په رسنیو کې د بې پلویتوب ساتنې په موخه عملي محدودیتونو کې د هر ډول موضوعاتو او مواردو څخه د خبر جوړونې په برخه کې د خبریالانو اجازه نه لرل او همدارنګه له یو منسجم روایت سره د ټاکل شوو حقایقو اړیکه ورکول شاملېږي.
په ځینو هېوادونو لکه په چین، شمالي کوریا، سوریه او میانمار کې په رسنیو باندې ښکاره او پټ دولتي اغېز د رسنیز پلویتوب لپاره لار هواروي. ډیری مهال سیاست او رسنیز پلویتوب له یو بل سره په تعامل کې وي. رسنۍ په سیاستوالو باندې د اغېز کولو وړتیا لري او کېدای شي سیاستوال هم بیا له خپله اړخه په رسنیو د اغېز کولو واک ولري. دغه چاره کولای شي په ټولنه کې د واک د ویش په برخه کې بدلونونه رامنځته کړي. په بازار کې شته قوې هم کېدای شي د پلویتوب لامل وګرځي؛ د بېلګې په توګه د رسنیو د مالکینو له خوا ټاکل شوی دریځ چې په یوه رسنۍ کې کې د هغو د ونډه والو مالکینو لیدلوري، د کارکوونکو فرمایشي انتخاب او د پام وړ مخاطبینو درک شوي ترجیحات په کې شامل کېږي. له دې سره په ملي او نړیواله کچه ګڼ شمېر څارونکي بنسټونه شتون لري چې د رسنیو د پلویتوب اړوند راپورونه خپروي. تاریخچهد چاپ د ماشین له اختراع را وروسته د ټولیزو رسنیو یو له ځانګړنو څخه سیاسي پلویتوب دی. د لومړني چاپ د تجهیزاتو د لګښت له امله رسنیز تولیدات د ډېر لږ شمېر کسانو له خوا کېدل. تاریخ پوهانو موندلې چې خپروندیان تر ډېره پورې د ځواکمنو ټولنیزو ډلو د ګټو په خدمت کې و. د آریوپاجیټیکا، د بې جوازه چاپ د آزادۍ لپاره غږ (Areopagitica, a Speech for the Liberty of Unlicensed Printing) تر عنوان لاندې د جان میلټون رساله چې په ۱۶۴۴ زکال کې خپره شوه د مطبوعاتو د آزادۍ څخه د ملاتړ په موخه له لومړنیو نشریاتو څخه وه. په ۱۹مه پېړۍ کې خبریالانو د خبریالۍ د اخلاقو د نه جلا کېدونې برخې په توګه د بې پلوه راپور ورکولو د مفهوم منلو ته مخه کړه. دغه چاره د یوې پیاوړې ټولنیزې قوې په توګه د خبریالۍ د څرګندېدو لامل وګرځېده. ورته مهال، آن نن ورځ تر ټولو پیاوړي خبریالان نه شي کولای د پلویتوب له تورونو ځان خلاص کړي. د ورځپاڼو په څېر، غږیزې او انځوریزې رسنۍ (لکه راډیو او تلویزیون) د رامنځته کېدو له لومړیو ورځو څخه د تبلیغاتو د میکانېزم په توګه کارول کېدې، هغه لیدلوری چې د نشریاتي برخې د لومړنیو مالکینو په توګه د ملي دولتونو له خوا لا څرګند شو. په داسې حال کې چې د رسنیو پر وړاندې د مقرراتو د له منځه وړو بهیر د دې لامل ګرځېدلی چې ډېری لویدیځې رسنۍ خصوصي شي، خو بیا هم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په رسنیو پام وړ دولتي اغېز او یا هم دولتي رسنیز انحصار شتون لري. ورته مهال په خصوصي بڼه هغه هم د ډېر لږ شمېر کسانو په لاس کې د رسنیو د مالکیت تمرکز د رسنیز پلویتوب د تور پورې کولو لامل ګرځي. د سیاسي وسیلې په توګه د رسنیز پلویتوب ګڼ شمېر بېلګې شتون لري چې ځینې مهال د دولتي سانسور لامل هم ګرځي.
