روګر سکروتن

روګز ويرنن سکروتن “Sir Roger Vernon Scruton” (؛ ژوند: ۱۹۴۴ فبروري ۲۷ څخه د ۲۰۲۰ جنوري تر ۱۲) يو انګرېز فيلسوف او ليکوال و، چې په ښکلا پېژندنه او سياسي فلسفله په تېره د دوديز پلويو محافظه کارو نظرياتو په زياتونه يا پرمختګ کې يې ځانګړې زده کړې (تخصص) وکړ.

روګر سکروتن
روګر سکروتن
روګر سکروتن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۲۷ فبروري ۱۹۴۴
مړینه 12 جنوري 2020 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای
تابعیت روګر سکروتن برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
پلار
واک
عملي ژوند
تعلیم
تخصص تعلیم فلسفه
فلسفه   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد Bachelor of Arts
Master of Arts
د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر
استاد
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جمالیات ،  وفلسفه ،  وسیاسي علوم ،  وادبيات ،  وټنګټکور ،  واوپرا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
مؤثر
تحریک محافظه کاري   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړی چې له ۱۹۸۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د “The Salisbury Review” په نوم د محافظه کار سياسي مجلې سمونکی و، د فلسفې، هنر، موسيقي، سياست، ادبيات، کلتور، جنسيت او مذهب په اړه له ۵۰ څخه د زياتو کتابونو تر څنګ ناولونه او دوه موزيکال ډرامې یې هم وليکلې. د نوموړي خورا د پام وړ خپرونې [کتابونه] په ۱۹۸۰ ز کال کې «د محافظه کارۍ معنا:The Meaning of Conservatism»، په ۱۹۸۶ ز کې «جنسي هيله: Sexual Desire»، ۱۹۹۷ز کې د موسيقۍ ښکلاپېژنې:The Aesthetics of Music» او په ۲۰۱۴ کې «څرنګه يو محافظه کار واوسو:How to be a Conservative» دي. نوموړی د ټايمز (The Times)، سپيکټېټور (Spectator) او نيو سټېټمېڼ (New Stateman) په ګډون د نامتو رسنيو منظم مرسته کوونکی و.

سکروټن په فرانسه کې د ۱۹۶۸ز کال د می مياشت د زده کوونکو د لاريونونو له کتلو څخه وروسته محافظه کاري غوره کړه. نوموړی له ۱۹۷۱ ز کال څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې د لندن په “Birkbeck College” کې د ښکلا پېژندنې استاد او پروفيسور و، چې ورڅخه وروسته يې د متحده ايالتونو په ګډون د نيمه ورځې بېلابېلې پوهنيزې دندې هم درلودې. په ۱۹۸۰ لسيزه کې يې د شوروي تر واک لاندې ختيځه اروپا کې د پټو پوهنيزو شبکو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې له امله يې په ۱۹۹۸ ز کال کې د ولسمشر “Vaclav Havel” له لورې د چک جمهوريت د درنښت انعام (Czech Republic’s Medal of Merit) (لومړۍ درجه) ورکړل شو. سکروټن ته د ۲۰۱۶ ز کال د زوکړې درنښتونو [د نوموړي د زوکړې ورځ] کې د نوموړي د فلسفې، استادۍ او عامه زده کړو برخو کې د خدمت له امله د درنښت وړ نوم ورکړل شو.

د ژوند لومړي وختونه

کورنی شاليد

روګر سکروټن د ليکلنشاير (Lincolnshire) په بسلېنګتروپ (Buslingthrope) کې زېږېدلی دی. پلار يې جان سکروټن (John “Jack” Scruton) نومېده، چې د مانچسټر (Manchester) يو ښوونکی و او مور يې بيرايل کلارېس سکروټن (Beryl Claris Scruton) وه، چې کورنی نوم يې “Haynes” و. سکروټن د “Marlow” په “High Wycombe” کې له خپلو دوه خويندو سره لوی شو. د نوموړي کورنی نوم په وروستيو کې يو څه پلټل شوی دی. د “Jack” د پلار د زيږېدنې سند نوموړی د “Matthew Lowe” په نوم څرګند کړ، چې د “Matthew” له مور يا د سکروټن د سترې نيا (Margaret Lowe) څخه نومول شوی دی، مګر ياد سند د پلار يادونه نه ده کړې. که څه هم مارګرېت لووي (Margaret Lowe) د ناڅرګندو دلايلو له امله پرېکړه کړې وه، چې خپل زوی “Matthew Lowe” پر ځای د “Matthew Scruton” په نوم لوی کړي. سکروټن حيرانه شوه، چې ايا هغه د “Scruton” په پخواني سکروټن لويه خونه “Scruton Hall” کې کارکوونکې وه او دا چې کوچنيوالی يې چېرته درک شوی دی.

