د سامسنګ ګروپ (یا په ساده ډول سامسنګ، د SΛMSUNG په سبک) (کوریایي: 삼성samsʌŋ) د سویلي کوریا څو مليتي تولیدي شرکت دی، چې مرکزي دفتر یې په سامسنګ ښارګوټي، سیول او سویلي کوریا کې دی.
دا زیاتره اړوندې سوداګرۍ لري، چې ډېری یې تر سامسنګ برانډ لاندې متحدې دي او د سویلي کوریا تر ټولو لوی چایبول (سوداګریزه ډله) ده. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې، سامسنګ د نړۍ اتم لوړ برانډ ارزښت درلود.
سامسنګ په ۱۹۳۸ ز کال کې د لي بیونګ-چل له خوا د سوداګرۍ شرکت په توګه تاسیس شو. په راتلونکو دریوو لسیزو کې، دغه ډله د خوراکي توکو د پروسس، ټوکر، بېمه، امنیت او د پرچون په برخو کې متنوع شوه. سامسنګ د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې الکترونیکي صنعت ته داخل شو او د ۱۹۷۰ لسیزې په نیمایي کې د ساختماني او کښتۍ جوړونې صنعت ته داخل شو، چې دغه برخې به یې د راتلونکی ودې لامل شي. په ۱۹۸۷ ز کال کې د لي تر مړینې وروسته، سامسنګ په پینځو سوداګریزو ګروپونو وېشل شوی و: سامسنګ ګروپ، شین سیګ ګروپ، CJ ګروپ، هانسول ګروپ او جونګانګ ګروپ.
د سامسنګ په پام وړ صنعتي اړوندو شرکتونو کې سامسنګ الکترونیک (د نړۍ ترټولو لوی معلوماتي ټکنالوژیکي شرکت، د مصرف کونکي الکترونیک جوړونکی او چېپ میکر چې د ۲۰۱۷ ز کال عاید له خوا اندازه شوی)، سامسنګ هیوی انډسټریز (د نړۍ دویم لوی کښتۍ جوړونکی چې د ۲۰۱۰ ز کال عاید له خوا اندازه شوی) او د سامسنګ انجنیري او سامسنګ C&T کارپوریشن (په ترتیب سره د نړۍ ۱۳ او ۳۶ لوی ساختماني شرکتونه) همدارنګه په نورو فرعي شرکتونو کې د سامسنګ لایف بېمه (د نړۍ 14م لوی بېمه شرکت) شامل دي، سامسنګ ایورلینډ (د ایورلینډ ریسارټ چلونکی، په سویلي کوریا کې ترټولو زوړ تیم پارک) او چیل ورلډ وایډ (د نړۍ ۱۵ م لوی اعلاناتي اداره، لکه څنګه چې د ۲۰۱۲ ز کال عاید له خوا اندازه شوی) هم په کې شامل دي.
د سامسنګ د بنسټ اېښودونکي په وینا، د کوریا د هانجا کلمې ((三星 معنی «درې ستوري» ده. د «درې» کلمه د لویو، بې شمېره او ځواکمنو شیانو استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې د «ستورو» معنی؛ لکه په اسمان کې «تلپاتې» یا «ابدی» ستوري دي.
په ۱۹۳۸ ز کال کې، په کوریا کې د جاپان د واکمنۍ پرمهال، لي بیونګ-چل (۱۹۱۰- ۱۹۸۷) په اویریونګ ښار کې له یوې لویې ځمکې خاوندې کورنۍ نه نږدې دایګو ښار ته لاړ او د میتسوبوشي سوداګریز یا شیبوشیکاشیکا (Mitsuboshi) سوداګریز شرکت یې تاسیس کړ. سامسونګ د یو کوچني سوداګریز شرکت په توګه په سو-ډونګ (اوس انګیو دونګ) کې له څلوېښتو کارمندانو سره په کار پیل وکړ. شرکت ښه شو او لي په ۱۹۴۷ ز کال کې خپل مرکزي دفتر سیول ته ولېږداوه. کله چې د کوریا جګړه پیل شوه، هغه اړ شو، چې سیول پرېږدي. هغه په بوسان کې د شیل جیدانګ په نوم د بورې د تصفیې کارخانه پیل کړه. په ۱۹۵۴ ز کال کې، لي چیل موژیک تاسیس کړ او د دایګو په چمسان-ډونګ کې یې کارخانه جوړه کړه. دا په هېواد کې د وړیو ترټولو لویه کارخانه وه.
سامسنګ د سویلي کوریا په اقتصادي پرمختګ، سیاست، رسنیو او کلتور کې خورا پیاوړی اغېز لري او «د هان سیند معجزه» تر شا لوی محرک ځواک دی. اړوند شرکتونه یې د سویلي کوریا د ټولو صادراتو شاوخوا پنځمه برخه تولیدوي. د سامسنګ عاید په ۲۰۱۳ ز کال کې د سویلي کوریا له ۱۰۸۲ ملیارد ډالرو GDP ۱۷٪ سره برابر و.
