه جوړوي. په کاربني ترکیباتو (لومړني تولید) کې د دوی د تجمعي انرژۍ تثبیت د اکثرو سمندري غذايي شبکو او همدا راز د خوږو اوبو د ګڼو غذايي شبکو بنسټ دی.

که څه هم چې د فیټوپلانکټونونو ټولې نوعې «حتمي فوټواټروفونه» دي، خو ځینې مېکسوټروفیک نوعې هم لري او ځینې یې د رنګ ماده نه‌لري او اصلاً هټروټروفیک دي (دا دویم ډول یې د زیوپلانکټونونو په توګه هم پېژندل کېږي). له دې منځه تر ټولو ښه پېژندل شوي ډاینوفلاجېلېټي جنسونه نوکټېلوکا او ډینوفیز دي چې عضوي کاربن د نورو موجوداتو د زایدو موادو له لارې ترلاسه کوي.

فیټوپلانکټونونه د سمندر په داسې نوراني یا روښانه برخه کې ژوند کوي چې هلته د فوټوسنتېز امکان موجود وي. د فوټوسنتېز په جریان کې کاربن ډای اکسایډ جذبوي او اکسیجن ازادوي. که د لمر وړانګې ډېرې زیاتې وي، فیټوپلانکټونونه ښايي د وړانګو د تخریب قرباني شي. فیټوپلانکټون نوعې د رنګ ګڼې فوټوسنتېزي مادې لري چې دوی ته ځانګړې وړتیا ورکوي تر څو تر اوبو لاندې د وړانګې بېلابېل موجونه جذب کړای شي. دا په دې معنا ده چې بېلابېلې نوعې کولای شي د وړانګو له اوږدوالي یا طول څخه په اغېزناک ډول استفاده وکړي او وړانګې یا نور یوه واحده ایکولوژيکي سرچینه نه ده، بلکې ترکیب ته په کتو سره ګڼې سرچینې دي. دا مشخصه ده چې د وړانګو یا نور په طیف کې بدلونونه په یوازې ځان کولای شي د فیټوپلانکټونونو طبیعي ټولنې بدلې کړي. فیټوپلانکټون حجرې پر دې سربېره د ودې لپاره پر هغو مغذي موادو تکیه دي چې د سیندونو، قاره‌يي هوا وهنې او د قطبونو پر مخ د کنګلونو د ویلې کېدو له له اوبو څخه سمندرونو ته دننه کېږي. فیټوپلانکټونونه په سمندر کې محلول عضوي کاربن ازادوي. دا چې فیټوپلانکټونونه د سمندري غذايي شبکو بنسټ دی، له همدې امله د زیوپلانکټونونو، لاروا کبانو او نورو هټروټروف موجوداتو د خوړو په توګه عمل کوي. دغه فیټوپلانکټون موجودات د باکتریاوو یا ویروسونو له‌خوا تجزیه کېدای شي. که څه هم د ډاینوفلاجېلېټ په څېر د فیټوپلانکټون ځینې حجرې په عمودي ډول له خپل ځایه حرکت کولی شي، خو لا هم د جریانونو په مقابل کې د فعال حرکت وړتیا نه‌لري، له همدې امله په ارامۍ سره غرقېږي او په پایله کې د سمندر تل د مړو حجرو له لارې ښېرازوي.

بېلابېلوالی

په فیټوپلانکټون اصطلاح کې د سمندري غذايي شبکو ټول فوټواوټوټروف مایکرو ارګانېزمونه شاملېږي. له دې سره سره، د ځمکنیو ټولنو پر خلاف چې ډېری اوټوټروفونه نباتات دي، فیټوپلانکټونونه یوه رنګارنګه یا متنوعه ډله ده چې پروټېسټ یوکاریوټونه او یوباکتري پروکاریوټونه رانغاړي. د سمندري فیټوپلانکټونونو شاوخوا ۵۰۰۰ نوعې پېژندل شوې دي. دا چې له کم‌پيدا سرچینو سره سره دغه ډول تنوع یا بېلابېلوالي څه ډول تکامل کړی دی، لا مشخصه نه ده.

د تعداد یا شمېر له نظره د فیټوپلانکټونونو تر ټولو مهمه ډله ډیاټومونه، سیانوباکتریاوې او ډاینوفلاجلېټونه دي، که څه هم د اوبړیو ډېرې نورې ډلې هم موجودې دي. یوه ډله «کوکولیټوفوریډونه» تر یوه حده په اتوموسفیر کې د ډای مېتل سلفایډ د ګڼ انتشار مسؤول دي. ډای مېتل سلفایډ د سلفېټ د جوړولو یا تشکل لپاره اکسیډ کېږي او په هغو سیمو کې چې د چاپېریالي ایروسل ذراتو غلظت کم دی، کولای شي د ورېځو د تراکم له هستو سره مرسته وکړي چې تر ډېره د ورېځو او د ورېځو د البېډو د ډېرېدو لامل کېږي. د فیټوپلانکټونونو بېلابېل ډولونه په بېلابېلو ایکوسیستمونو کې له ګڼو تغذیوي سطحو سره مرسته کوي. په اولیګوټروف سمندري سیمو لکه سارګاسو سمندر یا سوېلي ارام سمندر کې فیټوپلانکټونونه د کوچنیو حجرو په مرسته ډېر غالب دي چې دا حجرې پیکوپلانکټون او نانوپلانکټون نومېږي (همدا راز پیکوفلاجلېټونه او نانوفلاجلېټونه هم بلل کېږي) او تر ډېره له سیانوباکتریاوو څخه جوړ شوي دی. په څه ناڅه ښېرازه ایکوسیستمونو کې لوی ډاینوفلاجلېټونه تر نورو غالب فیټوپلانکټونونه دي او د ژوندیو موجوداتو ډېره برخه منعکسوي.

سرچينې

Tags:

فیټوپلانکټون ډولونهفیټوپلانکټون ایکولوژيفیټوپلانکټون بېلابېلوالیفیټوپلانکټون سرچينېفیټوپلانکټون

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بین النهرینسوالبردکعبهغسلپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهرمضان قدیروفلیونل مېسيپښتونوليمېډياويکيلايم ناروغيپروژهعمر بن خطابد ايټالیا اتحادلومړی مخناروغيفوکلور پېژندنهبست کلابریدګرې نوعېمنبربلوچستانچرسد ویکیپېډیا لړليکماده9 اکتوبررانجهآزاد تجارتب ام ومنظور پشتينمارگرېټ ټاچرریچارډ میلهوس نیکسونمایکروسکوپد منجمنټ اساساتلیبیاشريعتتاندبغلان ولايتدآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )احمد رضا خاناسرائيلالومېنيمږغ پوهنه ( فونیټیکس )سپوږمۍويټامينمولانا بجلی ګهرڅارنهباچا خانپښتانه ټبرونهذوالقرنينروديشياپه بریتانیا کې بادي برېښناپه مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوباوسېلوسکوپاستقلابد انګليستان اقتصادي تاريخپولنډګوګلد ادبي ليکونو پېژندنهآرام سمندرد آيفون عامل سيستمد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)د احد غزاختيځه اسياخيال محمدد ماد واکمنيسردار محمد عزيز خانکوتان🡆 More