“Jack” د “Upper Cyrus Street” شا په شا “Ancoats” کې لوی شو، چې د ماچستر د ښار دننه سيمه وه او د «مانچستر عالي ښوونځي» (Manchester High School) په نوم د ګرامر ښوونځي ته يې د زده کړو موکه تر لاسه کړه. سکروټن “The Guardian” ورځپاڼې ته وويل چې “Jack” د لوړ پوړ وګړو څخه کرکه کوله او د هېواد له ګوښې يا کليوالي سيمو سره يې مينه درلوده، په داسې حال کې چې “Beryl” له "blue-rinsed" [په ټولنيز ډول فعالې او د محافظه کار نظر لرونکې پوخ عمره ښځينه] ملګرو سره وخت تېر کړ او د خيالي يا رومانتې کيې مينه واله وه. نوموړي خپله مور ..... چې پلار يې د پام وړ لېوالتيا سره د له منځه وړلو لارې چارې برابرې کړې.

زده کړې

د سکروټن کورنۍ د High Wycombe په Hammersley کې له شګو څخه جوړ نيمه ړنګ کور کې ژوند وکړ.  که څه هم مور او پلار يې عيسويان وروزل شول، مګر ځانونه يې انسان پلوي وګڼل، چې له امله يې کور «له مذهب څخه خپلواکه سيمه» وه. له پلار سره يې د سکروټن او په حقيقت کې د ټولې کورنۍ اړيکې ستونزمنې وې. نوموړي په «مهربانه پښېمانيو (۲۰۱۵)ز کال» کې وليکل: ملګري راځي او ځي، ذوقونه او رخصتۍ د روحونو څوکې داسې ټپي ټپي کوي لکه د اوړي په باد کې د لمر رڼا ځغلنده تېرېدنه او احساس لپاره لوږه د قضاوت د ډار په واسطه په هر ټکي کېږي».

د خپل (11-plus) له پای ته رسولو څخه وروسته يې له ۱۹۵۴ ز کال څخه تر ۱۹۶۲ز کال  پورې په (Royal Grammar School High Wycombe) کې ګډون وکړ، چې له سوچه او تطبيقي رياضياتو، فزيک او کيميا برخو څخه د ښه والي بريا په تر لاسه کولو سره يې د درې «الف کچو» يا درجو په درلودلو سره پرېښود. يادو پايلو نوموړي ته په طبيعي پوهو کې د کمبرېج “Jesus College” ته د زده کړې يوه پرانيستې موکې (سکالرشيپ) او يو دولتي سکالرشيپ ورپه برخه کړ. سکروټن ليکي چې: له دې څخه لږه موده وروسته هغه مهال له ښوونځي څځه وشړل شو، چې د نوموړي د لوبو پر مهال د ښوونځي سرښوونکي وکتل چې د ښوونځي درېځ اوراخيستی دی او يوه نيمه بربنډه نجلۍ د اورلمبې بلوي. کله يې چې خپلې کورنۍ ته په کمبرېج پوهنتون کې د ګټلي مقام په اړه وويل، پلار يې ورسره خبرې کول بند کړل.

سکروټن په کمبرېج کې د طبيعي پوهو د زده کړې اراده درلوده، که څه هم (لکه په رښتيانو د ګرامر ښوونځي د هر زده کوونکي غوندې) په ټولنيز ډول يې ځان نا اشنا او په معنوي ډول په کور کې حس کړ؛ په لومړۍ ورځ اخلاقي پوهې (فلسفه) غوره کړې، چې لارښود  يا څارونکی استاد يې A. C. Ewing و. په ۱۹۶۵ ز کال کې د دوه ګوني لومړي په ګټلو سره فارغ شو او بيا یې له هېواده د باندې وخت تېر کړ، چې يو څه موده يې د فرانسې “Pau” کې د “Pau and Pays de I’Adour” پوهنتون کې تدريس وکړ. په ياد پوهنتون کې د تدريس پر مهال يې له خپلې لومړنۍ مېرمنې “Danielle Laffitte” سره وکتل. نوموړي په روم کې هم ژوند وکړ. موږ يې نږدې همدې وخت کې وفات شوه، چې د سينې سرطان يې درلود او کمبرېج ته د سکروټن له تګ څخه لږه موده مخکې يې “mastectomy” ناروغي تېره کړې وه.

په ۱۹۶۷ ز کال کې يې په (Jesus College) کې د خپلې دوکتورا زده کړې پيل کړې او بيا له ۱۹۶۹ز کال څخه تر ۱۹۷۱ ز کال پورې د کمبرېج په پيټر هوس (Peterhouse) کې څېړونکی ملګری شو، چې هملته يې له “Laffitte” سره ژوند وکړ. دا هغه مهال و چې په فرانسه کې د ۱۹۶۸ ز کال د می مياشتې د زده کوونکي لاريونونو کې يې له هغې سره وکتل او سکروټن په لومړي ځل محافظه کاري غوره کړه. نوموړي د پاريس په «Latin Quarter» سيمه کې و او زده کوونکي يې کتل چې موټران په بل مخ اړوي، کړکۍ ماتوي او په ژوند کې په لومړي ځل يې «د سياسې غوصې يوه څپه» حس کړه.