له دې سره د رسنیز پلویتوب ټول تورونه هم سیاسي اړخ ته اړوند نه دي. علمي لیکوال مارتین ګارډنر د تفریحي مواردو لرونکې رسنۍ د پوهې پر ضد په پلویتوب تورنې کړې دي. هغه ادعا کړې چې یو شمېر تلویزیونې خپرونې لکه اکس فایل (The X-Files) خرافات ترویج کوي. بل پلو «Competitive Enterprise Institute» چې د سوداګریو له خوا یې مالي ملاتړ کېږي رسنۍ د علم په ګټه او د سوداګریزو ګټو پر ضد په پلویتوب تورنوي. دغه بنسټ استدلال کوي چې رسنۍ د علمي ژر باور کېدونکو راپورونو پر بنسټ څرګندوي چې ګلخانه یي ګازونه د ځمکې د کرې د ګرمېدو لامل ګرځي او په دې سره د سوداګرۍ ضد اړخ نیسي. تائید کوونکی پلویتوبد رسنیز پلویتوب په برخه کې اصلي ستونزه د تائید کوونکي پلویتوب اړوند ده. په متحده ایالاتو کې د رسنیز پلویتوب اړوند څېړنې ښيي چې لیبرال ارزونکي د داسې پایلو له ترلاسه کېدو سره لیوالتیا لري څو وښيي رسنۍ محافظه کارانه پلویتوب لري، په داسې حال کې چې محافظه کار ارزونکي بیا داسې پایلې لاسته راوړي چې څرګندوي رسنۍ لیبرال پلویتوب لري. بل پلو یو شمېر کسان چې خپل لیدلوری نه څرګندوي بیا داسې پایلو ته رسېږي چې ښيي په ډېره لږ کچه او یا هم مختلط پلویتوب شتون لري. د «رسنیز پلویتوب د معیار» تر نامه لاندې د میسوري – کلمبیا پوهنتون څخه د سیاسي کارپوه جفري ډي. میلیو او له یو.سي.ال.اې (UCLA) پوهنتون څخه د سیاسي کارپوه ټیموټي جي. ګروسکلوز ګډه څېړنه د لیبرال یا محافظه کاره ارزښتونو له مخې د خبري بنسټونو د ډل بندۍ په لټه کې ده. هغوی د امریکايي دیموکراتیکو اقداماتو (Americans for Democratic Action) د بنسټ له شمېرو څخه د ارجاعي سازمانونو د سیاسي تمایلاتو د کمیتي څرګندونکي په موخه ګټنه کړې. د دوی د تعریف له مخې په لیبرال برخه کې رانډ غیرانتفاعي څېړنیز شرکت شاملېږي چې له دفاع وزارت سره نږدې اړیکې لري. دوی د خپلو هڅو پر بنسټ ادعا کړې چې په امریکايي رسنیو کې د لیبرالېزم په ګټه پلویتوب شتون لري. ملي او قومي لیدلوريډېری خبري بنسټونه د اړوندې جغرافیا د نفوسو ملي او قومیتي لیدلوري منعکس کوي یا داسې انګېرل کېږي چې په یو ډول نه یو ډول د هغو استازولي کوي. د یو هېواد داخلي رسنۍ ځینې وختونه د اړوندو هېوادونو د دولتونو اړوند د دوه زړه لرونکو یا نه پوښتنه کوونکو په توګه ګڼل کېږي. ډېری لویدیځې رسنۍ د نړۍ په نورو برخو (لکه په ختیځه اروپا، آسیا، افریقا او منځني ختیځ) کې د هغو د بېلابېلو سیاسي، کلتوري او اقتصادي بېلابېلو موضوعاتو پر بنسټ د لویدیځ پلوو رسنیو په توګه تر نیوکې لاندې نیول کېږي. د الجزیرې نړیواله رسنۍ په مکرر ډول په لویدیځ او عربي نړۍ کې د رسنیز پلویتوب په تور له نیوکو سره مخ ده. سرچينې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article رسنیز پلویتوب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.