سپرلي (انګرېزي: Passengers) د ۲۰۱۶ یو ساینس-افسانه امریکايي فلم دی چې جان سپېټس (Jon Spaihts) یې کیسه لیکلې او مورټين ټیلډم (Morten Tyldum) جوړ کړی دی.
جنیفر لارنس، کریس پراټ، مایکل شین، او لورنس فیشبرن د دې فلم ستوري دي. د دې فلم ټوله کیسه د درو کسانو په اړه ده چې یوې نوې سیارې ته د تګ پر مهال په ستوربېړۍ کې له خپل اصلي وخت څخه ۹۰ کاله وړاندې له ژورخوبه (induced hibernation) را پاڅي. دا فلم د کولمبیا پیکچرز له خوا په امریکا کې پر ۲۱ ډسمبر ۲۰۱۶ نندارې ته وړاندې شو.
سپرلي | |
---|---|
د اکران پوسټر | |
ډاېريکټر | مورټن ټېلډام |
توليدونکي |
|
لېکوال | جان سپاهتس |
فېلم لېکونکي | Jon Spaihts |
لوبغاړي |
|
موسيقي جوړونکی | توماس نېومن |
فېلم اخېستونکي | رودرېګو پرېتو |
اډېټور | مارېان براندون |
تولیدونکی کمپنۍ |
|
وېشونکي | کلمبيا پيکچرز |
د خپريدو نټېه |
|
وخت | 116 دقيقي |
هېواد | متحده ايالات |
ژبه | انګرېزي |
بودېجه | 110.000.000 امریکايي ډالره |
د خرڅ جعبه | 299.508.646 امريکايي ډالره |
د اوالون (Avalon) په نامه ستوربېړۍ غواړي چې ۵٬۰۰۰ کسه سپرلي او ۲۵۸ تنه کارکوونکي د هومسټېد ۲ (Homestead II) په نامه نوې سیارې ته بوځي. دا فضايي سفر ۱۲۰ کاله وخت اخلي او په ستوربېړۍ کې دننه ټول سپرلي یې د یوې ټکنالوجۍ له لارې په ژورخوب ویده کړي وي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سپرلي (۲۰۱۶ فلم), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.