وو سوک هون چې د اقتصاد پوډکاسټ نامتو کوربه وو ویې وویل: «تاسو کولای شئ ان ووایئ چې د سامسنګ رئیس د سویلي کوریا له ولسمشر نه ډېر ځواکمن دی. کوریایان د سامسنګ په اړه د نه منلو وړ او له قانون نه پورته فکر کوي». د واشنګټن پوسټ یوه مقاله چې سرلیک یې دی «په سویلي کوریا کې د سامسنګ جمهوریت» د ۲۰۱۲ ز کال د ډسمبر په ۹ مه خپره شوه. منتقدینو ادعا وکړه چې سامسنګ کوچني کاروبارونه له منځه وړي، د سویلي کوریا پېرودونکو لپاره انتخابونه محدودوي او کله ناکله له نورو لویانو سره د قیمتونو د تنظیم کولو په وخت کې له هغو خلکو سره چې په اړه یې تحقیق کوي، سختي کوي. د سویلي کوریا د ولسمشرۍ نوماند لي جونګ هي په یوه مناظره کې وویل، «حکومت د سامسنګ په لاس کې دی. سامسونګ حقوقي نړۍ، مطبوعات، اکاډميک وګړي او بیوروکراسي اداره کوي».
سامسنګ الکترونیک یو څو مليتي الکترونیکي او معلوماتي ټکنالوژیکي شرکت دی، چې مرکزي دفتر یې په سووانند او د سامسنګ ګروپ په لوی شرکت کې دی. په دغو محصولاتو کې ایر کنډیشنرونه، کمپیوټرونه، ډیجیټل ټلویزیون سیټونه، فعال میټریکس عضوي رڼا جذبونکي ډایډونه (AMOLEDs)، ګرځنده تیلیفونونه، د ښودلو مانیټرونه، د کمپیوټر پرنټرونه، یخچالونه، سیمي کنډکټرونه او د مخابراتي شبکې تجهیزات شامل دي.
دا د ۲۰۱۲ ز کال په لومړۍ ربع کې د واحد پلور له مخې د نړۍ ترټولو لوی ګرځنده ټیلیفون جوړونکی و، چې د نړیوال بازار ونډه یې 25.4٪ وه. دا د ۲۰۱۱ ز کال له عوایدو سره (تر انټیل وروسته) د نړۍ دویم لوی نیمه هادي تولیدونکی هم و.
د سامسنګ لوی پېرودونکي په دې کې شامل دي:
به د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره شاهي هالنډي شیل ته د 50 میلیارد ډالرو په ارزښت د مایع طبیعي ګاز (LNG) ذخیره کولو تاسیساتو یوازینی چمتو کونکی وي. د مایع طبیعي ګاز (FLNG) پلیټ فارم د ۲۰۱۲ ز کال په اکټوبر کې د سویلي کوریا په جیوجي ټاپو کې د سامسنګ د درنو صنعتونو په کښتۍ کې کار پیل کړ، چې کله بشپړ شي او په بشپړ ډول بار شي ، وزن به یې 600,000 ټنه وي، چې د نړۍ ترټولو لویه «بېړۍ» ده. دا د متحده ایالاتو ترټولو لویه الوتکې وړونکې بېړۍ نه شپږ ځلې لویه ده.
د جنوبي کوریا د شرکتونو یو کنسورشیم، لکه د سامسنګ، د کوریا د برېښنا شرکت او هیونډای، په متحده عربي اماراتو کې د اټومي برېښنا د بټۍ جوړولو لپاره د 40 میلیارد ډالرو په ارزښت تړون ترلاسه کړ.
په ۲۰۱۴ ز کال کې، سامسنګ خپل د سامسنګ شارپ سنز فونټ پرانیست.
د ۲۰۱۶ ز کال په جولای کې، سامسنګ خپل SamsungOne فونټ پرانیست، دا د یو ټایپفیس په توګه هیله لري د سامسنګ محصولاتو پراخې لړۍ ته یوه ثابته او نړیواله بصري پېژندنه ورکړي. SamsungOne د سامسنګ د متنوع وسیلو په پورټ فولیو کې د کارولو لپاره طرحه شوی و، چې له کوچنیو وسیلو؛ لکه سمارټ فونونو نه تر لویو وصل شوو تلویزیونونو یا ریفریجریټرونو او همدارنګه د سامسنګ بازارموندنې او اعلاناتو ته د هر څه لپاره د مشروعیت تمرکز سره و. د فونټ کورنۍ د 25,000 حروفونو له لارې د 400 مختلفو ژبو ملاتړ کوي.
سامسونګ الکترونیک په ۲۰۱۳ ز کال کې د اعلاناتو او بازارموندنې په برخه کې د اټکل له مخې ۱۴ میلیارد امریکایي ډالر مصرف کړي. په کلني 5.4٪ عاید کې، دا د پلور له پلوه د نړۍ ترټولو ۲۰ شرکتونو نه لوی تناسب لري (اپل 0.6٪ او جنرل موټورو 3.5٪ مصرف کړي). سامسنګ په
۲۰۱۲ ز کال کې د نړۍ ترټولو لوی تبلیغ کوونکی شو، چې د اپل د 1 میلیارد ډالرو په پرتله یې 4.3 میلیارد ډالر مصرف کړي دي. د سامسنګ نړیوال برانډ ارزښت 39.6 میلیارد ډالر دی، چې د اپل له نیمایي نه کم دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سامسونگ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.