د arachnoid يا مکړي او د دنني پردې تر منځ په تش ياله کې یو روښانه مایع شتون لري، چې د وينې د رګونو ترشحات دي.
دا مایع د مغز نخاعي مایع په نوم یادیږي او دنده یې د عصبي نسج يا عصبي وودنې ساتنه ده. Cerebrum سېرېبروم د دماغ ترټولو لویه برخه ده او د دوه نیمایی کرو لرونکې ده چې د قوي او سپینو عصبي تارونو په واسطه تړل شوې او د دوه نیمایی کره ترمنځ اړیکه هم د دې عصبي تارونو په واسطه جريان پيدا کوي. د مغز سطحي برخه خړ رنګ لري او د مغزو د کورټیکس په نوم یادیږي. په انسانانو کې د مغزو کورټیکس د هغه د لويوالي او پراخوالي او په ټاکلې اندازه ځای په خاطر د ګونځو ډوله حالت لري د مغز د کورټیکس لاندې، سپینه ماده شتون لري چې د مایلین شوي عصبي تارونو له یوې ډلې څخه جوړه شوې ده، او دا تار د نیورونونو همه لړی ده چې د عصبي سیسټم د نورو برخو سره په خړ کورټیکس کې موقعیت لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.