ما په ناڅاپي ډول درک کړه، چې پر بل اړخ باندې يم. هغه څه چې ما حس کړ، د منځني پوړ مجرمانو د ځاني نه مخالفت يوه غاړه غړونکې ګڼه ګوڼه وه. کله مې چې له خپلو ملګرو څخه وپوښتل چې دوی څه غوښتل او د څه د ترلاسه کولو هڅه يې کوله، ټول هغه څه مې چې تر لاسه کړل د خندا وړ بې مفهومه مارکس پلوې خبرې وې. زه له دې حالت څخه بېزاره وم او فکر مې وکړ، چې د دې شيانو پر وړاندې د لويديځ تمدن د ساتنې په موخه بايد د بېرته تګ يوه لاره وي. دا همغه وخت و چې زه محافظه کار شوم. زه پوهېږم چې ما د شيانو د غورځولو په پرتله د هغوی ساتل غوښتل.

۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزې

Birkbeck، لومړی واده

کمبرېج د ۱۹۷۳ ز کال په جنوري کې سکروټن ته د «هنر او خيال، د ذهن په فلسفه کې څېړنه» تر سرليک لاندې تيزس له ليکنې څخه وروسته د دوکتورا سند ورکړ. د پايليک څارن يا لارښود استادان يې “Michael Tanner” او “Elizabeth Anscombe” وو. ياد تيزس يې د لومړني کتاب (هنر او خيال ۱۹۷۴ز کال) لپاره يو بنسټ و. له ۱۹۷۱ ز کال څخه يې د لندن په Birbeck College کې فلسفه تدريس کړه، چې د لويانو په زده کړه کې ځانګړې کېږي او په ماښام کې خپل ټولګي اخلي. په ورته وخت کې “Laffitte” په Putney عالي ښوونځي کې فرانسوي تدريس کړه او دواړو د “Harley Street” په يوه ودانۍ کې ګډ ژوند وکړ، چې وار له مخه د “Delia Smith” له لورې نيول شوې وه. دوی د ۱۹۷۳ ز کال په سپټمبر کې د “Knightsbridge” سيمې د “Brompton Oratory” په نوم د کاتوليکانو کليسا کې واده وکړ او په ۱۹۷۹ ز کال کې يو له بل څخه بېل (طلاق) شول. «د معمارۍ ښکلاپېژنه» تر سرليک لاندې دويم کتاب يې په همدې کال چاپ شو.

سکروټون وويل چې نوموړی په Birkbeck کې له هغو ښځو څخه پرته يوازينی محافظه کار و، چې د مشرانو عمومي خونې ته به يې خواړه راوړل. هلته کار کولو

سرچينې

Tags:

روګر سکروتن د ژوند لومړي وختونهروګر سکروتن ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزېروګر سکروتن سرچينېروګر سکروتن

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

برېښنايي نقلیه وسایطدریم جورجد غواگانو روزنهد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)د نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهچین د خلکو جمهوریتد حضرت عمر فاروق رض عدالتمنرالد افغانستان ولايتونهاټوماتناحمدزيد کروکس ښار تالار بریدهستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)حميد مومندلسم شارلد بیان کولو تګلاره ( ژبپوهنه )په ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتاحمدولي بارکزیساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)غسلد کېمبرېج پوهنتونسیرت النبی سوال او ځوابآرټیکولیټرپېغلتوببغلان ولايتدوهم اسماعیللړمد ښځو وژل (د کرکې په بنسټ د ښځو وژل)په متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانسردار محمد يوسف خانلاسکامچاټکا سيمهاللهسردار محمد عزيز خانبيت المقدسوحې څه وخت پيل شوه ؟د انګليستان د بېوزلۍ قوانينفوټبالډله ييز جنسي تېرید افغانستان د اسلامي دعوت ګوندد ږغ ترتیبنازي جرمنيد واده شپهمارکوس اوریلیوسبادرنگتېڅو ناکامورااحمد رضا خانقانون څه ته وايي؟کېمیاگر ناولفرېدرېک وېلهېلم نېتشيضربآی اېس او ۳۱۶۶هنرونهمارگرېټ ټاچرپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلډېلنیټفلیکسډيويډ هيومنوې نړۍد لمريز کال مياشتېحیاتي کیمیاد چین تاریخسویډناسرائيلفقهامیرخان متقيپټه خزانهآيفونمزار شريف🡆 More